• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی

Homepage د ساحې کیسې هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی

هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی

PolioFreeAfghanistan
جولای 15, 2026
د ساحې کیسې

عبدالرحیم محمدي اته کاله مخکې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار پیل کړ. نن، که څه هم د پروګرام د همغږي کوونکي په توګه کار کوي، خو موخه یې هماغه ده؛ دا چې هېڅ ماشوم د پولیو ښکار نه شي، هغه ناروغي چې درملنه نه لري او د تلپاتې فلج لامل کېږي، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي.

ننګرهار، افغانستان (۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵) – د پولیو واکسین کمپاین د لومړۍ ورځې سهار دی. د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په شهیدانو مېنه کې عبدالرحیم محمدي د خپلو ټیمونو له غړو سره د ورځې پلان ارزوي. لږ وروسته ټیمونه د واکسین بکسونه پر اوږو کوي او د کلیو پر لور روانېږي.

د نوموړي لپاره دا د ماشومانو د خوندي کولو یو بل فرصت دی؛ ځکه پولیو ناروغي درملنه نه لري او مخنیوی یې یوازې د واکسین په وسیله ممکن دی.

۲۷ کلن عبدالرحیم په ۲۰۱۸ ز کال کې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه ورګډ شو. هغه مهال یې کور په کور ماشومانو ته د پولیو واکسین رساوه. له څو کلونو تجربې وروسته، اوس د پروګرام د همغږي کوونکي/کوارډینېټر په توګه کار کوي او د کمپاینونو په پلان جوړونه، د ټیمونو په همغږۍ، څارنه او ارزونه کې ونډه اخلي.

هغه وايي: «کله مې چې د رضاکار په توګه کار پیل کړ، ډېره هڅه مې کوله چې هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي، ځکه هر پاتې شوی ماشوم د پولیو ناروغۍ له خطر سره مخ کېدای شي.»

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

عبدالرحیم محمدي د پولیو واکسین کمپاین پر مهال د واکسیناتور کار څاري.

 

د کمپاین په ورځو کې د عبدالرحیم کار د دفتر تر حدودو محدود نه وي. د ورځې له لومړنۍ غونډې وروسته بېلابېلو سیمو ته ځي، د ټیمونو کار څاري، له کورنیو سره خبرې کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې واکسین ټولو ماشومانو ته رسېږي. د اړتیا په صورت کې خپله هم ماشومانو ته واکسین ورکوي او د والدینو پوښتنې ځوابوي.

د عبدالرحیم په وینا، له پولیو سره د مبارزې تر ټولو مهمه برخه د خلکو باور ترلاسه کول دي.

هغه د خپل کار یوه خاطره داسې بیانوي: «یوه ورځ د واکسین له ټیم سره یوه کور ته ورغلو، خو د ماشوم پلار د واکسین له ورکولو انکار وکړ. ویل یې، ماشوم مې روغ دی او واکسین ته اړتیا نه لري.»

دی وايي، لومړی یې د پلار خبرې او اندېښنې په غور واورېدې. وروسته یې ورته تشریح کړه چې پولیو ناروغي درملنه نه لري، یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي او دا یې هم ورته وویل چې که یو ماشوم هر څومره روغ ښکاري، بیا هم د پولیو له خطره خوندي نه وي، ځکه ناروغي تل له ښکاره نښو نه پیلېږي.

«ما ورته وویل، که یو ماشوم واکسین نه شي، نه یوازې خپله د تلپاتې فلج له خطر سره مخ کېږي، بلکې ویروس نورو ماشومانو ته هم لېږدولای شي. د څو څاڅکو واکسین ورکول یوازې د یوه ماشوم ساتنه نه ده، بلکې د ټولې ټولنې د ماشومانو د خوندي پاتې کېدو لپاره هم مهم دي.»

هغه وايي، له دې خبرو وروسته پلار قانع شو او اجازه یې ورکړه چې ماشوم یې واکسین کړي.

د ده په باور، که څه هم د کلونو په تېرېدو د پولیو واکسین په اړه د خلکو اندېښنې کمې شوې دي، خو لا هم ځینې والدین فکر کوي چې که ماشوم روغ ښکاري، واکسین ته اړتیا نه لري، یا طبیعي معافیت بسنه کوي.

د هغه په وینا، له همدې امله د کمپاین پر مهال له کورنیو سره خبرې کول او د روغتیايي معلوماتو شریکول د واکسین د تطبیق هومره مهم دي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

عبدالرحیم محمدي په روداتو ولسوالۍ کې د پولیو واکسین کمپاین پر مهال د واکسین له ټیم او ماشومانو سره.

 

عبدالرحیم زیاتوي: «خلک هغه وخت باور کوي چې احساس وکړي خبرو ته یې غوږ نیول کېږي. موږ لومړی د هغوی اندېښنې اورو او بیا هڅه کوو د کره روغتیايي معلوماتو پر بنسټ ځواب ورکړو. د علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ملاتړ هم له خلکو سره د باور په جوړولو کې ډېر اغېز لري.»

دغه کار یوازې د عبدالرحیم مسلکي تجربه نه ده زیاته کړې، بلکې هغه ته یې له خلکو سره د اړیکو جوړولو، د هغوی د اندېښنو د اورېدو او په حوصله د ستونزو د حل ارزښت هم ور زده کړی دی.

هغه وايي: «دغه کار راته وښوده چې د خلکو خدمت یوازې د یوې دندې ترسره کول نه دي، بلکې یو مسوولیت دی. هر ځل چې یو ماشوم واکسین کېږي، احساس کوم چې د هغه د خوندي او سالم راتلونکي لپاره مو یو مهم ګام پورته کړی دی.»

د عبدالرحیم پلار، ډاکټر عبدالغفار محمدي، چې خپله هم د طب له مسلک سره تړاو لري، د خپل زوی د کار په اړه د ویاړ احساس کوي.

هغه وايي: «د یوه پلار لپاره تر ټولو لویه خوښي دا ده چې خپل اولاد د خلکو په خدمت کې وویني. پولیو یوه داسې ناروغي ده چې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي، او زه خوشحاله یم چې زوی مې د ماشومانو د روغتیا د خوندي کولو په دې هڅه کې ونډه لري.»

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو هڅې د زرګونو روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو، همغږي کوونکو، د ټولنې د مشرانو او کورنیو پر ګډو هڅو ولاړې دي. عبدالرحیم باور لري چې د دغه ګډ کار هر کوچنی ګام کولی شي د یوه ماشوم ژوند له دایمي معلولیت څخه خوندي کړي.

هغه وايي: «هغه ورځ چې افغانستان له پولیو پاک شي، دا به یوازې د یوه پروګرام بریا نه وي؛ دا به د هغو ټولو کورنیو، روغتیايي کارکوونکو او ټولنو ګډه لاسته راوړنه وي چې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره یې کلونه زیار ایستلی دی.»

مخکینۍ موضوع
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
بله موضوع
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,