• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په چپرهار کې د پولیو په وړاندې خاموشه خو اغېزناکه مبارزه

Homepage د ساحې کیسې په چپرهار کې د پولیو په وړاندې خاموشه خو اغېزناکه مبارزه

په چپرهار کې د پولیو په وړاندې خاموشه خو اغېزناکه مبارزه

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 15, 2025
د ساحې کیسې

ننګرهار، افغانستان (۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴) – د پولیو (ګوزڼ) ناروغي لا هم د افغانستان د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ دی. هر کال یو شمېر ماشومان په دې ناروغۍ اخته کېږي او ځینې یې د تل لپاره له فلج سره مخ کېږي.

همدا واقعیت ځینې کسان دې ته هڅوي چې مسوولیت یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل کې وښيي او د پولیو په وړاندې د مبارزې کرښه پرېنږدي.

ډاکټر خلیل‌الحق هاشمي د همدغو خاموشو خو اغېزناکو مبارزینو له ډلې څخه دی؛ هغه څوک چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په لیري کلیو کې یې د پولیو ناروغۍ مخنیوی یوازې دنده نه، بلکې یو ملي او انساني مسوولیت بللی دی.

ډاکټر خلیل‌الحق شاوخوا نهه کاله وړاندې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار پیل کړ.

نوموړی وایي: «هغه مهال د واکسین په وړاندې شکونه زیات وو او په ځینو سیمو کې د کورنیو مشرانو اجازه نه ورکوله چې ماشومان یې واکسین شي. خو د پر له پسې پوهاوي خپرولو له لارې موږ وکولای شول چې ورو ورو د خلکو باور تر لاسه کړو.»

هغه اوسمهال د ۱۳ کلسټر د سوپروایزر په توګه د واکسین کمپاینونو مشري کوي او د لسګونو ټیمونو چارې تنظیموي.

د ډاکټر خلیل‌الحق د کار ځانګړنه دا ده چې هغه پولیو ناروغي یوازې یوه روغتیايي ستونزه نه بولي؛ د هغه په باور، اصلي خنډ د خلکو د پوهې ټیټه کچه او بې‌باوري ده.

 

ډاکټر خلیل‌الحق هاشمي په چبرهار ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته د جټ انجیکټر په وسیله د پولیو واکسین تطبیقوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

هغه وايي: «د پولیو ناروغۍ په وړاندې بریا یوازې په واکسین نه تر لاسه کېږي؛ تر هر څه مخکې باید د خلکو ناپوهي او بې‌باوري له منځه ولاړه شي.»

د همدغه باور پر بنسټ، ډاکټر خلیل‌الحق درک کړه چې له پولیو ناروغۍ سره د غوره مبارزې لپاره باید د خلکو زړونه وګټل شي او باور یې ترلاسه شي.

همدا لامل و چې د چپرهار ولسوالۍ د دیني عالمانو او قومي مشرانو ملاتړ خپلول یې تر ټولو مهم ګام وباله چې د خلکو په پرېکړو او تصمیم نیولو کې ژور اغېز لري.

په دې برخه کې له پراخو هڅو وروسته هغه وتوانېد له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره نږدې اړیکې جوړې کړي او هغوی له پولیو سره په مبارزه کې د ځان ملګري کړي.

له دې ډلې یو هم د مولوي اسماعیل په نوم دیني عالم دی چې د پولیو ناروغۍ زیانونه او د واکسین ګټې یې درک کړې دي. هغه وايي، د ماشومانو روغتیا ساتل د دین له مهمو مسوولیتونو څخه دي.

دی زیاتوي: «پولیو داسې ناروغي ده چې ماشوم د ټول عمر لپاره له معلولیت سره مخ کوي؛ نو هېڅ ماشوم باید د غفلت له امله له واکسین څخه پاتې نه شي.»

نوموړی ټینګار کوي چې واکسین د ماشوم د خوندیتوب مشروع وسیله ده او کورنۍ باید بې له ځنډه خپل ماشومان واکسین کړي او د روغتیايي ټیمونو ملاتړ وکړي.

