پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) – د ننګرهار د پچېراګام ولسوالۍ په لیرې سیمو کې، چېرې چې د سهار لومړنۍ وړانګې لا د “لاندې صبرخانانو” کلي پر کورونو نه وي لګېدلې، یو ځوان د خپلې سیمې د ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره چمتو کېږي.
دا ۲۶ کلن امین الله رحیمزی دی؛ هغه ځوان چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې د خپل کلي د ماشومانو د ژوند خوندي کولو او له دایمي معلولیت څخه د هغوی د ساتنې لپاره وقف کړي دي.
امین الله یوازې یو رضاکار نه دی، بلکې هغه د خپلې ټولنې او د پولیو د له منځه وړلو د سختې مبارزې ترمنځ یو حیاتي پل دی.
د ورځې پیل او د عزم لاره
د پولیو واکسین کمپاین ورځې د امین الله لپاره د مسوولیت له درانه احساس سره پیل کېږي: «کله چې نور خلک لا ویده وي، زه خپل ورځنی پلان جوړوم.» امین الله په داسې حال کې چې د واکسین شین بکس پر اوږه کوي، په ارامه لهجه وايي، د هغه سفر اسانه نه دی؛ هغه باید د غرنیو لارو، تنګو کوڅو او کله ناکله له سختو طبیعي شرایطو سره مقابله وکړي. خو د هغه په وینا، تر هر ماشوم پورې د واکسین د دوو څاڅکو رسول هغه ستره موخه ده چې په دې لاره کې ټولې ستړیاوې ورته هېڅ ښکاري.
په داسې سیمو کې چې دودیز ارزښتونه پکې خورا پیاوړي دي، امین الله په دې پوهېږي چې یوازې د واکسین رسول بسنه نه کوي. هغه باید د خلکو زړونه وګټي. هغه له کورنیو سره په خورا ادب او درناوي خبرې کوي، د هر کور له مشر سره جلا کښېني او د واکسین اهمیت په ساده ژبه ورته تشریح کوي.
د سلامتۍ څاڅکي؛ د پچېراګام پر سختو لارو د ماشومانو د ژوند ژغورنې هڅه © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
د شکونو ماتول او د باور رامنځته کول
په پچېراګام کې، لکه د ډېرو نورو لیرې سیمو په څېر، د واکسین په اړه ناسم تبلیغات او غلط فهمۍ لا هم یوه ننګونه ده. ځینې کورنۍ د وېرې له امله زړه نازړه وي. امین الله دلته د یو ماهر پیغام رسونکي رول لوبوي. هغه وايي: «زه هېڅکله په قهر یا فشار سره څوک نه قانع کوم. زموږ وسیله نرمه ژبه، صبر او درناوی دی.»
امین الله د خپلو خبرو د اغېز لپاره د ټولنې ژوندي مثالونه کاروي. هغه میندو او پلرونو ته د هغو ماشومانو کیسې کوي چې واکسین شوي او نن روغ رمټ ګرځي، او په مقابل کې یې د هغو ماشومانو د ژوند تریخ انځور هم ورته وړاندې کوي چې د واکسین نه کولو له امله د ټول عمر لپاره فلج شوي دي. دا رښتینې کیسې د والدینو په زړونو کې د بدلون تخم کري.
د ټولنې یووالی: د بریا کیلي
د امین الله کیسه د یو فرد کیسه نه ده؛ دا د یوې ټولنې د یووالي داستان دی. په دې مبارزه کې د سیمې مشران هم د هغه تر څنګ ولاړ دي. الله نظر، چې د کلي یو مخور سپین ږیری دی، د امین الله د کار په اسانتیا کې مهم رول لري.
الله نظر په ټینګار سره وايي: «د ماشومانو د ژوند ساتنه زموږ ګډ مسوولیت دی. راځئ له شک او وېرې ډډه وکړو. که موږ یو موټی شو، نه یوازې خپل کلی بلکې ټول هېواد له پولیو پاکولی شو.»
د هغه دا خبرې د کلي په هره حجره کې د اعتماد فضا رامنځته کوي.
بلخوا، دیني عالمان د دې مبارزې معنوي ستنې جوړوي. مولوي عبدالمومن، چې د سیمې د جامع جومات خطیب دی، د منبر له لارې خلکو ته دا پیغام رسوي چې د روغتیا ساتنه یو دیني مسوولیت دی. هغه په خپلو خطبو کې په روښانه ټکو وايي: «اسلام د ژوند ساتنې او د ناروغیو د مخنیوي سپارښتنه کړې ده، د پولیو واکسین د همدې مسوولیت یوه مهمه برخه ده.»
د نوموړي دا غږ نورو علماوو ته هم یو بلنه ده چې په خپلو سیمو کې د عامه پوهاوي په برخه کې مخکښ شي.
ګډ عزم؛ کله چې د کلي مشران او رضاکاران د پولیو ختمولو لپاره یو موټی کېږي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
د بدلون زیری
د دې ګډو هڅو پایله اوس په “لاندې صبرخانانو” کلي کې په ښکاره لیدل کېږي. هغه فضا چې یو وخت پکې شکونو ځای درلود، اوس پکې د پوهاوي او همکارۍ روحیې ځای نیولی دی. خلک اوس پوه شوي چې دا دوه څاڅکي د دوی د اولادونو د سالم راتلونکي تضمین دی.
امین الله رحیمزی، په داسې حال کې چې د ورځې په پای کې د خپلو ملګرو سره د کلي له یوې کوڅې تېرېږي، په موسکا سره خپل وروستی پیغام داسې شریکوي: «د پولیو ناروغۍ ختمول یوازې د رضاکارانو کار نه دی، دا د هر کور، هر مور او پلار مسوولیت دی.»
هغه باور لري چې کله والدین، دیني عالمان او د ټولنې مشران د همدې ګډې موخې لپاره لاسونه سره ورکړي، نو ډېر ژر به هغه ورځ راشي چې افغانستان په ویاړ سره له پولیو ویروس څخه پاک هېواد اعلان شي.
د امین الله لپاره، دا یوازې یو خوب نه، بلکې یو حقیقت دی چې هغه یې د پچېراګام پر هر ګوټ په خپلو پښو لټوي.

