څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محیالدین سفر چې لا هم روان دی

د پنجشېر یو تجربهکار روغتیايي کارکوونکی له نږدې څلوېښتو کلونو راهیسې د واکسین په وسیله د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کار کوي او اوس خپله تجربه نوي نسل ته لېږدوي.
پنجشېر، افغانستان (۲۶ غویی ۱۴۰۵) – هر ځل چې محیالدین مخلص د واکسینونو د یخچالي خونې دروازه پرانیزي او د واکسینونو د حرارت درجه ګوري، یوازې د طبي موادو څارنه نه کوي؛ بلکې د هغو زرګونو ماشومانو د روغ راتلونکي ساتنه کوي چې د واکسینونو په برکت له خطرناکو ناروغیو خوندي کېږي.
د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ د بند جوي کلي اوسېدونکی محیالدین مخلص، چې اوس نږدې ۶۰ کلن دی، له څلورو لسیزو راهیسې د ماشومانو د روغتیا او واکسیناسیون په برخه کې کار کوي.
د هغه لپاره دا یوازې یوه دنده نه ده، بلکې یو اوږد ماموریت دی چې د ځوانۍ له کلونو راهیسې یې پیل کړی او تر نن ورځې یې دوام ورکړی دی.
محیالدین وايي: «هغه مهال چې د ښوونځي د دولسم ټولګي زدهکوونکی وم، په خپله سیمه کې مې د روغتیايي خدمتونو کمښت او د ناروغیو اغېزې له نږدې لیدلې، هماغه وخت مې پرېکړه وکړه چې د خلکو د خدمت لپاره د روغتیا له کاروان سره یوځای شم.»
په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې، کله چې په پنجشېر کې لومړنۍ روغتیايي کمېټه جوړه شوه، محیالدین د رضاکار په توګه د واکسیناسیون له ټیمونو سره یوځای شو. هغه وخت د واکسین په اړه عامه پوهاوی محدود و او ډېرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسین کولو په اړه شکمنې وې.
هغه زیاتوي: «ځینو کورنیو فکر کاوه چې واکسین ګټه نه لري او ځینې ترې وېرېدلې؛ خو موږ له هغوی سره په حوصله خبرې کولې، د هغوی پوښتنو ته مو ځوابونه ورکول او هڅه مو کوله چې د هغوی باور ترلاسه کړو.»
د خلکو باور ترلاسه کول اسانه نه وو.
په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې، کله چې محیالدین د رسمي روغتیايي کارکوونکي په توګه وپېژندل شو او د نرسینګ ډیپلوم یې ترلاسه کړ، هغه لا هم د هغو ننګونو شاهد و چې د واکسیناسیون پروګرامونه ورسره مخ وو.
محیالدین مخلص د پنجشېر د درې ولسوالۍ په یوه لیرې سیمه کې د واکسین شوي ماشوم ګوته د مارکر په وسیله په نښه کوي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
هغه د خپل کاري ژوند یوه خاطره داسې بیانوي: «د درې ولسوالۍ د پوجاوه درې یوه لیرې سیمه کې هېڅ کورنۍ نه حاضرېدله چې خپل ماشومان واکسین کړي، موږ څو ځله ورغلو او خبرې مو ورسره کړې خو هغوی نه قانع کېدل.»
وروسته مې د سیمې له مشر محمد بابا سره ولیدل او د واکسین د اهمیت په اړه مې ورسره خبرې وکړې.
«کله چې محمد بابا له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي، وضعیت بدل شو. د هغه د ملاتړ له امله ټول ماشومان واکسین شول.»
د دا ډول تجربو له لارې محیالدین زده کړل چې د واکسین په برخه کې تر هر څه مهم د خلکو باور دی.
هغه وايي: «د خلکو د قانع کولو تر ټولو مهمه لاره ښې اړیکې او باور جوړول دي.»
کلونه وروسته، په یوه بل کمپاین کې د نبام کرامان په کلي کې دوو کورنیو خپل ماشومان نه واکسینول. محیالدین د قومي مشرانو په مرسته له دغو کورنیو سره څو ځله خبرې وکړې تر هغه چې هغوی قانع شول او خپلو ماشومانو ته یې واکسین ورکړ.
د هغه په باور، دیني عالمان، قومي مشران او د ټولنې مخور د ماشومانو د روغتیا په خوندي کولو کې مهم رول لري.
هغه وايي: «کله چې د سیمې مشران او دیني عالمان د واکسین ملاتړ وکړي، خلک هم په اسانه قانع کېږي.»
محیالدین مخلص له یوې کورنۍ سره د واکسین د اهمیت په اړه خبرې کوي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
محیالدین د خپل اوږد کاري سفر په ترڅ کې د رضاکار، د عامه پوهاوي د مبلغ، سوپروایزر، کوارډینېټر او روغتیايي کارکوونکي په توګه بېلابېلې دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۰۵ کال کې هغه د پنجشېر ولایت د کولډ چین مدیر وټاکل شو، هغه مسؤلیت چې تر نن ورځې یې پر غاړه لري.
اوس د هغه ورځنی کار دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي واکسینونه او طبي مواد په مناسب حرارت کې وساتل شي او روغتیايي مرکزونو ته په خوندي او منظم ډول ورسېږي.
خو د عمر او تجربې له زیاتېدو سره سره، محیالدین یوازې په دفتر کې نه پاتې کېږي.
کله چې نوي رضاکاران او روغتیايي کارکوونکي ساحې ته ځي، هغه ډېر وخت ورسره ملګری کېږي، د کار لارې چارې ورښيي او خپله تجربه ورسره شریکوي.
دی زیاتوي: «زما هدف دا دی چې نوی ټیم په لنډ وخت کې مسلکي شي او خپل مسوولیتونه په ډاډه توګه ترسره کړي.»
د څلورو لسیزو په اوږدو کې هغه د خلکو په چلند کې هم لوی بدلون لیدلی دی.
پخوا به ځینې سیمې داسې وې چې ګڼو اوسېدونکو یې واکسین نه مانه، خو نن ورځ ډېری والدین په خپله خوښه خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي.
محیالدین دا بدلون د پوهاوي د دوامدارو هڅو، د ټولنې د مشرانو د ملاتړ او د روغتیايي کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو پایله بولي.
نن، کله چې هغه خپل اوږد سفر ته ګوري، د راتلونکي په اړه هیلهمن دی.
د هغه لپاره د بریا تر ټولو لویه نښه دا ده چې ماشومان روغ لویان شي او هغه درد تجربه نه کړي چې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي.
هغه هغو میندو او پلرونو ته چې لا هم خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي، ساده خو مهم پیغام لري: «ماشومان د خدای نعمت دی. موږ باید هغوی له ناروغیو وساتو. واکسین د ماشومانو د سالم او روښانه راتلونکي لپاره ضروري دی.»
له نږدې څلوېښتو کلونو خدمت وروسته، محیالدین لا هم باور لري چې هر واکسین شوی ماشوم افغانستان د یوه سالم او خوندي راتلونکي په لور یو ګام نور هم نږدې کوي.

