«پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه

محمد سلیم څلور کلن و چې پولیو یې ژوند د تل لپاره بدل کړ. نن، ۳۶ کاله وروسته، هغه خپله کیسه له دې هیلې سره شریکوي چې هېڅ ماشوم د ده برخلیک تجربه نه کړي او هر ماشوم د پولیو پر وړاندې د واکسین له برکته خوندي پاتې شي.
کابل، افغانستان (۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵) – د کابل ښار په یوه ارامه کوڅه کې محمد سلیم د خپل ویلچېر څرخونه ورو ورو تاووي. څو متره مخکې ځي، لږ تمېږي، ساه اخلي او بیا خپل تګ ته دوام ورکوي. دا لنډ مزل د ډېرو خلکو لپاره عادي ښکاري، خو د ۳۶ کلن محمد سلیم لپاره د زغم، هڅې او نه ستړې کېدونکې مبارزې یوه بله ورځ ده.
هغه مبارزه چې درې لسیزې وړاندې، هغه مهال پیل شوه چې لا څلور کلن ماشوم و او پولیو یې ژوند د تل لپاره بدل کړ.
محمد سلیم د هغو زرګونو کسانو له ډلې دی چې د پولیو ناروغۍ یې د ژوند مسیر بدل کړی دی. هغه لا هم د هغې ناروغۍ له اغېزو سره ژوند کوي چې مخنیوی یې یوازې د واکسین د څو څاڅکو په وسیله ممکن و.
هغه د خپلې کورنۍ د روایتونو له مخې داسې وايي: «د ناروغۍ له امله مې دواړه لاسونه او پښې اغېزمن شول. ورو ورو مې د حرکت توان له لاسه ورکړ او هغه څه چې د نورو ماشومانو لپاره عادي وو، زما لپاره په لویه ستونزه بدل شول.»
هغه مهال کابل د جګړو او بېثباتۍ له سختو کلونو تېرېده. د محمد سلیم کورنۍ هم، لکه د هرې بلې کورنۍ په څېر، د خپل ماشوم لپاره له هیلو ډک راتلونکی تصور کاوه. خو پولیو هغه راتلونکی بدل کړ.
د کړکۍ تر شا پاتې ماشومتوب
د محمد سلیم تر ټولو ژورې خاطرې د ماشومتوب له کلونو سره تړلې دي.
د هغه لا هم په یاد دي چې هر مازدیګر به د کور د کړکۍ تر شا کښېناسته او د کوڅې ماشومانو ته به یې کتل. هغوی به منډې وهلې، لوبې به یې کولې، خندل به یې او د ماشومتوب له شېبو به یې خوند اخیست.
خو محمد سلیم یوازې ننداره کوله.
هغه په ارامه لهجه وایي: «کله به مې چې نور ماشومان په لوبو او منډو لیدل، زړه به مې ډېر غوښتل چې زه هم ورسره وای، خو نه مې شو کولای. دا احساس ډېر سخت و، خو هڅه مې کوله چې حوصله له لاسه ور نه کړم.»
هغه وایي، د پولیو تر ټولو سخت درد یوازې د بدن کمزوري نه وه؛ بلکې دا وه چې زړه یې غوښتل د نورو ماشومانو په څېر ژوند وکړي، خو بدن یې ورسره ملګرتیا نه کوله.
محمد سلیم، چې په ماشومتوب کې د پولیو له امله فلج شوی، وايي د واکسین څو څاڅکي کولای شي نور ماشومان له هغه برخلیک څخه وژغوري چې دی ورسره مخ شوی دی.
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
پولیو یې بدن محدود کړ، خو اراده یې نه
له فزیکي محدودیتونو سره سره، محمد سلیم پرېکړه وکړه چې خپلې زده کړې پرېنږدي.
هغه تر دولسم ټولګي پورې خپلې زده کړې بشپړې کړې او باور لري چې پولیو یې یوازې د حرکت وړتیا محدوده کړه، نه د فکر، زده کړې او هیلو ځواک.
