یوه صحنه، یوه پرېکړه

د پولیو له امله د یوه فلج شوي ماشوم بېوسۍ زما د ژوند لوری بدل کړ. هماغه ورځ مې پرېکړه وکړه چې د خپلې ټولنې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د پولیو د مخنیوي رضاکار شم.
پکتیا، افغانستان (۹ چنګاښ ۱۴۰۵) – څو کاله مخکې مې د خپل کلي په یوه کوڅه کې د عمر په نوم یو پنځه کلن ماشوم ولید. هغه د خپل کور مخې ته ناست و. د کلي نور ماشومان په لوبو بوخت وو، خو عمر یوازې ورته کتل.
هغه غوښتل د هغوی په څېر منډې ووهي او لوبې وکړي، خو نه یې شوای کولای، ځکه پولیو ناروغۍ یې د پښتو حرکت اخیستی و.
زما لا هم هغه دردناکه صحنه په یاد ده. هغه ظاهراً هیڅ نه ویل خو چوپتیا یې ډېر څه ویل. هغه ورځ مې یوازې یو فلج شوی ماشوم و نه لید، بلکې یوه کورنۍ مې ولیده چې ژوند یې د یوې داسې ناروغۍ له امله بدل شوی و، چې مخنیوی یې د واکسین په څو څاڅکو ممکن و.
هماغه صحنه وه چې زما د ژوند لوری یې بدل کړ.
زه د پکتیا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ د اورګوړ او هیلۍ کلیو اوسېدونکی یم. تر څوارلسم ټولګي پورې مې زده کړې کړې دي او له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولیو د مخنیوي په پروګرام کې د رضاکار په توګه کار کوم.
خلک کله ناکله له ما پوښتي چې ولې دې دا لاره وټاکله؟
زما ځواب تل یو وي: که یو ماشوم د پولیو په ناروغۍ اخته او فلج شي، یوازې هغه نه، بلکې ټوله کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کېږي. ما د خپلې سیمې د هغو ماشومانو ژوند له نږدې لیدلی چې د پولیو له امله یې د نورو ماشومانو په څېر منډې نه شوای وهلی، ښوونځي ته په اسانه نه شوای تللی او د ماشومتوب ډېرې خوښۍ یې له لاسه ورکړې وې.
هماغه وخت مې له ځان سره وویل، که زه د یوه بل ماشوم د داسې برخلیک د مخنیوي لپاره څه کولی شم، نو باید همدا کار وکړم.
ما درک کړه چې ډېرې ناروغۍ درملنه لري، خو پولیو داسې ناروغي ده چې که ماشوم پرې اخته او فلج شي، بېرته نه رغېږي. د ماشومانو د ساتنې تر ټولو اغېزناکه لار د ناروغۍ مخنیوی دی، او د پولیو مخنیوی یوازې د واکسین له لارې ممکن دی.
له همدې باور سره د پولیو د مخنیوي له پروګرام سره د رضاکار په توګه یوځای شوم.
د خپلې ټولنې ماشومانو ته خدمت د هدایت الله لپاره یوازې یوه دنده نه، بلکې یو انساني مسوولیت دی.
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
د باور جوړول، د واکسین په څېر مهم دي
د کمپاین په ورځو کې سهار وختي د پولیو واکسین د تطبیق ځایونو ته ځم او له خپلو همکارانو سره یوځای کار پیلوم. د ماشومانو د واکسینولو تر څنګ د اړتیا پر مهال له کورنیو سره خبرې کوم، هغوی واکسین ته هڅوم، پوښتنو او اندېښنو ته یې ځواب وایم او هڅه کوم د پولیو واکسین په اړه یې باور لا پیاوړی شي.
په لیرې سیمو کې ځینې کورنۍ لا هم د واکسین په اړه پوښتنې لري. زه هڅه کوم لومړی د هغوی خبرې واورم.
کله چې خلک احساس کړي چې څوک یې اندېښنې په رښتیا اوري، باور هم ورو ورو رامنځته کېږي.
وروسته په ارامۍ ورته تشریح کوم چې د پولیو واکسین خوندي دی او کولی شي د هغوی ماشومان له تلپاتې معلولیت څخه وساتي.
ډېری وخت، هماغه پلار یا مور چې په پیل کې اندېښمن وي، د خبرو له پای ته رسېدو وروسته خپل ماشوم په ډاډ واکسینوي. هماغه شېبې زما لپاره د دې کار تر ټولو ستر انعام دی.
هغه شېبې چې ستړیا هېروي
کله چې یوه کورنۍ په ډاډ خپل ماشوم واکسین کړي، احساس کوم چې زموږ هڅې بېپایلې نه دي.
زما لپاره دا یوازې د واکسین د څو څاڅکو ورکول نه دي؛ دا د یوه ماشوم د سالم راتلونکي د خوندي کولو او د یوې کورنۍ د ډاډ او هیلې د پیاوړتیا هڅه ده.
همدا باور ماته ځواک راکوي چې په هر کمپاین کې له هماغې مینې او ژمنتیا سره خپل کار ته دوام ورکړم.
زه باور لرم چې د پولیو له منځه وړل یوازې د روغتیايي کارکوونکو مسوولیت نه دی. کله چې د ټولنې مشران، دیني عالمان، رضاکاران او کورنۍ په ګډه کار وکړي، ډېر ماشومان خوندي پاتې کېږي او موږ له پولیو څخه پاک راتلونکي ته یو ګام نور هم نږدې کېږو.
افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی. له همدې امله، د پولیو د مخنیوي هر کمپاین ځانګړی اهمیت لري، په ځانګړي ډول په هغو لیرې سیمو کې چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی.
زما په اند، د دې مبارزې بریا یوازې د واکسین په رسولو پورې نه ده تړلې؛ د کورنیو باور، د ټولنې همکاري او د هر ماشوم د خوندي راتلونکي لپاره ګډ احساس هم پکې مهم رول لري.
هدایت الله په هر کمپاین کې هڅه کوي چې هېڅ ماشوم له پولیو واکسین څخه بېبرخې پاتې نه شي.
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
هغه هیله چې هره ورځ راسره وي
زما د دې سفر تر شا زما د کورنۍ ملاتړ هم مهم رول لري. هغوی تل ماته وايي چې د ماشومانو د روغتیا ساتنه، د ټولنې خدمت دی. همدا ملاتړ ماته ځواک راکوي چې خپلو هڅو ته دوام ورکړم.
هر ځل چې د کمپاین په پای کې وروستی ماشوم هم واکسین ترلاسه کړي، د عمر څېره مې ذهن ته راځي.
له ځان سره فکر کوم، که عمر هم پر خپل وخت واکسین ترلاسه کړی وای، ښايي نن به د نورو ماشومانو ترڅنګ په هماغه کوڅه کې په منډو او لوبو بوخت و.
همدا فکر ما ته هره ورځ یو نوی مسوولیت راپه زړه کوي.
زه هیله لرم هغه ورځ راورسېږي چې نور هېڅ ماشوم د عمر په څېر یوازې د نورو ماشومانو د لوبو ننداره ونه کړي. ټول ماشومان یو شان د سالم، فعال او هیلهمن راتلونکي حق لري.
تر هغې ورځې به زه خپل کار ته دوام ورکوم، ځکه باور لرم چې واکسین یوازې د ناروغۍ مخنیوی نه کوي؛ بلکې د یوه ماشوم د منډو، لوبو، خوبونو او د یوې کورنۍ د هیلو ساتنه هم کوي.

