له شک څخه تر باور پورې: د «ځدراڼ» د بدلون کیسه

یو ۶۰ کلن رضاکار چې د خپلې تجربې په مټ د ټولنې ذهنیت بدلوي
ننګرهار، افغانستان (۱۹ کب ۱۴۰۴) – د چپرهار ولسوالۍ په یوه ارامه کوڅه کې، یو سپینږیری سړی د خوارځواکۍ د درملنې او ماشومانو د روغتیا په اړه له خلکو سره په خبرو بوخت دی. د هغه خبرې ساده، خو اغېز یې ژور دی. دا «ځدراڼ» دی، هغه څوک چې کلونه مخکې یې پخپله د پولیو ناروغۍ په اړه ناسم باور درلود، خو اوس د همدې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې مهم غږ ګرځېدلی دی.
هغه ورځ چې هر څه یې بدل کړل، لا هم د ده په ذهن کې تازه ده: «ما پخوا د پولیو ناروغۍ په اړه سم درک نه درلود، خو کله چې مې په خپلو نژدې خپلوانو کې د دې ناروغۍ پایله په خپلو سترګو ولیده نو پوه شوم چې دا یوه خطرناکه ناروغي ده.»
همدا تجربه د هغه د ژوند د بدلون پیل و. له پنځلسو کلونو وروسته نن «ځدراڼ» د خپلې سیمې یوه پېژندل شوی څېره ده. هغه له پولیو سره د مبارزې اړوند د عامه پوهاوي او خوارځواکۍ د مخنیوي ټیم غړی دی او له کورنیو سره مخامخ خبرې کوي – یوازې د معلوماتو ورکولو لپاره نه، بلکې د باور جوړولو لپاره.
هغه وایي: «کله چې له خلکو سره مخامخ کښېنې او د هغوی خبرې واورې، نو پوهېږې چې ستونزه یوازې د معلوماتو نشتوالی نه دی، بلکې د باور کمښت دی.»
د ده د کار ځانګړتیا دا ده چې د خلکو اندېښنو او پوښتنو ته په غور غوږ نیسي، همدغه چلند له ده سره مرسته کړې ده چې په تدریجي ډول د خلکو ذهنیت بدل کړي.
ځدراڼ ماشومانو ته د خوارځواکۍ درمل وېشي، څو د هغوی روغتیا ښه شي او له ناروغیو خوندي پاتې شي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
په پیل کې، ډېرې کورنۍ د پولیو واکسین په اړه زړه نا زړه وې. ځینو به انکار کاوه، او ځینې به له وېرې او شک سره مخ وې؛ خو ځدراڼ په بیړه قضاوت نه کاوه، هغه به په صبر سره خبرې کولې، مثالونه به یې ورکول، او د خلکو د باور ګټلو لپاره به یې وخت لګاوه.
ورو ورو، دغه چلند نتیجه ورکړه. هغه کورنۍ چې پخوا شکمنې وې، اوس پخپله د خپلو ماشومانو لپاره د واکسین غوښتنه کوي. دغه بدلون د باور جوړولو او دوامدارو اړیکو نتیجه ده.
ځدراڼ په دې لړ کې د یوې داسې کورنۍ کیسه کوي چې پخوا یې خپل ماشومان نه واکسینول. هغه وايي: «یوه ورځ د هغوی کور ته ولاړم. د کورنۍ مشر راته وویل چې نه غواړي ماشومان یې واکسین شي. ما بیړه ونه کړه؛ ورسره کښېناستم او لومړی مې د هغوی اندېښنې واورېدې. بیا مې په ساده او روښانه ډول د واکسین ګټې ورته بیان کړې او د هغو ماشومانو بېلګې مې ورسره شریکې کړې چې د واکسین نه کولو له امله فلج شوي وو.»
هغه زیاتوي چې دا کورنۍ په لومړي سر کې قانع نه شوه، خو ده خپله هڅه پرېنښوده. څو ځله یې بیا لیدنه ورسره وکړه، هر ځل یې په حوصله خبرې وکړې، تر هغه چې بالاخره یوه ورځ یې خپله پرېکړه بدله کړه او خپل ماشومان یې د واکسین لپاره راوستل.
نن ورځ، هماغه کورنۍ نه یوازې خپل ماشومان پر وخت واکسینوي، بلکې نورو ته هم سپارښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پام وکړي او واکسین هېر نه کړي.
ځدراڼ او د هغه همکاران کور په کور ګرځي، له کورنیو سره خبرې کوي او هغوی ته د خوارځواکۍ د درملنې او د ماشومانو د روغتیا په اړه پوهاوی ورکوي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
دا بدلون ښيي چې صبر، دوام او رښتینې اړیکه څنګه کولای شي د خلکو باور وګټي او چلند بدل کړي.
ځدراڼ په دې اند دی چې کله نا کله عمر او تجربه هم د خلکو د قانع کولو تر ټولو قوي وسیله وي: «خلک زما خبرې مني، ځکه پوهېږي چې زه د هغوی د خیر او ښېګڼې لپاره کار کوم.»
دی وایي، دغه باور هغه تل هڅولی چې له ځوانو رضاکارانو سره خپلې تجربې شریکې کړي او هغوی وهڅوي چې له خلکو سره په درناوي او حوصله کار وکړي.
هغه زیاتوي: «که موږ وغواړو بدلون راولو، باید یو او بل ته لاس ورکړو، ځکه یوازې یو کس نه شي کولای هر څه بدل کړي، خو که یوځای کار وکړو، ډېر څه ممکن دي.»
سره له دې، لا هم ننګونې شته. په ځینو سیمو کې دودیز باورونه او ناسم معلومات د خلکو پر پرېکړو اغېز کوي. خو ځدراڼ دې ستونزې ته د نهیلۍ په سترګه نه ګوري، بلکې د کار د دوام یوه برخه یې ګڼي.
هغه وایي: «هره ستونزه دا معنا لري چې لا ډېر کار ته اړتیا ده، دا زموږ مسؤلیت دی چې خلکو ته سم معلومات ورسوو.»
ځدراڼ زیاتوي، لویه هیله یې دا ده چې نور هېڅ ماشوم د پولیو ناروغۍ قرباني نه شي.»
د ځدراڼ کیسه یو ساده پیغام لري: بدلون له یو انسانه پیلېږي – خو هغه مهال چې باور جوړ شي او خبرې له عمل سره یوځای شي.

