• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

محل په محل: د بختیار ساحل د هیلو سفر

Homepage د ساحې کیسې محل په محل: د بختیار ساحل د هیلو سفر

محل په محل: د بختیار ساحل د هیلو سفر

PolioFreeAfghanistan
مارچ 15, 2026
د ساحې کیسې

یو ځوان رضاکار چې د پر له پسې هڅو او ژمنتیا په مټ د لوګر ماشومانو ته د روغ راتلونکي هیلې بخښي

لوګر، افغانستان (۲۴ کب ۱۴۰۴) – د سهار له لومړیو رڼاګانو سره، کله چې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ کوڅې لا هم په چوپتیا کې ډوبې وي، ۳۳ کلن بختیار ساحل خپل ورځنی ماموریت پیلوي. د واکسین کوچنی بکس یې په لاس کې وي، خو د هغه پر اوږو تر دې ډېر دروند بار پروت دی – د سلګونو کورنیو هیلې او د ماشومانو د روښانه راتلونکي ارمانونه.

بختیار، چې اوس د پل کندهاري په اصحاب بابا ښارګوټي کې ژوند کوي، له تېرو اوو کلونو راهیسې یې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار، واکسیناتور او سوپروایزر په توګه کار کړی دی. د هغه ورځنی کار یوازې د واکسین ورکول نه دي، بلکې د باور جوړول او د خلکو پوهاوی لوړول هم دي.

د همدې هدف لپاره، هغه د ورځې له پیل مخکې له خپلو همکارانو سره کښېني، د پلانونو جاج اخلي، او د هغو کورنیو نوملړ ته بیا کتنه کوي چې باید رسېدنه ورته ورشي.

هغه په ارامه خو ډاډمنه لهجه وایي: «زموږ هدف دا دی چې هېڅ ماشوم له واکسینه پاتې نه شي.»

د کمپاین په ورځو کې، د واکسین په ټاکلي ځای کې د لومړي ماشوم واکسینول تل له ځانګړي احساس سره مل وي. پلرونه او میندې خپل ماشومان په غېږ کې راوړي، فضا د هغوی له خوښیو او خنداوو ډکېږي او دا هغه شېبې دي چې د بختیار ستړیا له منځه وړي.

 

د پولیو واکسین ټیمونه د کمپاین لپاره چمتو کېږي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د نور محمد په نوم یوه پلار چې خپل واړه ماشوم یې له لاسونو نیولي وو او د واکسین ځای ته یې راوستلي وو، بختیار ته وویل: «زما ماشومان زما راتلونکی دی او زه نه غواړم هغوی له داسې ناروغۍ سره مخ شي چې مخنیوی یې ممکن دی. ټولو والدینو ته وایم چې خپل ماشومان واکسین کړئ – دا زموږ مسؤلیت دی.»

بختیار په مینه ماشومانو ته سلام کوي او له هغوی سره په داسې بڼه خبرې کوي چې وېره یې ختمه شي. د هغه لپاره دا یوازې وظیفه نه، بلکې د باور جوړولو یوه اړیکه ده.

هغه وایي: «زما کار یوازې واکسین ورکول نه دي. زه هڅه کوم هغه والدین قانع کړم چې لا هم شک لري. هغوی ته کیسې کوم، انځورونه او ویډیوګانې ورښیم، څو پوه شي چې واکسین نه کول څه پایلې لري.»

دا هڅې بې اغېزې نه دي پاتې شوې. په هغو سیمو کې چې پخوا به ځینې کورنۍ زړه نا زړه وې، اوس د واکسین ټیمونو ته انتظار کوي. هغوی پوه شوي چې دا کوچني څاڅکي د ژوند او فلج ترمنځ توپیر جوړوي.

پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان اغېزمنوي او کولای شي د تل لپاره فلج رامنځته کړي. دا ناروغي ځانګړې درملنه نه لري، خو د څو څاڅکو ساده واکسین کولای شي ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کړي. له همدې امله، د واکسین هر پړاو د ماشومانو د ژوند د ژغورلو یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي.

 

واکسیناتور ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي، د کورنۍ غړي یې تر څنګ ولاړ دي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د سیمې مشر، حاجي میر حمزه سلیمان‌خېل، وایي: «د بختیار په څېر ځوانان موږ ته راښيي چې د ماشومانو روغتیا څومره مهمه ده. خو دا یوازې د هغوی کار نه دی – موږ ټول باید خپل مسوولیت ادا کړو. که هره کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړي، نو کولای شو خپله ټولنه له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړو.

په همدې سیمه کې یو کوچنی کلینک لرونکی ډاکټر، عبیدالله غروال، هم وایي: «د ژمنو رضاکارانو د نه ستړې کېدونکو هڅو له امله د واکسین پوښښ ښه شوی. که دا هڅې دوام وکړي، موږ کولای شو په نږدې راتلونکي کې له پولیو پاکه ټولنه ولرو.»

خو د بختیار لپاره تر ټولو مهم بدلون هغه دی چې د خلکو په ذهنیت کې راغلی دی.

هغه وایي، اوس کورنۍ درک کوي چې د ماشومانو روغتیا یوازې د والدینو مسوولیت نه دی، بلکې دا د ټولنې ګډه دنده ده.

د ورځې په اوږدو کې، بختیار محل په محل ګرځي څو ټول ماشومان واکسین کړي. ځینې وختونه له ستړیا او ستونزو سره مخ کېږي، خو هغه نه درېږي. د هغه لپاره هر ماشوم یوه جلا کیسه او جلا امید دی.

کله چې ورځ پای ته رسېږي او لمر د غرونو تر شا پټېږي، بختیار د خپل کار پایلې ته ګوري – څو نور ماشومان خوندي شول، څو نور والدین قانع شول، او یو ګام نور هم ټولنه له پولیو څخه پاک راتلونکي ته نږدې شوه.

 

رضاکار ماشوم ته واکسین ورکوي، همکاران یې معلومات ثبتوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

هغه په ټینګ باور سره وایي: «هر ماشوم چې خوندي شي، زموږ ټولنه لا قوي کېږي. دا یوازې یو کار نه دی، دا زما د ژوند هدف دی.»

د بختیار ساحل کیسه یوازې د یوه فرد کیسه نه ده؛ دا د ژمنتیا، پرله‌پسې هڅو او انسانیت کیسه ده. دا کیسه موږ ته راښيي چې یو کس هم کولای شي بدلون راولي – خو شرط یې دا دی چې صادق او متعهد وي او د خلکو لپاره کار وکړي.

نن، په اصحاب بابا ښارګوټي کې، د باور یو نوی فصل پیل شوی دی. ټولې کورنۍ یو شان د واکسین لپاره انتظار باسي او خپل ماشومان په بشپړه لېوالتیا واکسینوي، په دې توګه ټولنه ورو ورو د یوه سالم راتلونکي پر لور ګام اخلي.

خو د دغه بدلون تر شا د بختیار په څېر ځوانان ولاړ دي چې هر سهار له یوې هیلې سره راپاڅېږي:
هیڅ ماشوم باید پاتې نه شي.

مخکینۍ موضوع
له شک څخه تر باور پورې: د «ځدراڼ» د بدلون کیسه
بله موضوع
د دوو څاڅکو ارزښت

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,