د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو پر وړاندې د خلکو فکر بدل کړ
لغمان، افغانستان (۱۰ وری ۱۴۰۵) – په هغو سیمو کې چې غرونه د کلیو ترمنځ واټنونه اوږدوي او معلومات ورو رسېږي، ځینې خطرونه هم په چوپتیا کې پټېږي. پولیو یا ګوزڼ له همدې خطرونو څخه یو دی – هغه ناروغي چې درملنه نه لري، خو مخنیوی یې ممکن دی.
دا ویروس د ککړو اوبو او خوړو له لارې بدن ته ننوځي او کله ناکله یوازې په څو ساعتونو کې د ټول عمر لپاره له ماشوم څخه د حرکت وړتیا اخلي. خو ستونزه دا ده چې ډېری ماشومان تر هغه وخته هېڅ نښه نه لري، تر څو چې ناروغي ناڅاپه خپل اغېز وښيي.
په دغه ډول سیمو کې، د عامې روغتیا هڅې یوازې د واکسین تطبیقول نه دي؛ بلکې د خلکو ذهنیت بدلول دي چې پولیو ناروغي څنګه خپرېږي، کوم زیانونه لري او ولې د هر ماشوم واکسینول اړین دي.
د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ په یوه پشهیي مېشته سیمه کې، دا بدلون د دوامدار کار په پایله کې ورو ورو رامنځته شوی دی.
عزیزالله عزيزي، چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې یې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه رضاکار په توګه کار پیل کړی او اوس د واکسین د ټیمونو د سوپروایزر په توګه دنده ترسره کوي، د خپلې ټولنې د باور په جوړولو او پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لوبولی دی.
هغه وايي: «پخوا موږ فکر کاوه چې که واکسین تر هر کوره ورسېږي، نو همدا کفایت کوي. خو کله چې به کمپاین پیلېده، بیا هم ځینې ماشومان له واکسین څخه پاتې کېدل.»
دی زیاتوي، هماغه وخت یې درک کړه چې د واکسین له تطبیق کولو سره په څنګ کې یې اصلي کار خلکو ته معلومات رسول، پوهاوی ورکول او د هغوی قانع کول دي، څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.
په لغمان کې یو ماشوم د خپلې کورنۍ په حضور کې د پولیو واکسین ترلاسه کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
یو خطر چې نه ښکاري، خو ژوند بدلوي
پولیو اکثره نښې نه لري. ماشوم ممکن عادي ښکاره شي، خو ویروس کولای شي ناڅاپه اغېز وکړي. د نړۍوالو معلوماتو له مخې، له هرو ۲۰۰ اخته ماشومانو څخه یو یې دایمي فلج کېږي.
همدا نامرئي والی دا ناروغي لا خطرناکه کوي.
عزیزالله وایي: «کله چې خلک خطر نه ویني، نو اقدام هم نه کوي.»
عزیزالله او د هغه ټیم د همدې ستونزې د حل لپاره خپله تګلاره بدله کړه. دوی نور یوازې د کمپاین ورځو ته انتظار نه کاوه، بلکې مخکې له مخکې به یې له کورنیو سره مخامخ خبرې کولې او پوهاوی یې ورکاوه.
هغوی هڅه کوله چې په پشهیي ژبه د خلکو د ورځني ژوند له ساده مثالونو سره سم یو پټ خطر روښانه کړي.
هغه زیاتوي: «موږ له د کورنیو له مشرانو سره په لیدنو کې تشریح کوله چې ماشومان څنګه د پولیو ناروغۍ له امله فلجېږي، ولې باید هغوی ته په هر کمپاین کې هر ځل واکسین ورکړل شي او دا چې خطر تل ښکاره نه وي، اما موجود وي.»
دا یوازې معلومات نه وو، بلکې د خلکو د فکر او ذهنیت بدلولو هڅه وه.
عزیزالله وایي: «موږ یوازې معلومات نه ورکول، بلکې هڅه مو کوله چې خلک خطر درک کړي او احساس یې کړي. کله چې خلکو دا درک پیدا کړ، نو وروسته یې خپله خپل ماشومان واکسین ته راوستل.»
یو رضاکار په علیشنګ کې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
ورو بدلون، ژوره پایله
دا بدلون که څه هم په تدریجي ډول رامنځته شو، خو اغېز یې ژور او دوامدار و.
اوس، کله چې د پولیو واکسین کمپاین په ورځو کې دې سیمې ته د واکسین ټیمونه راځي نو له یوه اعلان سره ټول خلک خپل ماشومان د پولیو واکسین لپاره حاضروي.
د کلي یو اوسېدونکی احمد وایي: «پخوا مو فکر کاوه چې که ماشوم روغ ښکاري، نو واکسین ته اړتیا نشته. خو اوس پوه شوي یو چې خطر تل ښکاره نه وي، خو شته، او واکسین کولای شي د دغه خطر مخنیوی وکړي.»
هغه څه چې تر شمېرو مهم دي
د عامې روغتیا کارپوه وحیدالله وایي: «په عامه روغتیا کې تر ټولو ستونزمن کار دا دی چې خلک د یو نه لیدل کېدونکي خطر پر وړاندې قانع شي. کله چې دا وشي، نور هر څه اسانه کېږي.»
په دې سیمه کې اوس د واکسین منل زیات شوي دي. خو تر دې هم مهم بدلون دا دی چې واکسین نور “اختیاري” نه بلل کېږي، بلکې د ماشوم د ساتنې یوه ضروري برخه ګڼل کېږي.
د کلي ملا امام حکم خان هم د دې بدلون ملاتړ کوي او وایي: «موږ تل خلکو ته وایو چې د ماشوم روغتیا د ټولو مسوولیت دی. کله چې کورنۍ دا درک کړي، نو بیا د واکسین په کولو کې هېڅ ځنډ نه کوي.»
د ورځې په پای کې، عزیزالله یوازې شمېرې نه ګوري. هغه دا ارزوي چې خلک څومره پوه شوي دي. ځکه د هغه په باور، همدا پوهه ده چې بدلون دوامدار کوي.
په هغو سیمو کې چې پولیو ناروغي لا هم یو ګواښ دی، دا تجربه یو مهم درس لري: حل یوازې د خدماتو په رسولو کې نه دی، بلکې په پوهه او درک ډېرولو کې دی.
او ښایي اصلي پیغام هم همدا وي: کله چې یو پټ خطر خلکو ته روښانه شي، بدلون خپله لاره پیدا کوي.

