هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

د پروان ولایت په یوې لیرې غرنۍ سیمه کې، سلیمان حقیار له پنځلسو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي، څو هېڅ ماشوم د پولیو فلجوونکې ناروغۍ قرباني نه شي.
پروان، افغانستان (۲۰ غویی ۱۴۰۵) – «که یو ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله فلج شي، دا یوازې د یوې کورنۍ درد نه دی، بلکې د ټولې ټولنې درد دی.»
همدا فکر و چې پنځلس کاله مخکې یې د غوربند ولسوالۍ اوسېدونکی سلیمان حقیار د پولیو ضد واکسین کمپاینونو له ټیمونو سره یوځای کړ.
هغه مهال یې په خپله سیمه کې ولیدل چې ډېرې کورنۍ روغتیايي خدمتونو ته په اسانه لاسرسی نه لري او د واکسین په اړه هم معلومات محدود دي. د ماشومانو روغتیايي ستونزو پر هغه ژور اغېز وکړ او پرېکړه یې وکړه چې د حل یوه برخه شي.
نن، له پنځلسو کلونو وروسته، لا هم هماغه انګېزه ورسره ده.
د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ د سردره فندهقستان سیمه، چې د غرونو په منځ کې پرته ده، له هغو سیمو څخه ده چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پکې اسانه نه دی. ځینې کلي له یو او بل څخه لیرې پراته دي او رسېدل ورته ډېر کړاو غواړي. خو همدا لارې د سلیمان د ورځنیو فعالیتونو عادي برخه ګرځېدلې ده.
د کمپاین په ورځو کې یې ورځ له سهار وختي پیلېږي. له خپلو همکارانو سره د ورځې پلان جوړوي، واکسینونه او اړین توکي برابروي او بیا د هغو کورنیو پر لور روانېږي چې ماشومان یې د واکسین په تمه وي.
سلیمان حقیار د پولیو ضد واکسین له تطبیق وروسته د ماشومې ګوته په نښه کوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې نوموړې واکسین ترلاسه کړی دی.© له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
سلیمان وايي: «کله چې سهار له کوره وځم، یوازې دا فکر راسره وي چې هېڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نه شي. که لاره اوږده وي او که هوا سړه یا ګرمه وي، هڅه کوم هر ماشوم ته ځان ورسوم.»
خو د هغه په وینا، د پولیو ضد کمپاین یوازې د واکسین رسولو نوم نه دی. د دې کار یوه مهمه برخه د خلکو پوهاوی او د هغوی د باور ترلاسه کول دي.
کله چې سلیمان خپل کار پیل کړی و، د واکسین په اړه د ځینو کورنیو اندېښنې ډېرې وې. ځینو به د ناسمو معلوماتو او اوازو له امله د خپلو ماشومانو واکسین کولو ته زړه نه ښه کاوه. همدا وضعیت د هغه او د هغه د همکارانو لپاره یوه لویه ننګونه وه.
هغه وايي: «موږ به هڅه کوله چې له کورنیو سره په آرامۍ او درناوي خبرې وکړو. لومړی به مو د هغوی اندېښنې اورېدلې او بیا به مو د واکسین د ګټو په اړه معلومات ورسره شریکول.»
ځینې وختونه به د یوې کورنۍ د قناعت لپاره یوازې یوې لیدنې بسنه نه کوله. سلیمان او د هغه همکاران به څو ځله ورتلل، د هغوی پوښتنې به یې ځوابولې او د باور ترلاسه کولو لپاره به یې هغوی ته معلومات ورکول.
همدغو دوامداره هڅو ورو ورو بدلون رامنځته کړ.
اوس په دې سیمه کې د پخوا په پرتله د خلکو پوهاوی ډېر شوی دی. هغه کورنۍ چې یو وخت به شکمنې وې، اوس د کمپاین ټیمونو هرکلی کوي او د خپلو ماشومانو واکسینولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د کلونو کار په اوږدو کې د سلیمان ذهن ته ګڼې خاطرې ورګرځي، خو یوې یې تر ټولو زیات اغېز ورباندې کړی دی.
په یوه کمپاین کې، هغه او همکاران یې د غرونو ترمنځ یوې لیرې سیمې ته ولاړل. لاره اوږده او ستړې کوونکې وه، خو کله چې کلي ته ورسېدل، د ماشومانو واکسینول یې پیل کړل. ورو ورو د کلي خلک د جومات په انګړ کې راټول شول او د دوی د کار ننداره یې کوله.
سلیمان وايي، په پیل کې ځینې خلک ډاډمن نه وو، خو کله چې دوی له خلکو سره خبرې وکړې او معلومات یې ورکړل، فضا بدله شوه او خلکو له دوی سره همکاري پیل کړه.
د ورځې په پای کې، یو سپین ږیری سړی ورنږدې شو او ورته ویې ویل: «دا چې تاسو له دومره لیرې راځئ، موږ ته دا ډاډ راکوي چې زموږ د ماشومانو روغتیا درته مهمه ده. موږ هم باید د هغوی د ساتنې لپاره خپل مسوولیت ادا کړو.»
سلیمان وايي، د هماغه سپین ږیري خبرې یې تر اوسه نه دي هېرې کړې: «کله چې ستړی شم، هماغه خبرې رایادېږي. احساس کوم چې خلک زموږ هڅې ویني او ارزښت ورکوي.»
سلیمان حقیار د غوربند ولسوالۍ په یوه لیرې سیمه کې یو ماشوم واکسینوي. د هغه په وینا، هر ماشوم ته رسېدل د پولیو پر وړاندې د مبارزې مهمه برخه ده. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
د خلکو د باور زیاتوالی یوازې د سلیمان احساس نه دی؛ د سیمې مشران هم د بدلون شاهدان دي.
د سیمې یو مشر، حاجي انور وايي: «د پخوا په پرتله اوس د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده. ډېری میندې او پلرونه اوس په دې باور دي چې واکسین د ماشومانو د روغ او خوندي راتلونکي لپاره مهم دی، او هڅه کوي چې خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.»
افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې د پولیو ناروغي پکې بشپړه له منځه نه ده تللې. له همدې امله، د روغتیايي کارکوونکو، واکسیناتورانو، ټولنیزو مخورو او کورنیو ګډې هڅې د هر ماشوم د خوندي ساتلو لپاره مهمې دي.
د پولیو له منځه وړلو پروګرام د یونیسف او نورو شریکانو په ملاتړ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو د واکسینولو هڅو ته دوام ورکوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی.
د سلیمان لپاره، دا ماموریت لا هم پای ته نه دی رسېدلی. هغه وايي، د کار موخه یې دا ده، څو هر ماشوم فرصت ولري چې روغ او خوندي لوی شي.
نوموړی هغو میندو او پلرونو ته چې لا هم د واکسین په اړه اندېښنې لري، داسې پیغام لري: «پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې کولای شي ماشوم د ټول عمر لپاره فلج کړي. هر ماشوم باید په وخت واکسین شي، څو له دې خطره خوندي پاتې شي.»
هغه په ډاډ سره وايي: «هیله لرم هغه ورځ ژر ووینم چې افغانستان په بشپړ ډول له پولیو ناروغۍ څخه پاک اعلان شي. هغه ورځ به زموږ د کلونو هڅو تر ټولو ښکلی ثمر وي.»

