• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی

Homepage د ساحې کیسې د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی

د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی

PolioFreeAfghanistan
جولای 8, 2026
د ساحې کیسې

د نورستان په غرنیو سیمو کې د یوه روغتیايي کارکوونکي هڅې؛ څو هېڅ ماشوم د پولیو ناروغۍ قرباني نه شي.

نورستان، افغانستان (۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵) – د کامدېش ولسوالۍ په یوه لیرې کلي کې د یوه کور دروازه څو ځله د محمد انس پر مخ تړل شوې وه. د کورنۍ مشر هر ځل ورته ویل چې ماشومان یې روغ او جوړ دي او واکسین ته اړتیا نه لري.

محمد انس نه ستړی کېده. هغه پوهېده چې که یو ماشوم له واکسینه پاتې شي او د پولیو په ناروغۍ اخته شي، ښايي د ټول عمر لپاره فلج شي؛ داسې فلج چې درملنه نه لري او په پایله کې ماشوم، کورنۍ او ټولنه درې واړه اغېزمنوي.

همدغه باور هغه ته ځواک ورکاوه چې بیا هم ورشي، خبرې ورسره وکړي او د خپلو ماشومانو واکسینولو ته یې قانع کړي.

۲۴ کلن محمد انس د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د پولیو واکسین په کمپاینونو اړوند د پولیو د نظارت په برخه کې کار کوي.

هغه د طبي ټکنالوژۍ په برخه کې زده‌کړې کړې، خو باور لري چې زده کړې هغه وخت ارزښت پيدا کوي چې د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې وکارول شي.

دی وايي: «ما غوښتل د خپلې ټولنې ماشومانو ته خدمت وکړم او د هغوی د راتلونکي په خوندي کولو کې خپله برخه ونډه واخلم. پولیو د مخنیوي وړ ناروغي ده او واکسین ماشومان له تلپاتې فلج څخه ساتي.»

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

محمد انس د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د یوه ماشوم د واکسین د وضعیت په اړه معلومات ثبتوي.

 

د پولیو واکسین کمپاین پر مهال د هغه ورځ له لمر خاته مخکې پیلېږي. له ټیم سره د ورځې پلان ارزوي، بیا غرنیو او لیرې سیمو ته ځي، د واکسین بهیر څاري او له کورنیو سره د پولیو او واکسین په اړه خبرې کوي.

د ده دنده یوازې د واکسین د تطبیق څارنه نه ده؛ بلکې د هغو میندو او پلرونو پوښتنو ته ځواب ویل هم دي چې غواړي د خپلو ماشومانو په اړه ډاډمنه پرېکړه وکړي.

په نورستان کې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسول تل اسانه نه وي. غرنۍ لارې، اوږده مزلونه او د هوا ناڅاپي بدلونونه روغتیايي ټیمونه له ګڼو ننګونو سره مخ کوي. ځینو کلیو ته رسېدل ساعتونه وخت نیسي، خو محمد انس وايي، د دوی د کار تر ټولو سخته برخه یادې شوې ستونزې نه، بلکې د هغو کورنیو قانع کول دي چې لا هم د واکسین په اړه اندېښنې لري.

هغه وايي: «کله چې یوه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینول ردوي، لومړی یې خبرې اورو. خلک هغه وخت باور کوي چې احساس وکړي اندېښنو ته یې درناوی شوی دی.»

د همدغه چلند اغېز هغه د مومن خان د کورنۍ په کیسه کې ولید.

دې کورنۍ کلونه خپل ماشومان نه وو واکسین کړي؛ ځکه د پولیو واکسین په اړه ناسمو معلوماتو او اوازو تر اغېز لاندې راغلې وه. محمد انس څو ځله ورغی، خو په بېړه یې د هغوی د قانع کولو هڅه و نه کړه؛ بلکې لومړی یې د هغوې اندېښنې واورېدې، بیا یې په ساده ژبه د پولیو د خطرونو او واکسین د خونديتوب په اړه هغوی ته معلومات ورکړل.

کله چې یې ولیدل، د هغوی اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي، د هغه دیني عالم پیغام یې ور واوراوه چې دې کورنۍ ورباندې باور درلود. هماغه ورځ د کورنۍ دریځ بدل شو او خپل ماشومان یې واکسین کړل.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

محمد انس د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له یوه پلار سره د ماشوم د واکسین د وضعیت په اړه خبرې کوي او اړوند معلومات ثبتوي، هره لیدنه د دې لپاره ده چې هېڅ ماشوم د پولیو له واکسینه بې‌برخې پاتې نه شي.

 

د محمد انس لپاره دا یوازې د یوې کورنۍ رضایت نه و؛ دا د څو ماشومانو د راتلونکي خوندي کېدو مانا لرله.

هغه باور لري چې د پولیو پر وړاندې مبارزه یوازې د روغتیايي کارکوونکو مسوولیت نه دی. د ټولنې مشران، دیني عالمان او د خلکو د باور وړ کسان کولی شي د سمو معلوماتو په خپرولو او د کورنیو په ډاډه کولو کې مهم رول ولوبوي.

د ده په وینا، په وروستیو کلونو کې د خلکو په چلند کې د پام وړ بدلون راغلی دی. هغه کورنۍ چې پخوا یې له واکسین څخه انکار کاوه، اوس د کمپاینونو پر مهال خپل ماشومان واکسین ته راولي. دا بدلون د دوامدار پوهاوي، د روغتیايي کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو او د ټولنې د مخورو د ملاتړ پایله ده.

د پولیو په پروګرام کې کار د محمد انس د ژوند لیدلوری هم بدل کړی دی. هغه وايي، له ټولنې سره د کار پر مهال یې زده کړل چې د خلکو اندېښنې باید واورېدل شي، ځکه ډېرې کورنۍ د سمو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته خپل ماشومان واکسینوي.

نوموړی چې خپل کار یې د رضاکار په توګه پیل کړی و، اوس د همغږي کوونکي په توګه د ماشومانو د روغتیا لپاره خپله هڅه لا هماغسې د مسوولیت او ژمنتیا احساس سره پر مخ وړي.

د هغه کورنۍ هم د ده د کار ملاتړ کوي او ویاړي چې د ماشومانو د روغتیا د ساتنې لپاره هڅې کوي. همدا ملاتړ هغه ته انګېزه ورکوي چې له ټولو ستونزو سره سره خپل مسوولیت ته دوام ورکړي.

محمد انس له ټولو میندو او پلرونو غواړي چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې ځنډ و نه کړي.

هغه وايي: «پولیو درملنه نه لري، خو مخنیوی یې ممکن دی. د واکسین څو څاڅکي کولی شي یو ماشوم د ټول عمر له فلج څخه وژغوري.»

د هغه هیله دا ده چې یوه ورځ به هېڅ افغان ماشوم د پولیو له امله د تلپاتې معلولیت له ګواښ سره مخ نه وي او افغانستان به د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې ودریږي چې پولیو یې له منځه وړې ده.

د محمد انس لپاره به هماغه ورځ د کلونو ستړیا، اوږدو مزلونو او نه ستړې کېدونکو هڅو تر ټولو ښکلی انعام وي.

مخکینۍ موضوع
یوه صحنه، یوه پرېکړه
بله موضوع
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,