د دوو څاڅکو ارزښت

د هغې نجلۍ کیسه چې د یوه کوچني غفلت لویه بیه یې پرې کړې ده
کابل، افغانستان (۵ وری ۱۴۰۵) – سهار لا پوره نه دی رڼا شوی، خو د کابل ښار سړکونه لا دمخه له شور او خوځښت ډک دي؛ خلک خپلو کارونو ته بیړه لري، موټرونو یو په بل پسې اوږده کتارونه جوړ کړي دي او د ښار د ژوند بهیر عادي روان دی. د همدې ګڼهګوڼې په منځ کې، د سړک پر غاړه یوه کوچنۍ نجلۍ په خپل ویلچییر کې ناسته ده – چوپه، خو له یوې ژورې کیسې سره.
یوولس کلنه ریحانه، د ښار د شور تر شا د یوه چوپ درد استازولي کوي. د هغې سترګې کله د خلکو پر مخونو او کله د تېرېدونکو ماشومانو پر لور اوړي – هغه ماشومان چې د کتابونو بکسې پر اوږو، د ښوونځي پر لور روان دي.
هغې ورو وویل: «کله چې هغوی وینم، زړه مې خوشحال شي… خو بیا مې په زړه کې یو درد راولاړیږي چې کاش زه هم ښوونځي ته تللې وای.»
ریحانه هغه وخت یوازې درې کلنه وه چې د پولیو ویروس یې پر بدن برید وکړ. په پیل کې یې کورنۍ نه پوهېده چې ستونزه څه ده. خو کله چې روغتون ته یووړل شوه، حقیقت ډېر ژر څرګند شو – پولیو. هغه ناروغي چې درملنه نه لري او کولای شي د یوه ماشوم ژوند د تل لپاره بدل کړي.
د دې ناروغۍ پایله سخته وه: د ریحانې یو لاس او یوه پښه فلج شول.
ریحانه؛ د ښار په منځ کې خو له خپلو خوبونو لیرې. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
هغه د خپل پلار له خولې روایت کوي: «دا ډېره سخته شېبه وه، کله چې ډاکټرانو وویل چې لور مو نور پوره حرکت نه شي کولای.»
له هماغه وخته، د ریحانې ژوند بدل شو. ښوونځی، لوبې، ملګري – ټول هغه څه چې د ماشومتوب طبیعي برخه ده، ورڅخه پاتې شول. اوس، د ورځني ژوند ډېری کارونه هم د نورو په مرسته ترسره کوي.
خو تر ټولو دروند بار، یوازې فزیکي محدودیت نه دی – بلکې هغه احساس دی چې ځان نیمګړی ګڼي.
هغه وايي: «کله چې د ژوند د اړتیاوو لپاره د نورو مرستې ته لاس غځوم، داسې احساسوم لکه یو څه مې چې له لاسه ورکړي وي.»
د ورځې په اوږدو کې، ریحانه ډېر وخت د سړک پر غاړه تېروي. ځینې خلک مرسته ورسره کوي، ځینې همداسې تېرېږي. خو د هغې فکرونه ډېر ځله بل ځای وي – په یوه ټولګي کې، د کتابونو تر منځ، د ښوونکي تر لارښوونې لاندې.
دا وايي: «کاش یوه ورځ زه هم زده کړې وکړم او ښوونځي ته لاړه شم.»
د ریحانې پلار، تاج محمد، چې د کورنۍ یوازینی نفقه راوړونکی دی، هره ورځ د کابل په بازارونو کې سبزي پلوري. د کار فشار او د اوږدې ورځې له ستړیا سربېره یې د لور وضعیت هغه څه دی چې له هر څه یې ډېر ځوروي.
هغه وايي: «ما هغه وخت بېغوري وکړه. نه پوهېدم چې دا دوه څاڅکي واکسین به دومره ارزښت ولري.»
د هغه غږ دروند او له پښېمانۍ ډک دی: «که مې لور واکسین کړې وای، نن به یې ژوند بدل وای.»
هغه اوس خپله تېروتنه د نورو لپاره په پیغام بدلوي: «زه ټولو میندو او پلرونو ته وایم – دا یوازې دوه څاڅکي دي، خو کولای شي د یوه ماشوم راتلونکی وژغوري. مه پرېږدئ چې ستاسو ماشوم هم زما د لور په شان له داسې برخلیک سره مخ شي.»
په ویلچییر کې ناسته ریحانه، د ژوند له محدودیتونو سره – خو لا هم راتلونکې ته هیله منده. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
د روغتیايي کارپوهانو په وینا، پولیو لا هم د ماشومانو ژوند ته یوه جدي ګواښ دی، خو مخنیوی یې ساده دی: پر وخت واکسین. دا واکسین نه یوازې ماشوم له ناروغۍ څخه ساتي، بلکې هغه ته د یوه عادي او فعال ژوند فرصت هم برابروي.
په همدې حال کې، ټولنیز فعال سید محمد کامران باور لري چې د ریحانې کیسه یوازې د یوې کورنۍ شخصي ستونزه نه ده.
هغه وايي: «دا د ټولنې د وجدان ازموینه ده. که موږ دا ډول ماشومان یوازې پرېږدو، موږ خپله راتلونکې یوازې پرې ایښې ده.»
کامران ټینګار کوي چې د داسې ماشومانو ملاتړ – که د زده کړې له لارې وي یا د کاري فرصتونو برابرولو له لارې – کولای شي د هغوی ژوند بدل کړي.
هغه زیاتوي: «که ریحانه ملاتړ ترلاسه کړي او زده کړې وکړي، هغه کولای شي د نورو لپاره الهام شي او د هغې بریا به یوازې د هغې نه، بلکې د ټولنې بریا وي.»
مازدیګر چې لمر ورو ورو لوېږي، د ښار شور هم کمېږي. خو ریحانه لا هم پر خپل ځای ناسته ده او سترګې یې لا هم د تېرېدونکو ماشومانو پر لور دي.
هغې ورو، خو په هیله بخښونکي غږ وویل: «زه غواړم نور ماشومان زما په شان نه شي.»
د هغې دا ساده جمله، د یوه لوی حقیقت استازولي کوي – دا چې د پولیو مخنیوی ممکن دی، خو یوازې هغه وخت چې تر پنځه کلنۍ پورې هر ماشوم ته هر څل دا دوه څاڅکي ورکړل شي.
د کابل د ګڼېګوڼې په منځ کې، د ریحانې کیسه موږ ته یادونه کوي چې ځینې وختونه، تر ټولو کوچني اقدامات – لکه دوه څاڅکي واکسین – تر ټولو لوی بدلونونه رامنځته کوي.

