یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

شوکت الله په دې اند دی چې له پولیو سره مبارزه د والدینو د باور په ترلاسه کولو بریالۍ کېږي. هغه په همدې انګېزه له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره کار کوي.
خوست، افغانستان (۱ چنګاښ ۱۴۰۵) – کله چې شوکت الله د احسان په نوم دوه کلن ماشوم ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل، د ورځې ټوله ستړیا یې هېره شوه. تر دې وړاندې د ماشوم پلار اندېښنې درلودې او نه یې غوښتل زوی یې واکسین شي.
خو شوکت الله د ماشوم د پلار خبرې په حوصله واورېدې، د هغه پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل او د پولیو د ناروغۍ د خطرونو او د واکسین د ارزښت په اړه یې معلومات ورسره شریک کړل. د خبرو په پای کې د ماشوم پلار قانع شو او خپل زوی یې واکسین کړ.
د شوکت الله لپاره، د یوې کورنۍ د نظر دا ډول بدلون د یوه ماشوم د سالم راتلونکي د خوندي کولو په معنا دي.
۲۹ کلن شوکت الله، چې د خوست ولایت د مرکز متون د حسن کوټ کلي اوسېدونکی دی، له تېرو اتو کلونو راهیسې د پولیو د واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي، څو د خپلې ټولنې ماشومان د تلپاتې فلج له خطره خوندي کړي.
هغه وايي: «هره ورځ چې له کوره وځم، یوازې یو هدف لرم؛ دا چې هېڅ ماشوم د پولیو له ګواښ سره مخ نه شي.»
شوکت الله یوه ماشوم ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکوي؛ هغه له تېرو اتو کلونو راهیسې د خپلو ټولنې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره کار کوي.
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
د هغه ورځ سهار وختي پیلېږي. له خپل ټیم سره کلي په کلي ګرځي، ماشومانو ته واکسین رسوي او له هغو والدینو سره خبرې کوي چې لا هم د پولیو واکسین په اړه اندېښنې یا پوښتنې لري.
هغه د احسان د کورنۍ تجربه یادوي او وايي: «ما د ماشوم له پلار سره په ارامۍ خبرې وکړې، د پولیو د ناروغۍ خطرونه مې ورته تشریح کړل او ورته ومې ویل چې د نننۍ پرېکړې اغېز د ماشوم پر ټول راتلونکي پاتې کېږي. کله چې یې ماشوم واکسین کړ، احساس مې وکړ چې زموږ هڅې بېځایه نه دي.»
د شوکت الله په وینا، د پولیو پر وړاندې د مبارزې یوه مهمه برخه د خلکو باور ترلاسه کول دي. کله چې یوه کورنۍ د واکسین پر ارزښت باور پیدا کړي، همدا باور له نورو کورنیو سره هم شریکوي او په پایله کې د واکسین منل اسانه کېږي.
هغه زیاتوي چې د تېرو اتو کلونو په ترڅ کې یې د خلکو په پوهاوي کې د پام وړ بدلون لیدلی دی. «هغه کورنۍ چې پخوا یې د واکسین په اړه شک درلود، اوس په خپله د خپلو ماشومانو د واکسین لپاره همکاري کوي. کله چې وینم والدین د خپلو ماشومانو روغتیا ته لومړیتوب ورکوي، احساس کوم چې زموږ د عامه پوهاوي هڅو رښتینی اغېز کړی دی.»
شوکت الله باور لري چې د پولیو له منځه وړل یوازې د روغتیايي کارکوونکو مسوولیت نه دی، بلکې د دغه ګډ هدف د ترلاسه کولو لپاره د هرې کورنۍ همکاري اړینه ده.
شوکت الله باور لري چې هر واکسین شوی ماشوم افغانستان د پولیو له منځه وړلو ته یو ګام نور هم نږدې کوي.
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
افغانستان لا هم د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې د پولیو ویروس پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی. که څه هم په وروستیو کلونو کې د واکسین کمپاینونو، د ټولنې د پوهاوي او د روغتیايي کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو له امله د واکسین پوښښ زیات شوی، خو هر هغه ماشوم چې واکسین نه شي، د پولیو له خطر سره مخ پاتې کېږي او ویروس ته د خپرېدو فرصت برابروي. له همدې امله، د واکسین هر کمپاین او د هرې کورنۍ همکاري د پولیو د له منځه وړلو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.
هغه وايي: «غواړم هغه ورځ ووینم چې پولیو نور د تاریخ برخه وي، نه د ماشومانو د ژوند یوه غمجنه کیسه. هغه ورځ چې هېڅ ماشوم د دې ناروغۍ له امله فلج نه شي، هر ماشوم ښوونځي ته ولاړ شي، لوبې وکړي او خپل راتلونکی په خپلو پښو تعقیب کړي.»
کله چې د ورځې په پای کې شوکت الله خپل کارونه پای ته رسوي او کور ته ستنېږي، د احسان د پلار وروستۍ خبرې یې په ذهن کې انګازې کوي. هغه ژمنه کړې چې له دې وروسته به خپل ماشوم په هر کمپاین کې پر وخت واکسینوي.
د شوکت الله لپاره، د ورځې تر ټولو لویه لاسته راوړنه یوازې د واکسین شوو ماشومانو شمېر نه دی؛ بلکې دا ډاډ دی چې یوه بله کورنۍ هم خپل ماشوم په راتلونکو کمپاینونو کې واکسینوي. نوموړی وايي، همدا ډاډ هغه ته له پولیو سره د مبارزې د دوام ځواک ورکوي.

