• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په افغانستان کې د پولیو ویروس خپرېدو دوام؛ پنځمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

Homepage د پولیو پیښې په افغانستان کې د پولیو ویروس خپرېدو دوام؛ پنځمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

په افغانستان کې د پولیو ویروس خپرېدو دوام؛ پنځمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

PolioFreeAfghanistan
جون 18, 2023
د پولیو پیښې

کابل، افغانستان (۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې د پولیو ویروس خپرېدو لړۍ هم چټکه شوې او تازه د دغې ناروغۍ بله پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوې ده.

د پولیو دا نوې پېښه د دغه ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې او په دې ناروغي اخته ماشوم ۶ کاله عمر لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF اړوند د پولیو پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه سید وايي، دا چې دوبی د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ویروس د خپرېدو لپاره مساعد موسم دی، په افغانستان کې د پولیو پېښې ډېرې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په خواشینۍ سره د پولیو بله پېښه هم د هېواد د ختیځ زون اړوند د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې چې له دې سره په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د دې ناروغۍ پېښو شمېر پنځو ته لوړ شو.

دی وايي، د پولیو په ناروغي اخته شوې ماشومه ۶ کاله عمر لري او د ټول عمر لپاره معیوبه شوې ده.

نوموړي وویل: «د خواشینۍ ځای دی چې په افغانستان کې اوس هم ماشومان د پولیو په ناروغي اخته کېږي، له پولیو ناروغي د خوندي پاتې کېدو یوازینۍ لار د هر کمپاین پر مهال د ټولو ماشومانو واکسینول دي څو د هغوی د معافیت کچه لوړه شي.»

سید له والدینو او د کورنیو له سرپرستانو وغوښتل چې خپل ټول هغه ماشومان په منظم ډول واکسین کړي څو د پولیو له ناروغۍ وژغورل شي.

په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې تر دې دمه د هېواد په کچه د پولیو ۵ پېښې ثبت شوې چې ټولې په ننګرهار ولایت کې دي.

د دغو پېښو لومړۍ هغه په بټي کوټ، دویمه په کوټ، درېیمه په نازیان، څلورمه په بهسود او پنځمه په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت موده مخکې ویلي وو چې د هېواد په ختیځ زون کې د پولیو پېښو ډېرېدو لامل د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې ټیټه کچه ده چې لامل یې غربت او نور دي.

هغوی پر اړوندو بنسټونو او همکارو ادارو غږ کړی و چې د واکسیناسیون پروګرام تر څنګ دې د خلکو د روغتیا ساتتنې کچې لوړولو په برخه کې کار وکړي.

بل خوا د پولیو له منځه وړلو پروګرام مسوولینو ویلي چې جدي هڅې کوي څو په ختیځ زون کې د نورو چارو تر څنګ د نظارت کچه لوړه کړي او ټول ماشومان د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راولي.

دوی وايي، په یاده شوې حوزه کې به د سرتاسري او فرعي کمپاینونو تر څنګ نور اختصاصي او یا د پولیو د پېښو ځوابیه کمپاینونه هم پلي شي څو ژر تر ژره د دغه ویروس د لازیات خپرېدو مخه ونیول شي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو له منځه وړلو پروګرام د تخنیکي مشورتي ګروپ ناسته په دوحه کې پیل شوه
بله موضوع
د خپلو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مه مخ کوئ

اړوند مطالب

د پولیو پرله پسې څلورمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

کابل، افغانستان (۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په ننګرهار کې د پولیو...

د پولیو درېیمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

کابل، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۲) – په ننګرهار کې د...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,