• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د ټلیفوني اړیکو مرکز فعالول؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د غوره مدیریت لپاره اغېزناک ګام

Homepage د پولیو تازه معلومات د ټلیفوني اړیکو مرکز فعالول؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د غوره مدیریت لپاره اغېزناک ګام

د ټلیفوني اړیکو مرکز فعالول؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د غوره مدیریت لپاره اغېزناک ګام

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 22, 2023
د پولیو تازه معلومات

کابل، افغانستان (۳۰ وږی ۱۴۰۲): د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز کې د «ټلیفوني اړیکو مرکز» پرانیستل شو چې موخه یې د پولیو پروګرام غوره مدیریت، د واکسیناسیون په اړه د ټولنې د پوهاوي کچې لوړول او د وګړو د نظرونو او غوښتنو اورېدل دي.

د یاد شوي مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلند عباد، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز کې د ټلیفوني اړیکو څانګه فعالول د اړوند وزارت لپاره مهمه لاسته راوړنه ده.

هغه د ملګرو ملتونو د ماشومانو له ملاتړ ادارې/ UNICEF مننه وکړه چې د یاد شوي مرکز په جوړولو کې یې مالي او تخنیکي مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، دغه مرکز دوه طرفه ارتباطي چینل دی چې نه یوازې د پولیو واکسیناسیون په اړه به د خلکو اړیکو ته ځواب وايي، بلکې د ټولنې له هدف وړ وګړو سره به اړیکې نیسي او هغوی ته به د معافیت ورکوونکو فعالیتونو په اړه معلومات ورکوي څو په دې توګه کورنۍ وهڅول شي خپل ماشومان د پولیو او د ماشومتوب دورې نورو ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي.

ده وویل: «د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د پولیو وژونکې او فلجوونکې ناروغي په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه یوسي.»

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن وویل، خوښ دی چې د پولیو له منځه وړلو پروګرام لپاره د ټلیفوني اړیکو عصري او مجهز مرکز پرانیزي.

هغه زیاته کړه، د یاد شوي مرکز فعالول د پولیو له منځه وړلو پروګرام د مدیریت بنسټیزه برخه ده او هېوادوالو ته زمینه برابروي چې د ۱۴۱ وړیا شمېرې له لارې اړیکې ونیسي او د واکسیناسیون په اړه خپلې پوښتنې، اندېښنې او سپارښتنې شریکې کړي.

ده وویل: «دغه مرکز د دوه اړخیزو اړیکو لپاره فعال شوی چې په مټ یې کولای شو له عامو خلکو سره اړیکې ونیسو، د هغوی د پوهاوي کچه لوړه کړو او د پولیو پروګرام په اړه لازم معلومات ورکړو.»

د یادونې ده چې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز اړوند د «ټلیفوني اړیکو مرکز» د یونیسف ادارې په تخنیکي او مالي ملاتړ د پولیو له منځه وړلو پروګرام په تړاو د خلکو د پوښتنو او شکایتونو ځوابولو لپاره فعال شوی دی.

د دغه مرکز بنسټیزه موخه دا ده څو په ټولنه کې د واکسینونو منلو کچه لوړه شي او په دې تړاو خلکو ته د اغېزناکو ټلیفوني خبرو، لیکلو او غږیزو پېغامونو له لارې لازم او کره معلومات وړاندې شي؛ دغه راز یاد شوی مرکز به د پولیو پروګرام د نظارت او سروې چارې هم ترسره کوي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو رول په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو
بله موضوع
د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

اړوند مطالب

د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو رول په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو

بلخ، افغانستان (۵ وږی ۱۴۰۲): د هېواد په شمال زون...

د پولیو له منځه وړلو پروګرام د تخنیکي مشورتي ګروپ ناسته په دوحه کې پیل شوه

 کابل، افغانستان (۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د پولیو له منځه وړلو...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,