هغه وایي: «پولیو زما بدن محدود کړ، خو زما د زده کړې او فکر مخه یې و نه نیوله.»
همدا باور و چې هغه ته یې د ژوند له ډېرو ستونزو سره د مقابلې توان ورکړ.
د ژوند ورځنۍ مبارزه
نن محمد سلیم له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. د مور او پلار له مړینې وروسته یې، وروڼه او خویندې تر ټولو لویه تکیه ده. د ورځني ژوند ډېر کارونه د هغوی په مرسته ترسره کوي، خو دی غواړي یوه ورځ داسې ژوند ولري چې د نورو مرستې ته اړتیا و نه لري.
هغه وایي: «زه غواړم کار وکړم او د خپل ژوند مسوولیت په خپله واخلم، نه دا چې تل د نورو مرستې ته اړ پاتې شم.»
هغه باور لري چې معلولیت د وړتیاوو پای نه دی.
«که مناسب فرصتونه برابر شي، معلولیت لرونکي کسان هم کولای شي د ټولنې فعال غړي واوسي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.»
له همدې امله، هغه له اړوندو ادارو او ټولنې غواړي چې د معلولیت لرونکو کسانو وړتیاوو ته پام وکړي او د کار او زده کړې برابر فرصتونه ورته برابر کړي.
محمد سلیم وايي، تر ټولو لویه هیله یې دا ده چې هېڅ ماشوم د پولیو له امله د ده په څېر د ټول عمر له فزیکي محدودیت سره مخ نه شي.
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
یوه ناروغي چې مخنیوی یې ممکن دی
د محمد سلیم ژوند د پولیو د خطر ژوندۍ بېلګه ده.
پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې د ماشوم عصبي سیسټم زیانمنوي او کولای شي د ټول عمر لپاره د فلج سبب شي. د دې ناروغۍ درملنه نشته، خو د پولیو واکسین د ماشومانو د ساتنې تر ټولو اغېزناکه او خوندي لاره ده.
افغانستان لا هم د هغو محدودو هېوادونو له ډلې دی چې د پولیو ویروس په کې شتون لري. د افغانستان د پولیو له منځه وړلو پروګرام، د خپلو ملي او نړۍوالو همکارانو په همکارۍ، هڅه کوي هر ماشوم ته د پولیو واکسین ورسوي.
په ښارونو، کلیو او لرې سیمو کې زرګونه روغتیايي کارکوونکي او رضاکاران هره ورځ کار کوي، څو هېڅ ماشوم د یوې داسې ناروغۍ قرباني نه شي چې مخنیوی یې ممکن دی.
هیڅ ماشوم باید زما تجربه تکرار نه کړي
محمد سلیم وایي، د ژوند تر ټولو لویه هیله یې دا نه ده چې تېر وخت بېرته را وګرځوي؛ ځکه دا ناشونې ده. خو هغه غواړي د ده کیسه د نورو ماشومانو راتلونکی بدل کړي.
هغه والدینو ته پیغام لري: «زه نه غواړم بل ماشوم هغه ستونزې تجربه کړي چې ما تجربه کړې دي. له ټولو کورنیو مې غوښتنه دا ده چې خپل ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي، ځکه همدا څو څاڅکي کولای شي د هغوی راتلونکی خوندي کړي.»
محمد سلیم خپل ماشومتوب بېرته نه شي راګرځولای، خو هیله لري د هغه کیسه نورو کورنیو ته دا پیغام ورسوي چې د پولیو ناروغۍ مخنیوی ممکن دی.
هغه د خبرو په پای کې په ډاډه غږ وایي: «پولیو زما بدن محدود کړ، خو زما فکر، اراده او هیلې یې محدودې نه کړې.»
د محمد سلیم ژوند د دې حقیقت یادونه کوي چې د واکسین یوه ساده پرېکړه کولای شي یو ماشوم د ټول عمر له فلج او ستونزو وژغوري او هغه ته د سالم او روښانه راتلونکي فرصت ورکړي.

