د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا

په هره ټولنه کې داسې کسان وي چې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره خپله ژمنتیا په عمل بدلوي. حمیدرضا بهادري یو له دغو کسانو څخه دی.
لغمان، افغانستان (۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵) – د لغمان په فراجغان دره کې لا د سهار چوپتیا نه وي ماته شوې چې حمیدرضا بهادري د پولیو واکسین کمپاین د ټیمونو وروستی چمتووالی ارزوي. هغه له ټیمونو سره اړیکه نیسي، د تګ لارې او د ورځې پلانونه بیا ګوري او ډاډ ترلاسه کوي چې هره ډله خپلې ټاکل شوې سیمې ته روانه ده.
د هغه لپاره لویه لاسته راوړنه دا ده چې د ورځې تر پایه هېڅ ماشوم له پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې نه وي.
د دې صحنې کیسه د نن ورځې نه، بلکې څو کلونه مخکې له هغې ورځې پیلېږي چې حمیدرضا د لومړي ځل لپاره د پولیو واکسین له کمپاینونو سره د یوه رضاکار په توګه یوځای شو.
هغه مهال یې دنده دا وه چې کور په کور وګرځي او ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي.
د کورنیو له اندېښنو سره مخامخ کېدل، د پولیو ناروغۍ ګواښ له نږدې لیدل او د واکسین د اغېز شاهد اوسېدل هغه تجربې وې چې د حمیدرضا رضاکاري یې په یوې دوامدارې ژمنتیا بدله کړه.
اوس ۳۱ کلن حمیدرضا، چې د لېسانس تر کچې زده کړې یې کړې دي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د پولیو د پروګرام د همغږي کوونکي/ کوارډینېټر په توګه دنده ترسره کوي. که څه هم د کار لپاره یې نور فرصتونه هم لرل، خو هغه پرېکړه وکړه خپله انرژي او وخت د ماشومانو د روغتیا ساتنې ته ځانګړي کړي.
هغه وایي: «کله چې ومې لیدل پولیو لا هم زموږ د ماشومانو ژوند ګواښي، پرېکړه مې وکړه چې د دغې ناروغۍ په وړاندې یې د مبارزې یوه برخه واوسم.»
د همغږي کوونکي په توګه د هغه مسوولیت یوازې د واکسیناتورانو د ټیمونو تنظیمول نه دي. هغه د کمپاینونو بهیر څاري، د ساحوي ټیمونو ستونزې حلوي او له کورنیو، دیني عالمانو او د ټولنې له مشرانو سره ګډ کار کوي، څو هر وروستي ماشوم ته واکسین ورسول شي.
حمیدرضا بهادري د لغمان په فراجغان دره کې یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
حمیدرضا باور لري چې د پولیو د مخنیوي تر ټولو مهمه وسیله د خلکو باور هم دی.
«کله چې کومه کورنۍ اندېښنه ولري، لومړی یې خبرې اورو. خلک غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د ماشوم د روغتیا په اړه یې اندېښنې په پام کې نیول کېږي. کله چې د هغوی پوښتنو ته په درناوي ځواب ورکړل شي، باور هم رامنځته کېږي.»
په لغمان کې د واکسین ټیمونو کار تل اسانه نه وي. د غرنیو او لرې سیمو د ستونزې ترڅنګ، ځینې کورنۍ لا هم د واکسین په اړه پوښتنې او اندېښنې لري. حمیدرضا وايي، په داسې حالاتو کې د روغتیايي کارکوونکو ترڅنګ د دیني عالمانو او د ټولنې د مشرانو همکاري د خلکو د باور په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
هغه د کمپاینونو د یوې ورځې خاطره داسې بیانوي: «یوه ورځ یوې کورنۍ خپل ماشوم ته د واکسین له ورکولو ډډه وکړه. موږ بیړه ونه کړه. لومړی مو د هغوی اندېښنې واورېدې او بیا مو د پولیو ناروغۍ او د واکسین د اهمیت په اړه معلومات ورسره شریک کړل. د خبرو په پای کې کورنۍ قانع شوه او خپل ماشوم یې واکسین کړ.»
د هغه لپاره دا یوازې د یوه ماشوم واکسینول نه و؛ دا د دې ثبوت و چې د باور جوړول د هر بریالي کمپاین بنسټ دی.
حمیدرضا وایي، د کمپاینونو اوږدې ورځې او دوامدار سفرونه کله ناکله د هغه پر شخصي ژوند هم اغېز کوي، خو د خپلې کورنۍ ملاتړ ورته تل د لا ډېرو هڅو انګېزه ورکړې ده.
«زما کورنۍ پر دې ویاړي چې زه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کار کوم. همدا ملاتړ ماته دا ځواک راکوي چې خپلو هڅو ته دوام ورکړم.»
حمیدرضا بهادري د پولیو واکسین کمپاین د یوه ټیم د ورځې پلان او د پوښښ سیمې ارزوي.
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
د کلونو په تېرېدو، حمیدرضا د خپلې سیمې د خلکو په چلند کې بدلون ویني. د هغه په وینا، د پخوا په پرتله اوس ډېرې کورنۍ د پولیو واکسین په اهمیت پوهېږي او د خپلو ماشومانو د واکسینولو لپاره له روغتیايي ټیمونو سره همکاري کوي.
د هغه لپاره، د همدې بدلون تر ټولو ښکلی انځور هغه شېبه ده چې یو ماشوم د پولیو ضد واکسین ترلاسه کوي.
«کله چې وینم یو ماشوم واکسینېږي او له پولیو ناروغۍ څخه خوندیتوب تر لاسه کوي، احساس کوم چې زموږ ټولې هڅې ارزښت لري.»
هغه له ټولو میندو او پلرونو غواړي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه پرېکړې د سمو معلوماتو پر بنسټ وکړي.
«پولیو یوه جدي ناروغي ده، خو مخنیوی یې ممکن دی. که د واکسین په اړه کومه پوښتنه لرئ، له روغتیاپالانو څخه یې وپوښتئ. د واکسین څو څاڅکي کولی شي ستاسو د ماشوم راتلونکی خوندي کړي.»
د ورځې په پای کې، کله چې د واکسین ټیمونه له لرې کلیو بېرته راستنېږي، حمیدرضا د کمپاین د بلې ورځې لپاره پلان جوړوي.
هغه باور لري، تر هغه چې یو ماشوم هم د پولیو له ګواښ سره مخ وي، د ده کار پای ته نه دی رسېدلی. د هغه هیله دا ده چې یوه ورځ به افغانستان داسې راتلونکی ولري چې هر ماشوم به پکې د پولیو له وېرې پرته لوی شي.

