کله چې باور د اندېښنې ځای ونیسي؛ د پولیو پر وړاندې د زرینې احمدي ارامه خو اغېزناکه مبارزه

پنجشېر، افغانستان (۹ مرغومی ۱۴۰۴) – د بازارک ولسوالۍ د ملسپه کلي کوڅې د ماشومانو د لوبو او عادي ورځني ژوند د شور شاهدې دي، خو همدلته داسې خاموشې هڅې روانې دي چې موخه یې یوازې د ماشومانو نن نه، بلکې د هغوی د راتلونکي خوندي کول دي.
زرینه احمدي، یوه افغانه مېرمن، له کلونو راهیسې په دې کلیو کې له والدینو سره مخامخ خبرې کوي؛ چې موخه یې یوازې واکسین نه، بلکې د باور او پوهاوي رامنځته کول دي.
زرینه له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د پولیو واکسین له کمپاینونو سره کار کوي. هغې خپل سفر د یوې عادي رضاکارې په توګه پیل کړ، هغه مهال چې په ټولنه کې د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی کم و.
دا وايي: «په پیل کې اسانه نه وه. ځینې کورنۍ اندېښمنې وې او ځینې نه پوهېدې چې د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ولې مهم دی. زه هم زړه نا زړه وم، خو پوهېدم چې که موږ هڅې ونه کړو، دا اندېښنې به همداسې پاتې شي.»
زرینې پرېکړه وکړه چې د خبرو، صبر او درناوي لاره خپله کړي. هڅه یې کوله تر هرې مور پورې ځان ورسوي، اندېښنې یې واوري او هره پوښتنه یې په ساده او عام فهمه ژبه ځواب کړي.
زرینه احمدي یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
هغې والدینو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه معلومات ورکول او هغوی ته یې په دې اړه پوهه ورکوله چې همدا دوه څاڅکي واکسین د ماشوم راتلونکی له فلج څخه خوندي کوي.
د وخت په تېرېدو، د خلکو چلند بدل شو. هغه کورنۍ چې پخوا به یې دروازې تړلې ساتلې، اوس د زرینې راتګ ته سترګې په لار وې. دا وايي: «کله چې خلک احساس کړي، ته د هغوی خبرې اورې او اندېښنې یې په درناوي ځوابوي نو باور رامنځته کېږي او کورنۍ په خپله پرېکړه کوي چې په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړي.»
زرینه باور لري چې د ښځینه رضاکارانو رول د پولیو د مخنیوي په هڅو کې ځانګړی ارزښت لري: «میندې له ښځینه رضاکارانو سره په اسانۍ خبرې کوي. خپلې اندېښنې شریکوي او کله چې قانع شي، نه یوازې خپل ماشوم واکسینوي، بلکې نورو ته هم سپارښتنه کوي.»
د هغې په وینا، همدا اړیکه ده چې شک په باور بدلوي.
په سیمه کې یو روغتیاپال، محمد شریف، وايي چې د زرینې په څېر ښځینه رضاکارانې د کورنیو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کوي. «کله چې پیغام د ټولنې له دننه راځي، خلک یې ژر مني. ښځینه رضاکارانې د کورونو دننه هغه اړیکه جوړوي چې له بلې لارې ممکنې نه دي.» د هغه په وینا، دا ډول باور د پولیو پر وړاندې تر ټولو مهمه وسیله ده.
یو بل ځوان ټولنیز فعال، محمد داود، هم ټینګار کوي چې د ښځینه رضاکارانو ونډه یوازې د واکسین تر تطبیق پورې محدوده نه ده: «ښځینه رضاکارانې میندو ته پوهاوی ورکوي او د هغوی تر منځ دا فکر پیاوړی کوي چې د ماشوم روغتیا یوازې د نن موضوع نه ده، بلکې د راتلونکي مسوولیت دی.»
زرینه احمدي له واکسین وروسته د یوه ماشوم ګوته په نښه کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
زرینې خپلې هڅې د همدې پوهاوي پر محور روانې ساتلې دي. دا والدینو ته روښانه پیغام لري: «واکسین یوازې څو څاڅکي دي، خو ارزښت یې ډېر لوی دی. دا څاڅکي کولای شي ستاسو ماشوم له تلپاتې معلولیت څخه وژغوري.»
هغه زیاتوي چې د ماشومانو روغتیا باید د هرې کورنۍ لومړیتوب وي، ځکه سالم ماشومان د سالمې ټولنې بنسټ جوړوي.
د زرینې په وینا، د پولیو مخنیوی یوازې د روغتیايي ټیمونو دنده نه ده: «کله چې کورنۍ همکاري وکړي، باور وکړي او پوهاوی ولري، نو هر کمپاین بریالی کېږي.»
همدا لامل دی چې هغه ځان یوازې واکسیناتوره نه بولي، بلکې د پوهاوي او باور یوه برخه یې ګڼي.
نن، د ملسپه کلي ماشومان د واکسین د کمپاین پر مهال د زرینې نوم اخلي او د هغې راتګ ته خوښي څرګندوي. کورنۍ یې ښه پېژني او فعالیتونو ته یې درناوی لري. دا بدلون په یوه ورځ نه دی راغلی، بلکې د کلونو دوامداره هڅو، صبر او اخلاص پایله ده.
زرینه احمدي د هغو زرګونو ښځینه رضاکارانو له ډلې یوه ده چې په ساده ګامونو لوی اغېز رامنځته کولای شي.
د هغې کیسه ښيي چې کله باور جوړ شي، شکونه کمېږي، پوهاوی زیاتېږي او خلک د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره عملي ګام اخلي.
همدا باور او ګډ مسوولیت د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د بریا لار هواروي او د افغانستان د ماشومانو لپاره د روغ او روښانه راتلونکي هیله ژوندۍ ساتي.

