هغه دروازې چې په باور پرانیستل شوې؛ د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د صفیالله هڅې

میدان وردګ، افغانستان (۲۰ مرغومی ۱۴۰۴) – د نرخ ولسوالۍ د کریمدادو کلي تنګې کوڅې د صفیالله امرخېل له ګامونو سره اشنا دي. د ده لپاره دا لارې یوازې د کورونو ترمنځ واټن نه دی، بلکې د باور او اندېښنو ترمنځ اوږده فاصله ده. صفیالله له تېرو اتو کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاین په لیکو کې د واکسیناتور په توګه کار کوي، خو دی خپله دنده د معاش یا رسمي مسوولیت تر پولې نه محدودوي. د ده په باور، دا کار یو انساني رسالت او یو وجداني مکلفیت دی چې د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي.
د ده په ذهن کې هغه ورځې لا هم ژوندۍ دي چې کله یې د واکسیناتورۍ کار پیل کړ. هغه مهال د پولیو واکسین په اړه شکونه ډېر وو. ځینو کورنیو پر واکسین باور نه درلود، ځینو به ویل چې د پولیو واکسین ماشومانو ته زیان رسوي او ځینو بیا د کافي معلوماتو نه لرلو له امله خپلې دروازې تړلې ساتلې. له واکسین څخه انکار سخته ننګونه وه، خو صفیالله مات نه شو. دی پوهېده چې دا مبارزه د فشار نه، بلکې د باور، حوصلې او خبرو مبارزه ده.
صفیالله وايي: «ما زده کړل چې د هرې تړلې دروازې تر شا د یوه پلار وېره او د یوې مور اندېښنه پرته وي. که ته د هغوی خبرې واورې، هغوی به ستا خبرې هم واوري.»
همدغه اصل د ده د کار لاره وټاکله. دی له ځان سره یوازې واکسین نه لېږدوي؛ بلکې دیني دلایل، طبي معلومات او د پخوانیو تجربو کیسې هم ورسره وړي. د والدینو اندېښنو ته غوږ نیسي، پوښتنې یې اوري او هڅه کوي شک په باور بدل کړي.
صفیالله د د نرخ ولسوالۍ په کریمدادو کلي کې د یوې کورنۍ غړو ته د پولیو واکسین په اړه معلومات ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د ده په ورځني کار کې صبر تر ټولو مهم اصل دی. ځینې کورنۍ په لومړي ځل د خپلو ماشومانو واکسینولو ته نه حاضرېږي او ځینې بیا د قناعت لپاره خبرو او دلایلو ته اړتیا لري. صفیالله دا ټول د خپلې دندې برخه ګڼي. دی باور لري چې اعتماد په یوه ورځ نه جوړېږي، بلکې د دې لپاره ډېرو هڅو او کار ته اړتیا ده.
د ده لا هم هغه کورنۍ په یاد ده چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو یې انکار کاوه. پلار په قهر و، مور وېره لرله او ماشومان له هر څه ناخبره وو. لومړۍ ورځ صفیالله تش لاس راوګرځېد. دویمه ورځ یې بیا هڅه وکړه، خو پایله یې ور نه کړه. درېیمه ورځ یې د کلي له ملا امام او مشر سره یوځای د هغوی دروازه ور وټکوله. خبرې اوږدې شوې؛ پوښتنې ډېرې وې، اندېښنې ژورې وې، خو صفیالله او ملګرو یې له حوصلې کار واخیست. بالاخره باور وزېږېد او ماشومان واکسین شول.
د واکسین له تطبیق وروسته هماغه پلار، چې په پیل کې یې انکار کاوه، په ارامۍ وویل: «که ستا دا زغم او اخلاص نه وای، شاید زموږ ماشومان د ټول عمر لپاره له واکسین څخه پاتې شوي وای او خدای مه کړه د پولیو په ناروغۍ به اخته شوي وای.»
دغو خبرو د صفیالله ستړیا جبران کړه او دا یې ثابته کړه چې هېڅ هڅه بېپایلې نه وي.
د کلي مشر حاجي عبدالرازق، چې هغه ورځ له صفیالله سره یوځای و، وايي: «صفیالله یوازې ماشومانو ته د پولیو واکسین نه تطبیقوي؛ بلکې د خلکو ذهنونه هم روښانه کوي. هغه زموږ د سیمې د باور ستنه ده.» د همدې باور له برکته، ورو ورو فضا بدله شوه. هغه کورنۍ چې یو وخت یې د خپلو کورونو دروازې د واکسیناتورانو پر مخ تړلې وې، نن په ډاډه زړه خپل ماشومان واکسین ته راولي.
صفیالله د پولیو واکسین کمپاین پر مهال یوه ماشوم ته واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
نن صفیالله امرخېل د ولسوالۍ په کچه یو پېژندل شوی نوم دی. ماشومان یې د نوم په اورېدو موسکا کوي، میندې یې د خیر په دعاوو کې یادوي او پلرونه ورسره همکاري کوي. دی باور لري چې د پولیو ناروغۍ په وړاندې مبارزه یوازې د واکسین په ورکولو نه بشپړېږي؛ بلکې عامه پوهاوي، د خلکو باور جوړونې او پرلهپسې هڅو ته اړتیا لري. د ده په وینا، پولیو درملنه نه لري او یوازې واکسین کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.
صفیالله هر کمپاین ته د نوې هیلې په سترګه ګوري. که څه هم لارې ستونزمنې دي او ځینې وختونه شکونه او پوښتنې لا هم شته، خو دی باور لري چې دا مبارزه به بریالۍ شي، ځکه دا د ماشومانو د ژوند لپاره ده.
دی وايي: «موږ یوازې د نن لپاره کار نه کوو، موږ د سبا لپاره کار کوو – د هغو ماشومانو لپاره چې باید روغ، پیاوړي او له وېرې پرته لوی شي.»
صفیالله پوهېږي چې بدلون تل په یو ګام نه راځي، خو دی باور لري چې هر ماشوم واکسین کېږي، په راتلونکي کې له یوې سترې ستونزې ژغورل کېږي او همدا د ټولنې لپاره ډېر ارزښت لري.
نن، په کریمدادو او د نرخ په نورو سیمو کې د پولیو پر وړاندې مبارزه د همدغو ارامو خو پرلهپسې هڅو پر مټ روانه ده. دا د هغو خلکو کیسه ده چې په بشپړ باور کار کوي او پوهېږي چې د ماشومانو روغتیا د هېڅ ډول ځنډ وړ نه ده.
همدا ژمنتیا ده چې دا هڅې ژوندۍ ساتي، څو هر ماشوم، هر ځای د روغ او خوندي راتلونکي حق ولري.

