• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو رول په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو

Homepage د پولیو تازه معلومات د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو رول په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو

د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو رول په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو

PolioFreeAfghanistan
اگست 27, 2023
د پولیو تازه معلومات

بلخ، افغانستان (۵ وږی ۱۴۰۲): د هېواد په شمال زون کې د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ د اوسني وضعیت او د دې ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو د رول په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو.

دغه ټرېننګ چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF اړوند د پولیو له منځه وړلو پروګرام له لوري د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي میاشتې په ۴مه او ۵مه د بلخ په مرکز مزار شریف کې جوړ شوی و، د دغه ولایت تر څنګ په کې د جوزجان، سرپل، سمنګان او فاریاب شاوخوا ۹۰ تنو نارینه او ښځینه خبریالانو، د اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو او د روغتیا برخې استازو ګډون کړی وو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د پولیو له منځه وړلو پروګرام د اړیکو مسوول کمال شاه سید وايي، د روزنیز پروګرام په لومړۍ ورځ خبریالانو ته په هېواد او په ځانګړي ډول شمال زون کې د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ د اوسني وضعیت په اړه معلومات ورکړل شول او د دې ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو پر رول خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه، د دې تر څنګ د دغه روزنیز پروګرام ګډونوالو ته د بېلابېلو پریزینټېشنونو له لارې د پولیو ناروغۍ په اړه تخنیکي معلومات هم ورکړل شول څو هغوی پوه شي چې د دغې خطرناکې ناروغۍ ویروس څنګه خپرېږي او د مخنیوي په برخه کې یې د واکسین تر څنګ نورې کومې لارې چارې اغېزناکې ثابتېدای شي.

سید وویل، د دغه روزنیز پروګرام په دویمه ورځ له خبریالانو سره د غوره خبر او راپور لیکنې په برخه کې ګډ کار وشو څو د پولیو واکسین په تړاو د ناسمو باورونو، اوازو او شایعاتو مخنیوی وشي او د رسنیو له لارې تر خلکو کره او دقیق معلومات او اطلاعات ورسېږي.

ګډونوالو یاد شوی دوه ورځنی ټرېننګ ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه راز روزنیز پروګرامونه دې ډېر شي.

په بلخ کې د کلید راډیو خبریال احمدالله وايي: «دغه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ډېر مهم و، ما او زما همکارانو د پولیو ناروغۍ په اړه ډېر نوي څه زده کړل، زما غوښتنه دا ده چې د خبریالانو او د رسنیو د استازو لپاره دې ورته نور پروګرامونه هم جوړ شي.»

له فاریاب ولایت څخه راغلې د بانو راډیو خبریالې هادیې ابراهیمي وویل: «لومړی ځل دی چې په دغسې یوه روزنیز پروګرام کې ګډون کوم، د یوې خبریالې په توګه دا زما دنده ده چې د خبرونو او راپورونو په وسیله خلکو ته د پولیو ناروغۍ په اړه پوهاوی ورکړم څو د هېواد ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.»

د هېواد په شمال زون کې دغه روزنیز پروګرام په داسې حال کې جوړ شوی و چې ټاکل شوې ده سبا د دغه زون په بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان او فاریاب کې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپایل پیل شي چې په ترڅ کې به یې نږدې ۱.۵ میلیونه د پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین شي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین ترسره شو چې په ترڅ کې یې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان واکسین شول.

مخکینۍ موضوع
په هیواد کې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو
بله موضوع
د ټلیفوني اړیکو مرکز فعالول؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د غوره مدیریت لپاره اغېزناک ګام

اړوند مطالب

د ټلیفوني اړیکو مرکز فعالول؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د غوره مدیریت لپاره اغېزناک ګام

کابل، افغانستان (۳۰ وږی ۱۴۰۲): د پولیو له منځه وړلو...

د پولیو له منځه وړلو پروګرام د تخنیکي مشورتي ګروپ ناسته په دوحه کې پیل شوه

 کابل، افغانستان (۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د پولیو له منځه وړلو...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,