د پولیو له منځه وړلو پروګرام د تخنیکي مشورتي ګروپ ناسته په دوحه کې پیل شوه
کابل، افغانستان (۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د پولیو له منځه وړلو پروګرام اړوند د تخنیکي مشورتي ګروپ/ TAG ناسته نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوه چې درې ورځې به دوام ولري.
په دې ناسته کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په استازولۍ د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نېک ولي شاه مومن او نورو مسوولینو ګډون کړی دی.
دغه ناسته چې د پولیو د له منځه وړلو نړۍوال نوښت/ GPEI له لوري را بلل شوې، ګډونوال به یې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو کتنه او ارزونه وکړي.
دغه راز په ناسته کې به د پولیو اړوند پر عملیاتي چاپېریال، پروګرام ته په ور پېښو ګواښونو، د تېرو شپږو میاشتو پر فعاليتونو، د هېواد په کچه پر پلانونو او ستراتېژیو، شته ننګونو او د ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د خوندیتوب پر بشپړوونکو فعالیتونو/ SIA بحث او خبرې وشي.
د دې تر څنګ د رسمي بحث په لړ کې به په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د پولیو یا ګوزڼ د نوو ثبت شوو پېښو په تړاو تخنیکي لارښوونې هم وړاندې شي.