• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو درېیمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

Homepage د پولیو پیښې د پولیو درېیمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

د پولیو درېیمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

PolioFreeAfghanistan
مې 25, 2023
د پولیو پیښې, د پولیو تازه معلومات

کابل، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۲) – په ننګرهار کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې چې له دې سره په روان کال کې د هېواد په کچه د پولیو پېښو شمېر دریو ته ورسېد.

د پولیو په ناروغي اخته شوی ماشوم دوه نیم کاله عمر لري او د دغه ولایت د نازیانو ولسوالۍ اړوند د لنډي جومات کلي اوسېدونکی دی.

په دې اړه له عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ننګرهار او په ټوله کې د هېواد ختیځ زون د پولیو له لوړ ګواښ سره مخ دي، ځکه مخکې هم هلته د پولیو ویروس محیطي پېښې موجودې وې او په ناپاکو اوبو او ککړ چاپېریال کې د پولیو ویروس شتون تثبیت شوی و.

سرچینه زیاتوي، په نازیانو ولسوالۍ کې- چېرې چې دا پېښه ثبت شوې- د خلکو د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې وضعیت کمزوری دی.

د خبرپاڼې په حواله، په ککړ چاپېریال کې د پولیو ویروس تر ډېره ژوندی پاتې کېږي، کله چې ماشومان په دغسې یوه چاپېریال کې لوبې کوي نو ډېر ژر د دغه ویروس تر برید لاندې راځي او ورباندې اخته کېږي چې له بده مرغه بیا یې درملنه نه کېږي او په پایله کې د تل لپاره فلج کېږي او یا ژوند له لاسه ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد که څه هم د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې وروستي پرمختګونه ستایي خو په ختیځه حوزه کې یې د پولیو د تازه پېښو په تړاو اړوندو روغتیايي ادارو ته لارښونه کړې چې په دې حوزه کې د واکسیناسیون فعالیتونه لا غښتلي او چټک کړي څو د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي او ماشومان له دغې خطرناکې ناروغۍ خوندي شي.

بل خوا د پولیو د له منځه وړلو ملي عملیاتي بېړني مرکز مشر ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن د پولیو د دغې نوې پېښې په اړه خواشیني څرګندوي او وايي، په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د ختیځ زون په ګډون په ټول هېواد کې د پولیو واکسین ۱۲ کمپاینونه شوي چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ډېر کمپاینونه دي.

خو نوموړی زیاتوي، له دې سربېره دغلته درې ماشومان چې د واکسین کمپاین په ټولو پړاوونو کې واکسین شوي هم وو، په دې ناروغي اخته شول او دا د دې معنا لري چې یوازې د واکسین په وسیله د پولیو ناروغۍ مخنیوی نه شي کېدای.

هغه وویل: «یوازې واکسین کفایت نه کوي، تر څنګ یې باید د روټین پر پیاوړتیا کار وشي؛ د حفظ الصحې رعایتولو لپاره باید امکانات برابر شي، ځکه ډېرې کورنۍ اوبو ته لاسرسی نه لري؛ د خوارځواکۍ مخنیوی باید وشي چې د غربت او نړیوالو بندیزونو له امله ورځ تر بلې لا پسې بدتره کېدونکې ده؛ دغه راز په لرو سیمو کې لومړنیو روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کچه ټیټه ده، کله چې خلک لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري نو څنګه کولای شو هلته د پولیو ناروغۍ مخنیوی وکړو؟»

نوموړي د دې تر څنګ د پوهاوي کچې پر لوړولو هم ټینګار وکړ چې د ده په وینا، د پولیو په مخنیوي کې اغېزناک رول لري.

په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د یادې شوې پېښې په ګډون د هېواد په کچه د پولیو درې پېښې ثبت شوې چې ټولې په ننګرهار ولایت کې دي، د دغو پېښو لومړۍ هغه د دغه ولایت په بټي کوټ، دویمه په کوټ او درېیمه په نازیانو ولسواليو کې ثبت شوې دي.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو ۵۶، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ او په ۲۰۲۲ کال کې ۲ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو د له منځه وړلو پروګرام جدي هڅې کوي چې د هېواد د نورو زونونو تر څنګ په ختیځ زون کې د بېلابېلو لارو چارو تر څنګ د نظارت کچه لوړه کړي او ټول ماشومان د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راولي څو د پولیو ویروس د بقا او خوندي پاتې کېدو لپاره هیڅ تشه پاتې نه شي او په راتلونکې کې نور ماشومان په دې ناروغي اخته نه شي.

په پام کې ده چې په دې حوزه کې د سرتاسري او فرعي کمپاینونو تر څنګ نور اختصاصي او یا د پولیو د پېښو ځوابیه کمپاینونه هم پلي شي څو د دغه ویروس د لا ډېر خپرېدو مخنیوی وشي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو پروګرام د مشرتابه اوونیزه ناسته جوړه شوه
بله موضوع
د پولیو پرله پسې څلورمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

اړوند مطالب

د ټلیفوني اړیکو مرکز فعالول؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د غوره مدیریت لپاره اغېزناک ګام

کابل، افغانستان (۳۰ وږی ۱۴۰۲): د پولیو له منځه وړلو...

د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو رول په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو

بلخ، افغانستان (۵ وږی ۱۴۰۲): د هېواد په شمال زون...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,