په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

له شکونو تر باور پورې – د یوې مېرمنې کیسه چې د ټولنې له منځه یې د بدلون لړۍ پیل کړه
پنجشېر، افغانستان (۲۱ وری ۱۴۰۵) – د پنجشېر ولایت د شتُل ولسوالۍ د دهکلان سیمې اوسېدونکې سونم د هغو مېرمنو له ډلې ده چې د کلونو پرلهپسې هڅو له لارې یې د خلکو د فکر او چلند په بدلون کې د پام وړ بدلون راوستی دی.
هغه چې نن د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د سوپروایزرې په توګه د څو ټیمونو مشري کوي، خپل دا سفر یې کلونه وړاندې د یوې رضاکارې په توګه پیل کړی و.
سونم، چې د انګلیسي ادبیاتو له څانګې فارغه ده، خپله مسلکي لاره یې د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ وټاکله. که څه هم د هغې زدهکړې له روغتیايي برخې سره مستقیم تړاو نه درلود، خو د ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښنې او د مسوولیت احساس هغه دې ته وهڅوله چې د پولیو د مخنیوي په هڅو کې ونډه واخلي.
هغې په ۱۳۹۰ کال کې د رضاکارې په توګه کار پیل کړ – هغه مهال چې په سیمه کې د پولیو ناروغۍ په اړه پوهاوی محدود و او د خلکو ترمنځ بېلابېلې اندېښنې موجودې وې.
سونم وايي: «ډېرې کورنۍ د معلوماتو له کمښت سره مخ وې او د پولیو واکسین په اړه یې اندېښنې لرلې. موږ هڅه کوله له خلکو سره خبرې وکړو، د هغوی پوښتنو ته ځواب ووایو او ورو ورو د باور فضا رامنځته کړو.»
سونم، د پولیو واکسین د کمپاین سوپروایزره، د کورنیو د پوهاوي او باور جوړولو لپاره هڅه کوي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
په همدې لړ کې، سونم هڅه کوله کورنیو ته یو ساده او واضح پیغام ورسوي: پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده، خو مخنیوی یې اسانه دی.
هغه زیاتوي: «کله چې خلک پوه شي چې یوازې د واکسین دوه څاڅکي کولای شي یو ماشوم له تلپاتې فلج څخه وژغوري، نو پرېکړه کول ورته اسانه کېږي.»
همدغو دوامداره هڅو ورو ورو د خلکو نظر بدل کړ. دا بدلون په یوه ورځ نه، بلکې د کلونو په تېرېدو رامنځته شو.
نن ورځ، د سیمې خلک نه یوازې د واکسین کمپاینونو ته په مثبت نظر ګوري، بلکې د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه لا زیات مسوولانه چلند کوي.
سونم وایي: «تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا ده چې له څو کلونو راهیسې په پنجشېر کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، او دا د ټولو د ګډو هڅو پایله ده.»
د همدغه بدلون په دوام، اوس د سونم رول پراخ شوی دی. هغه اوس د ټیمونو همغږي او ملاتړ پر غاړه لري او هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، څو کمپاینونه په اغېزناکه توګه ترسره شي او د پولیو واکسین تر هر ماشوم پورې ورسېږي.
هغه وایي: «اوس زما مسوولیت دا دی چې ټیمونه منظم او فعال وساتم، خپلې تجربې ورسره شریکې کړم او د کار کیفیت ته پاملرنه وکړم.»
د دغو هڅو اغېز یوازې تر کمپاینونو نه دی محدود شوی، بلکې د ټولنې پام یې هم ځان ته را اړولی دی. د سیمې یو مشر، ملک عبدالستار وایي: «په داسې ټولنو کې د ښځینه کارکوونکو حضور ډېر مهم دی. سونم وکولای شول له میندو سره باور جوړ کړي، د هغوی اندېښنې واوري او په دې پوه یې کړي چې پولیو یوه داسې ناروغي ده چې د ماشوم ژوند د تل لپاره اغېزمنولای شي، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی ممکن دی.»
کورنۍ خپل ماشومان د پولیو واکسین لپاره راولي–د پوهاوي او باور یوه څرګنده نښه. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
هغه زیاتوي، کله چې کورنۍ د پولیو ناروغۍ د جدي پایلو او د واکسین د اغېزناکې ساتنې په اړه سم معلومات ترلاسه کړي، نو په ډېرې لېوالتیا د خپلو ماشومانو واکسینولو ته چمتو کېږي.
همدارنګه، د ماشومانو د روغتیا متخصص ډاکټر مهرالله باور لري چې د سونم رول یوازې تخنیکي نه دی، بلکې د پوهاوي او باور جوړونې له اړخه هم ژور اغېز لري.
هغه وایي: «سونم د روغتیايي خدماتو او ټولنې ترمنځ یو مهم ارتباطي پل دی. هغه نه یوازې د پولیو د خطرونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي، بلکې دا هم تشریح کوي چې واکسین څنګه کولای شي ماشومان له فلج څخه وساتي – دا هغه پوهه ده چې د خلکو د چلند په بدلون کې مهم رول لري.
د همدې باور او تجربې پر بنسټ، سونم خپل راتلونکی هدف هم روښانه ویني. هغه غواړي دا هڅې لا پراخې شي، څو هر ماشوم ته د روغ ژوند فرصت برابر شي.
هغه وایي: «زما هیله دا ده چې داسې ورځ راشي چې نور هېڅ ماشوم د پولیو له امله له فلج سره مخ نه شي. موږ باید خپل کار ته دوام ورکړو، ځکه چې لا هم زموږ مسوولیت پای ته نه دی رسېدلی.»
سونم باور لري چې د دوامداره پوهاوي، له خلکو سره د اړیکو ساتلو، او ګډو هڅو له لارې ممکنه ده افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راشي چې د پولیو ناروغي یې په بشپړه توګه له منځه وړې ده.

