هغه دوه څاڅکي چې راتلونکی خوندي کوي

لغمان، افغانستان (۳۰ مرغومی ۱۴۰۴) – د لغمان ولایت د فراجغان درې د پیتک سیمه د غرونو په منځ کې پرته ده؛ یوه داسې سیمه چې لارې یې ستونزمنې او خدماتو ته لاسرسی پکې اسانه نه دی. خو د همدغو غرونو تر منځ، د عبدالباقي په نوم یو ځوان هره ورځ د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره یو ارام، خو ژور بدلون تعقیبوي.
نوموړی له تېرو څلورو کلونو راهیسې د پولیو واکسین پروګرام د همغږي کوونکي په توګه کار کوي.
هغه وايي، په پیل کې دا کار د ده لپاره یوازې یوه دنده وه، خو د وخت په تېرېدو یې احساس بدل شو: «کله چې یو انسان د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د نه جبرانېدونکو زیانونو نښې له نږدې وویني، نو بیا دا یوازې دنده نه پاتې کېږي؛ بلکې د وجدان غږ ګرځي.»
همدا حس دی چې نوموړی یې په هر ډول ستونزمنو شرایطو کې د کار دوام ته اړ ایستلی دی.
یوه واورینه ورځ، یو نه هېرېدونکی درس
یوه واورینه ورځ، چې لارې ستونزمنې او پلی مزل خطرناک و، عبدالباقي د غرونو تر منځ یوه لیرې کلي ته روان و؛ هر ګام یې په واوره کې ښخېده، خو هغه نه درېده، ځکه پوهېده چې دلته ډېر داسې ماشومان دي چې انتظار باسي څوک یې غږ واوري.
دغه مزل هغه د یوه کور تر دروازې ورساوه، چې تر شا یې د پولیو تر ټولو دردناک حقیقت پروت و. یو پلار، چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، خپل فلج شوی زوی ور وښود او ورو یې وویل: «زه نه پوهېدم، دا دوه څاڅکي به دومره ارزښت ولري چې د یوه ماشوم روغ ژوند به ورسره تړلی وي.»
هغه شېبه، له عبدالباقي څخه د واورې ساړه او د لارې ستړیا هېر شول. هغه د یوه پلار پښېماني، د یوه ماشوم چوپ درد او د یوې کورنۍ نه جبرانېدونکی تاوان په خپلو سترګو ولید. دا یوازې د تېر وخت کیسه نه وه؛ بلکې د راتلونکو ماشومانو لپاره یو خبرداری و.
عبدالباقي د ماشوم پلار ته وویل: «زه د همدې لپاره دلته راغلی یم چې بل ماشوم د دغه درد قرباني نه شي.»
د لغمان ولایت د فراجغان درې په پیتک سیمه کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو بهیر © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
له پوهاوي تر باور پورې
هغه څه چې له یوه کوره پیل شول، ورو ورو د ټول کلي تر کورونو ورسېدل. اندېښنې بدلې شوې، شکونه لیرې شول او پوهاوي خپل ځای وموند.
د کلي قومي مشر، خانالله، وایي: «موږ مخکې د پولیو نوم نه و اورېدلی، خو عبدالباقي موږ ته وښودله چې دا ناروغي څومره خطرناکه ده او د مخینوي لپاره یې واکسین څومره مهم دی.»
هغه زیاتوي، کله چې باور رامنځته شي، بدلون ژر راځي. کورنۍ اوس خپل ماشومان په خپله خوښه واکسین ته راولي، ځکه هغوی پوه شوي چې دا دوه څاڅکي د یوه ماشوم د سالم ژوند ضمانت دی.
د شک پر وړاندې خبرې، د وېرې پر وړاندې باور
سره له دې، لا هم ځینې کورنۍ د ناسمو معلوماتو او اوازو له امله اندېښنې لري؛ خو عبدالباقي د هغوی خبرې اوري، پوښتنو ته یې ځواب وایي او هڅه کوي هر ماشوم ته د رسېدو لار ومومي.
په دې لاره کې، دیني مشران هم مهم رول لري. د کلي د جومات امام، مولوي اسماعیل وایي: «د ماشومانو ساتنه د دین، عقل او وجدان غوښتنه ده.»
هغه ټینګار کوي چې د ماشوم روغتیا باید د شایعاتو او اوازو قرباني نه شي.
عبدالباقي له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خپله سیمه کې د پولیو واکسین کمپاین د همغږي کوونکي په توګه کار کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
هر ماشوم ارزښت لري
عبدالباقي باور لري چې د یوه ماشوم خوندیتوب، د یوې بشپړې ټولنې د راتلونکي خوندیتوب دی: «که یو ماشوم هم له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شي، زموږ هڅې بېنتیجې نه دي.»
د هغه په اند، که هر ماشوم خپل حق ترلاسه کړي او هېڅ یو د شک، ناپوهۍ یا غفلت له امله له واکسینه پاتې نه شي، نو پولیو ناروغي د تل لپاره له افغانستانه ورکېدای شي.
دا مبارزه روانه ده او هیلې ورسره ملې دي. دا د پولیو ناروغۍ په وړاندې د لومړۍ کرښې د هغو مبارزینو کیسه ده چې اوږدې لارې وهي، ستونزې زغمي او باور جوړوي، څو هر ماشوم د سالم ژوند چانس ولري.
ځکه یو ماشوم چې واکسین کېږي، یوازې له ناروغۍ نه ژغورل کېږي؛ بلکې بشپړه ټولنه د خوندي راتلونکي په لور ګام اخلي.

