د دولتشاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې

لغمان، افغانستان (۲۶ وری ۱۴۰۵) – د سهار پنځه بجې دي. لا د لغمان د «دولتشاه» ولسوالۍ د دنګو غرونو تر شا لمر نه دی راختلی، خو ۲۷ کلن حمید لا دمخه خپل اړین توکي چمتو کړي او د «خواجه خندو نویا» سیمې په لور روان دی.
دلته طبیعت د خپلې ټولې ښکلا ترڅنګ، یو سخت ازمایښت هم دی. لارې پېچلې دي او د کلیو ترمنځ واټن اوږد دی چې ساعتونه پلي مزل ته اړتیا لري.
حمید، چې د دې سیمې له لوېشت لوېشت سره بلد دی، په داسې حال کې چې ساه یې لنډه لنډه کېږي، وایي: «کله چې فکر کوم زما دا مزل د یو ماشوم د فلج مخه نیولای شي، نو د ستړیا احساس نه کوم.»
له یوې لسیزې زیاته تجربه
حمید یوازې یو کارکوونکی نه دی، هغه د دولتشاه ولسوالۍ د روغتیایي تاریخ یوه برخه ده.
هغه ۱۳ کاله وړاندې په داسې حال کې دا کار پیل کړ چې ایله یې د ځوانۍ په درشل قدم ایښی و. څلور کاله یې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار وکړ او په هر ډول شرایطو کې یې د خپلې سیمې تر ماشومانو واکسین ورساوه؛ نن چې هغه د سوپروایزر په توګه د دویم سیکشن او اتم کلستر مشري کوي، تر شا یې د اوږدې مودې کار تجربه پرته ده.
هغه د خپلو لومړنیو تجربو په یادولو سره وایي: «زه لا تنکی ځوان وم چې د یوې ټولنیزې فاجعې په مانا پوه شوم؛ هغه فاجعه چې د پولیو ویروس له امله رامنځته کېږي. کله مې چې د خپلو کلیوالو ماشومانو په وجود کې د بېوسۍ نښې ولیدې، نو پوه شوم چې غفلت څومره درنه بیه لري. ما ځان ته وویل چې نور باید د ماشومانو روغتیا زما لومړیتوب وي. نن زه دلته د خپل هغه ارمان پوره کولو لپاره ولاړ یم، څو بل هېڅ ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله د خپل وجود د اندامونو بېحسي تجربه نه کړي.»
په ساحه کې د واکسین بهیر دوام لري؛ ټیم هم مهاله د ماشومانو ثبت او د پوښښ بشپړولو ته پاملرنه کوي© له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
د سوپروایزر رول؛ له نظارت تر ملاتړ
د حمید دنده یوازې په دفتر کې ناسته نه ده، هغه د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال د یو لارښود په توګه کار کوي. د هغه مسوولیت د دموړ نویا له کلي نیولې د هرویش یک تر درې پورې غځېدلی دی.
هغه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د واکسین تودوخه په سمه درجه کې ده، ټیمونه په خپل وخت ساحې ته رسېدلي او تر ټولو مهمه دا چې هر ماشوم ته واکسین رسېدلی دی.
حمید وایي: «د سوپروایزر په توګه زما دنده یوازې د راپور ډکول نه دي. زه غواړم د خپلو ټیمونو ترڅنګ په ساحه کې و اوسم. کله چې یو رضاکار ستړی شي، یا له یوې انکاري کورنۍ سره مخ شي، زه هلته حاضر یم څو مرسته ورسره وکړم، موږ ټول د یوه ټیم په توګه کار کوو.»
له ناسمو باورونو سره مبارزه؛ د صبر او استدلال بریا
په داسې سیمو کې چې د پوهې کچه ټیټه وي، د پولیو واکسین په اړه ناسم معلومات او اوازې د یو دېوال په څېر د روغتیايي کارکوونکو په وړاندې درېږي.
حمید له داسې پېښو سره ډېر مخ شوی دی، هغه یوه کیسه یادوي: «یو ځل له یوې داسې کورنۍ سره مخ شوم چې د یوې ناسمې اوازې له امله یې د خپل ماشوم له واکسینولو ډډه کوله. هغوی فکر کاوه چې واکسین د ماشوم راتلونکي ته زیان رسوي. خو ما او زما ټیم شاوخوا یو ساعت د هغې کورنۍ له مشرانو سره خبرې وکړې. هغوی ته مې د اسلامي لارښوونو او طبي شواهدو په رڼا کې د واکسین ارزښت بیان کړ. بالاخره کله چې پلار قانع شو او ماشوم یې د واکسین لپاره راوړ، ما داسې احساس وکړ چې یو جنګ مې ګټلی دی.»
هغه په ټینګار سره وایي چې په داسې حالاتو کې «نرمه ژبه، حوصله او متقابل احترام» زموږ تر ټولو قوي وسیلې دي.
د واکسین له تطبیق وروسته، د ماشوم ګوته په نښه کېږي.© له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
د بریا په لور ګامونه؛ د خلکو د لیدلوري بدلېدل
د کلونو دوامداره هڅو اوس رنګ راوړی دی. حمید په خوښۍ سره وایي چې اوس د خلکو باور د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوی دی.
نن سبا د دولتشاه په کلیو کې پلرونه او میندې په خپله د واکسین د ټیمونو پوښتنه کوي. دا بدلون د حمید په څېر د زرګونو هغو کسانو د هڅو پایله ده چې په ټولنه کې یې د باور جوړونې لپاره کار کړی دی.
د حمید لپاره تر ټولو لویه جایزه د کمپاین په پای کې د مارکرانو هغه رنګ دی چې د ماشومانو پر نوکانو پاتې وي.
«کله چې زه د ورځې په پای کې وینم چې ټول ماشومان واکسین شوي او د فلج له ګواښه خوندي شوي دي، زما ټوله ستړیا له منځه ځي، دا زما لپاره تر ټولو لویه خوښي ده.»
د راتلونکي لپاره یوه هیله
حمید لا هم ځوان دی او غواړي تر هغې خپلې دندې ته دوام ورکړي، څو چې افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه ونه وځي چې لا هم پولیو په کې شتون لري.
هغه باور لري چې که د ټولنې هر غړی خپله برخه مسوولیت ادا کړي، نو د پولیو ناروغۍ تور سیوری به د تل لپاره د افغان ماشومانو له سرونو لیرې شي.
حمید په داسې حال کې چې د خپل هدف په لور خپلو قدمونو ته دوام ورکوي، خپلې خبرې داسې پای ته رسوي: «زموږ ماشومان حق لري چې پر خپلو پښو وګرځي، ښوونځي ته لاړ شي او د وطن په جوړولو کې برخه واخلي. زه دلته یم څو د هغوی د دغه حق دفاع وکړم. پولیو به ماتې خوري، ځکه چې په دې برخه کې زموږ هوډ پیاوړی دی.»

