• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

نه تم کېدل، تر هغه چې وروستی ماشوم خوندي شي

Homepage د ساحې کیسې نه تم کېدل، تر هغه چې وروستی ماشوم خوندي شي

نه تم کېدل، تر هغه چې وروستی ماشوم خوندي شي

PolioFreeAfghanistan
جنوري 15, 2026
د ساحې کیسې

لوګر، افغانستان (۲۵ مرغومی ۱۴۰۴) – محمد حکیم تمیم چې د پولیو واکسین بکس یې پر اوږه دی، د خپل ټیم له همکارانو سره یو ځای د محمد آغې ولسوالۍ د زاهد اباد کلي د پولیو واکسین په یوه محل کې د ماشومانو د راتګ په تمه دی خو په ذهن کې یې د ۱۰ کلن احمد انځور دی، چې د خپل کور مخې ته په ویلچییر کې ناست و او په حسرت یې د نورو ماشومانو د لوبو ننداره کوله.

محمد حکیم ۳۰ کلن دی او له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي.

هغه د هر کمپاین پر مهال د خپلې سیمې په ټاکل شوو محلونو کې ماشومان واکسینوي – هلته چې میندې او پلرونه خپل ماشومان د خوندي راتلونکي په هیله راولي. دا کار د ده لپاره یوازې دنده نه ده؛ بلکې هغه ژمنتیا ده چې د ده وجدان یې هره ورځ تازه کوي.

هغه لا هم د رضاکارۍ د لومړیو میاشتو یوه ورځ په یاد لري؛ هغه ورځ چې د واکسین لپاره د احمد کور ته ورغی. احمد چې پولیو ناروغۍ یې دواړې پښې فلج کړې دي، د خپل کور مخې ته په ویلچییر کې ناست و؛ سترګې یې د کوڅې پر هغو ماشومانو خښې وې، چې لوبې یې کولې. تر څنګ یې کوچنی ورور ولاړ و چې د واکسین وار یې رارسېدلی و. محمد حکیم هغه ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل.

د واکسین پر مهال، د احمد پلار چوپ ولاړ و. خو شېبه وروسته یې چوپتیا ماته کړه او په دردېدلي غږ یې وویل: «موږ اورېدلي وو چې د پولیو واکسین تاوان لري. بې له پوښتنې مو باور وکړ او احمد مو واکسین نه کړ، اوس چې هر سهار له خوبه پورته کېږم نو د خپلې بې‌پروایۍ بیه پرې کوم. کله چې د خپل زوی فلج شوو پښو ته ګورم چې په ویلچییر کې ناست وي او حرکت نه شي کولای، دا صحنه مې سخت دردوي.»

 

محمد حکیم تمیم د محمد آغې ولسوالۍ په زاهد اباد کلي کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

له دې سره د کور مخې ته فضا چوپه شوه او همدې چوپتیا د محمد حکیم لپاره د زرګونو خبرو معنا لرله.

هماغه ورځ، محمد حکیم له یوه بل پلار سره هم مخ شو؛ یو داسې پلار چې د مخ کرښو یې د کلونو درد کیسه کوله.

هغه وویل چې لور یې د پولیو ناروغۍ له امله د تګ او کار توان له لاسه ورکړی؛ ښوونځي ته نه شي تللای، له نورو ماشومانو سره نه شي لوبېدای، او هره ورځ یې د محدودیتونو تر سیوري لاندې تېرېږي.

د ماشومې پلار لږ تم شو، لکه د جملو د بشپړولو توان یې چې نه درلود. بیا یې ورو وویل: «هغه وخت نه پوهېدم خو اوس پوهېږم چې واکسین څومره ارزښتناک دی. که هغه مهال مې په اوازو باور نه وای کړی، ښايي اوس مې د لور ژوند بدل وای.»

دغو پېښو د محمد حکیم لپاره روښانه پیغام درلود: پوهاوی که ناوخته هم راشي، ارزښت لري او هر واکسین کولای شي د یوې بلې کورنۍ راتلونکی بدل کړي.

دی وايي: «هر ځل چې د دغو ماشومانو حالت را په یادوم نو ځان ته وایم، باید تم نه شم او خپل دغه مسوولیت ته دوام ورکړم څو بله مور او یو بل پلار دا درد تجربه نه کړي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کالو د کم عمر ماشومان اغېزمنوي. دا ناروغي درملنه نه لري، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی شونی دی.

 

د پولیو واکسین کمپاین پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

که ماشوم پر وخت او د کمپاین په هر پړاو کې واکسین نه شي، نو کېدای شي د پولیو په ناروغي اخته شي او د ټول عمر لپاره د فلج او معلولیت ښکار شي. سره له دې، ناسم معلومات، اوازې او بې‌باوري د دې لامل شوې چې ځینې ماشومان له واکسینه پاتې شي.

محمد حکیم وایي، پخوا ډېرې کورنۍ شکمنې وې، خو د وخت په تېرېدو د ده او د ده د همکارانو د دوامدارو هڅو په پایله کې دا فضا ورو ورو بدله شوه.

نن، د محمد آغې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې، میندې او پلرونه خپله د واکسین محل ته راځي، پوښتنې کوي، معلومات غواړي، او آن نورو ته هم پیغام رسوي چې خپل ماشومان راولي.

دا بدلون تصادفي نه دی؛ دا د کلونو صبر، صداقت او باور جوړونې پایله ده. هغه شېبې چې یوه مور یا یو پلار د خپل ماشوم لاس نیسي، خندا کوي، او په ډاډه زړه وایي: «زما ماشوم واکسین کړئ.»

همدا د محمد حکیم او د هغه د همکارانو لپاره د ټولو ستړیاوو انعام دی: «هغه وخت پوهېږم چې هڅې مو بې‌ځایه نه دي.»

نن، محمد حکیم یوازې یو رضاکار نه دی، بلکې د هغو ماشومانو غږ دی چې لا نه دی پورته شوی او د هغو میندو او پلرونو استازی دی چې غواړي خپل اولادونه له هغه درد څخه وژغوري چې دوی یې شاهدان پاتې شوي دي.

تر هغه چې وروستی ماشوم هم واکسین شي، د محمد حکیم په څېر رضاکاران به په هر محل کې ولاړ وي، څو هر ماشوم د سالم، خوندي او فعال راتلونکي فرصت ولري.

مخکینۍ موضوع
هغه دروازې چې په باور پرانیستل شوې؛ د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د صفی‌الله هڅې
بله موضوع
هغه دوه څاڅکي چې راتلونکی خوندي کوي

اړوند مطالب

یوه صحنه، یوه پرېکړه

د پولیو له امله د یوه فلج شوي ماشوم بې‌وسۍ...

یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

شوکت الله په دې اند دی چې له پولیو سره...

  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي
یکشنبه, 14, Jun
د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
دوشنبه, 8, Jun
«پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

Welcome back,