• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

Homepage خبرپاڼې په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

PolioFreeAfghanistan
اپریل 12, 2026
خبرپاڼې

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم ۲۵مه /  د ۱۴۰۵ هـ ش کال د وري ۲۴مه   

کابل، افغانستان – د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۶ز کال لپاره د پولیو (ګوزڼ) واکسین لومړی ملي کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین د روان مېلادي کال د اپرېل له ۱۳مې تر ۱۶مې پورې د دریو ورځو لپاره د هېواد په ټولو حوزو کې پلی کېږي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا (۱۲،۶) میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي. دا کمپاین په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له امله ځنډېدلی او په غور ولایت کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

د دغه کمپاین په ترڅ کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامین اې (A) هم ورکړل شي چې د هغوی د سترګو، پوستکي او معافیت سیسټم په روغ ساتلو کې مرسته کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، الحاج مولوي نور جلال جلالي وویل: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو همکارانو سره په ګډه ژمن دی چې په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس مخه ونیسي. موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو او د پولیو واکسین کمپاینونو او نورو اړینو روغتیايي خدماتو به تر هغې دوام ورکړو، څو پولیو ناروغي په بشپړه توګه له افغانستانه له منځه یوسو.»

نوموړي زیاته کړه:«دا ډېره مهمه ده چې د ټولنې ټول اغېزناک کسان، لکه دیني عالمان، قومي مشران او والدین په ټول هېواد کې د پولیو واکسین له ټیمونو ملاتړ وکړي. موږ له ټولو خلکو په درناوي غوښتنه کوو چې د پولیو پر وړاندې مبارزه کې خپله ونډه واخلي او د افغانستان د ماشومانو ژوند او روغتیا خوندي کړي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یوازې په پولیو واکسین سره شونی دی. پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدای شي. دا مهال په هېواد کې د پولیو ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.

له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین کولای شي د خپلو ماشومانو په واکسینولو هغوی له دایمي فلج څخه خوندي کړي. قومي مخور کولای شي د خپلو سیمو خلک وهڅوي څو هغوی خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره مرسته وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.

د واکسین ټیمونه د کمپاین په جریان کې ستاسو د سیمې په ټاکل شوو ځایونو کې شتون ولري. له والدینو او پالونکو څخه غوښتنه کوو چې له دغو ځایونو څخه ځان خبر کړي او خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین لپاره راولي.

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره:

الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالی، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسوول

موبایل: +93704925448

ایمېل: qudus.baryalai@poliofree.af

د اړیکو د مرکز وړیا شمېره: ۱۴۱

مخکینۍ موضوع
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
بله موضوع
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې

اړوند مطالب

د عامې روغتیا وزارت په ختیځ زون کې د پولیو جزوي زرقي (fIPV) او څاڅکو (OPV) واکسین ګډ کمپاین پیل کړ

کابل، افغانستان- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت...

په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,