نه تم کېدل، تر هغه چې وروستی ماشوم خوندي شي

لوګر، افغانستان (۲۵ مرغومی ۱۴۰۴) – محمد حکیم تمیم چې د پولیو واکسین بکس یې پر اوږه دی، د خپل ټیم له همکارانو سره یو ځای د محمد آغې ولسوالۍ د زاهد اباد کلي د پولیو واکسین په یوه محل کې د ماشومانو د راتګ په تمه دی خو په ذهن کې یې د ۱۰ کلن احمد انځور دی، چې د خپل کور مخې ته په ویلچییر کې ناست و او په حسرت یې د نورو ماشومانو د لوبو ننداره کوله.
محمد حکیم ۳۰ کلن دی او له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي.
هغه د هر کمپاین پر مهال د خپلې سیمې په ټاکل شوو محلونو کې ماشومان واکسینوي – هلته چې میندې او پلرونه خپل ماشومان د خوندي راتلونکي په هیله راولي. دا کار د ده لپاره یوازې دنده نه ده؛ بلکې هغه ژمنتیا ده چې د ده وجدان یې هره ورځ تازه کوي.
هغه لا هم د رضاکارۍ د لومړیو میاشتو یوه ورځ په یاد لري؛ هغه ورځ چې د واکسین لپاره د احمد کور ته ورغی. احمد چې پولیو ناروغۍ یې دواړې پښې فلج کړې دي، د خپل کور مخې ته په ویلچییر کې ناست و؛ سترګې یې د کوڅې پر هغو ماشومانو خښې وې، چې لوبې یې کولې. تر څنګ یې کوچنی ورور ولاړ و چې د واکسین وار یې رارسېدلی و. محمد حکیم هغه ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل.
د واکسین پر مهال، د احمد پلار چوپ ولاړ و. خو شېبه وروسته یې چوپتیا ماته کړه او په دردېدلي غږ یې وویل: «موږ اورېدلي وو چې د پولیو واکسین تاوان لري. بې له پوښتنې مو باور وکړ او احمد مو واکسین نه کړ، اوس چې هر سهار له خوبه پورته کېږم نو د خپلې بېپروایۍ بیه پرې کوم. کله چې د خپل زوی فلج شوو پښو ته ګورم چې په ویلچییر کې ناست وي او حرکت نه شي کولای، دا صحنه مې سخت دردوي.»
محمد حکیم تمیم د محمد آغې ولسوالۍ په زاهد اباد کلي کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
له دې سره د کور مخې ته فضا چوپه شوه او همدې چوپتیا د محمد حکیم لپاره د زرګونو خبرو معنا لرله.
هماغه ورځ، محمد حکیم له یوه بل پلار سره هم مخ شو؛ یو داسې پلار چې د مخ کرښو یې د کلونو درد کیسه کوله.
هغه وویل چې لور یې د پولیو ناروغۍ له امله د تګ او کار توان له لاسه ورکړی؛ ښوونځي ته نه شي تللای، له نورو ماشومانو سره نه شي لوبېدای، او هره ورځ یې د محدودیتونو تر سیوري لاندې تېرېږي.
د ماشومې پلار لږ تم شو، لکه د جملو د بشپړولو توان یې چې نه درلود. بیا یې ورو وویل: «هغه وخت نه پوهېدم خو اوس پوهېږم چې واکسین څومره ارزښتناک دی. که هغه مهال مې په اوازو باور نه وای کړی، ښايي اوس مې د لور ژوند بدل وای.»
دغو پېښو د محمد حکیم لپاره روښانه پیغام درلود: پوهاوی که ناوخته هم راشي، ارزښت لري او هر واکسین کولای شي د یوې بلې کورنۍ راتلونکی بدل کړي.
دی وايي: «هر ځل چې د دغو ماشومانو حالت را په یادوم نو ځان ته وایم، باید تم نه شم او خپل دغه مسوولیت ته دوام ورکړم څو بله مور او یو بل پلار دا درد تجربه نه کړي.»
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کالو د کم عمر ماشومان اغېزمنوي. دا ناروغي درملنه نه لري، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی شونی دی.
د پولیو واکسین کمپاین پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
که ماشوم پر وخت او د کمپاین په هر پړاو کې واکسین نه شي، نو کېدای شي د پولیو په ناروغي اخته شي او د ټول عمر لپاره د فلج او معلولیت ښکار شي. سره له دې، ناسم معلومات، اوازې او بېباوري د دې لامل شوې چې ځینې ماشومان له واکسینه پاتې شي.
محمد حکیم وایي، پخوا ډېرې کورنۍ شکمنې وې، خو د وخت په تېرېدو د ده او د ده د همکارانو د دوامدارو هڅو په پایله کې دا فضا ورو ورو بدله شوه.
نن، د محمد آغې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې، میندې او پلرونه خپله د واکسین محل ته راځي، پوښتنې کوي، معلومات غواړي، او آن نورو ته هم پیغام رسوي چې خپل ماشومان راولي.
دا بدلون تصادفي نه دی؛ دا د کلونو صبر، صداقت او باور جوړونې پایله ده. هغه شېبې چې یوه مور یا یو پلار د خپل ماشوم لاس نیسي، خندا کوي، او په ډاډه زړه وایي: «زما ماشوم واکسین کړئ.»
همدا د محمد حکیم او د هغه د همکارانو لپاره د ټولو ستړیاوو انعام دی: «هغه وخت پوهېږم چې هڅې مو بېځایه نه دي.»
نن، محمد حکیم یوازې یو رضاکار نه دی، بلکې د هغو ماشومانو غږ دی چې لا نه دی پورته شوی او د هغو میندو او پلرونو استازی دی چې غواړي خپل اولادونه له هغه درد څخه وژغوري چې دوی یې شاهدان پاتې شوي دي.
تر هغه چې وروستی ماشوم هم واکسین شي، د محمد حکیم په څېر رضاکاران به په هر محل کې ولاړ وي، څو هر ماشوم د سالم، خوندي او فعال راتلونکي فرصت ولري.

