• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې

Homepage د ساحې کیسې د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې

د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې

PolioFreeAfghanistan
اپریل 15, 2026
د ساحې کیسې

لغمان، افغانستان (۲۶ وری ۱۴۰۵) – د سهار پنځه بجې دي. لا د لغمان د «دولت‌شاه» ولسوالۍ د دنګو غرونو تر شا لمر نه دی راختلی، خو ۲۷ کلن حمید لا دمخه خپل اړین توکي چمتو کړي او د «خواجه خندو نویا» سیمې په لور روان دی.

دلته طبیعت د خپلې ټولې ښکلا ترڅنګ، یو سخت ازمایښت هم دی. لارې پېچلې دي او د کلیو ترمنځ واټن اوږد دی چې ساعتونه پلي مزل ته اړتیا لري.

حمید، چې د دې سیمې له لوېشت لوېشت سره بلد دی، په داسې حال کې چې ساه یې لنډه لنډه کېږي، وایي: «کله چې فکر کوم زما دا مزل د یو ماشوم د فلج مخه نیولای شي، نو د ستړیا احساس نه کوم.»

 

له یوې لسیزې زیاته تجربه

حمید یوازې یو کارکوونکی نه دی، هغه د دولت‌شاه ولسوالۍ د روغتیایي تاریخ یوه برخه ده.

هغه ۱۳ کاله وړاندې په داسې حال کې دا کار پیل کړ چې ایله یې د ځوانۍ په درشل قدم ایښی و. څلور کاله یې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار وکړ او په هر ډول شرایطو کې یې د خپلې سیمې تر ماشومانو واکسین ورساوه؛ نن چې هغه د سوپروایزر په توګه د دویم سیکشن او اتم کلستر مشري کوي، تر شا یې د اوږدې مودې کار تجربه پرته ده.

هغه د خپلو لومړنیو تجربو په یادولو سره وایي: «زه لا تنکی ځوان وم چې د یوې ټولنیزې فاجعې په مانا پوه شوم؛ هغه فاجعه چې د پولیو ویروس له امله رامنځته کېږي. کله مې چې د خپلو کلیوالو ماشومانو په وجود کې د بې‌وسۍ نښې ولیدې، نو پوه شوم چې غفلت څومره درنه بیه لري. ما ځان ته وویل چې نور باید د ماشومانو روغتیا زما لومړیتوب وي. نن زه دلته د خپل هغه ارمان پوره کولو لپاره ولاړ یم، څو بل هېڅ ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله د خپل وجود د اندامونو بې‌حسي تجربه نه کړي.»

 

په ساحه کې د واکسین بهیر دوام لري؛ ټیم هم مهاله د ماشومانو ثبت او د پوښښ بشپړولو ته پاملرنه کوي©  له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز

 

د سوپروایزر رول؛ له نظارت تر ملاتړ

د حمید دنده یوازې په دفتر کې ناسته نه ده، هغه د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال د یو لارښود په توګه کار کوي. د هغه مسوولیت د دموړ نویا له کلي نیولې د هرویش یک تر درې پورې غځېدلی دی.

هغه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د واکسین تودوخه په سمه درجه کې ده، ټیمونه په خپل وخت ساحې ته رسېدلي او تر ټولو مهمه دا چې هر ماشوم ته واکسین رسېدلی دی.

حمید وایي: «د سوپروایزر په توګه زما دنده یوازې د راپور ډکول نه دي. زه غواړم د خپلو ټیمونو ترڅنګ په ساحه کې و اوسم. کله چې یو رضاکار ستړی شي، یا له یوې انکاري کورنۍ سره مخ شي، زه هلته حاضر یم څو مرسته ورسره وکړم، موږ ټول د یوه ټیم په توګه کار کوو.»

 

له ناسمو باورونو سره مبارزه؛ د صبر او استدلال بریا

په داسې سیمو کې چې د پوهې کچه ټیټه وي، د پولیو واکسین په اړه ناسم معلومات او اوازې د یو دېوال په څېر د روغتیايي کارکوونکو په وړاندې درېږي.

حمید له داسې پېښو سره ډېر مخ شوی دی، هغه یوه کیسه یادوي: «یو ځل له یوې داسې کورنۍ سره مخ شوم چې د یوې ناسمې اوازې له امله یې د خپل ماشوم له واکسینولو ډډه کوله. هغوی فکر کاوه چې واکسین د ماشوم راتلونکي ته زیان رسوي. خو ما او زما ټیم شاوخوا یو ساعت د هغې کورنۍ له مشرانو سره خبرې وکړې. هغوی ته مې د اسلامي لارښوونو او طبي شواهدو په رڼا کې د واکسین ارزښت بیان کړ. بالاخره کله چې پلار قانع شو او ماشوم یې د واکسین لپاره راوړ، ما داسې احساس وکړ چې یو جنګ مې ګټلی دی.»

هغه په ټینګار سره وایي چې په داسې حالاتو کې «نرمه ژبه، حوصله او متقابل احترام» زموږ تر ټولو قوي وسیلې دي.

 

د واکسین له تطبیق وروسته، د ماشوم  ګوته په نښه کېږي.©  له  پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز

 

د بریا په لور ګامونه؛ د خلکو د لیدلوري بدلېدل

د کلونو دوامداره هڅو اوس رنګ راوړی دی. حمید په خوښۍ سره وایي چې اوس د خلکو باور د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوی دی.

نن سبا د دولت‌شاه په کلیو کې پلرونه او میندې په خپله د واکسین د ټیمونو پوښتنه کوي. دا بدلون د حمید په څېر د زرګونو هغو کسانو د هڅو پایله ده چې په ټولنه کې یې د باور جوړونې لپاره کار کړی دی.

د حمید لپاره تر ټولو لویه جایزه د کمپاین په پای کې د مارکرانو هغه رنګ دی چې د ماشومانو پر نوکانو پاتې وي.

«کله چې زه د ورځې په پای کې وینم چې ټول ماشومان واکسین شوي او د فلج له ګواښه خوندي شوي دي، زما ټوله ستړیا له منځه ځي، دا زما لپاره تر ټولو لویه خوښي ده.»

 

د راتلونکي لپاره یوه هیله

حمید لا هم ځوان دی او غواړي تر هغې خپلې دندې ته دوام ورکړي، څو چې افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه ونه وځي چې لا هم پولیو په کې شتون لري.

هغه باور لري چې که د ټولنې هر غړی خپله برخه مسوولیت ادا کړي، نو د پولیو ناروغۍ تور سیوری به د تل لپاره د افغان ماشومانو له سرونو لیرې شي.

حمید په داسې حال کې چې د خپل هدف په لور خپلو قدمونو ته دوام ورکوي، خپلې خبرې داسې پای ته رسوي: «زموږ ماشومان حق لري چې پر خپلو پښو وګرځي، ښوونځي ته لاړ شي او د وطن په جوړولو کې برخه واخلي. زه دلته یم څو د هغوی د دغه حق دفاع وکړم. پولیو به ماتې خوري، ځکه چې په دې برخه کې زموږ هوډ پیاوړی دی.»

مخکینۍ موضوع
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
بله موضوع
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیض الله فیضي د هڅو کیسه

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیض الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,