 

ډاکټر خلیل‌الحق هاشمي د پولیو واکسین کمپاین پر مهال د واکسین شوو ماشومانو نوملړ ګوري © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د دیني عالمانو تر څنګ، د سیمې قومي مشران هم اوس د واکسین منلو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. د سیمې یو قومي مشر، محمد ایوب خان، وایي: «دا زموږ د ماشومانو حق دی چې روغ او خوندي لوی شي. موږ اجازه نه ورکوو چې د غلطو اوازو او شکونو له امله یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې شي.»

د دیني او قومي مشرانو د همدغه ګډ دریځ له امله، اوس ډېرې کورنۍ په منظم ډول خپل ماشومان واکسینوي.

خو د ډاکټر خلیل‌الحق لپاره کار یوازې په دې نه خلاصه کېږي چې خلک قانع شي؛ هغه هڅه کوي چې هېڅ ماشوم د شک، وېرې یا غفلت له امله له واکسین څخه پاتې نه شي. ځکه کله ناکله داسې صحنې مخې ته راځي چې د دې مبارزې مانا لا پسې روښانه کوي.

هغه د هغې صحنې یادونه کوي چې یو پلار خپل معلول ماشوم ورسره راوست. د پلار غږ لړزېده او سترګې یې له اوښکو ډکې وې. «کلونه مې واکسین ته نه وویل خو اوس پوه شوم چې دا غفلت څومره دروند قیمت لري.»

د ډاکټر خلیل‌الحق په وینا، دا ډول خبرې د ده لپاره دردوونکې هم دي او بیداروونکې هم.

دی وايي: «کله چې څوک د پولیو ناروغۍ د نه جبرانېدونکو زیانونو نښې له نږدې وویني، نو بیا یوازې دنده نه ترسره کوي؛ بلکې مسوولیت احساسوي. له همدې امله په هر کمپاین کې له خلکو سره اوږدې خبرې کوو، پوښتنې یې اورو، اندېښنې یې جدي نیسو او هڅه کوو د هرې کورنۍ لپاره د باور یوه لاره پرانیزو.»

دی ټینګار کوي چې د کورنیو قانع کول د یوې ورځې کار نه دی: «ځینې کورنۍ لومړی ځل (هو) نه وایي، خو که ته په احترام ورشې، په حوصله ورته ودرېږې او پرله‌پسې ورسره پاتې شې نو بیا خپله در څخه پوښتي چې: د پولیو واکسین ټیم څه وخت راځي؟»

د چپرهار تجربه ښيي چې د پولیو مخنیوی یوازې د واکسین ورکولو تخنیکي بهیر نه دی؛ دا د باور جوړونې، د ټولنې د ګډون او د ګډ مسوولیت یو ټولنیز سفر دی. تر هغه چې خلک په ډاډه زړه واکسین ته (هو) و نه وایي، یو شمېر ماشومان به بیا هم د شکونو او غلطو اوازو له امله له دې حقه محروم پاتې شي؛ خو هماغه یو ماشوم د ټولې هڅې اصلي هدف دی.

ډاکټر خلیل‌الحق وایي: «موږ د هر ماشوم د خوندي راتلونکي لپاره کار کوو؛ که یو ماشوم هم خوندي شي، زموږ هڅه بې‌نتیجې نه ده.»

نن په چپرهار کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او روغتیايي ټیمونو ګډ دریځ د کورنیو لپاره یو روښانه پیغام لري: «پولیو د مخنیوي وړ ناروغي ده، خو مخنیوی یې یوازې هغه وخت ممکن دی چې هر ماشوم پر وخت واکسین شي او هیڅ کورنۍ د شک او ناسمو معلوماتو له امله خپل ماشوم له دې حقه محروم نه کړي.»

مخکینۍ موضوع
د باور او ژمنتیا سفیر: محمد سراج د کونړ د ماشومانو د روغتیا لپاره هڅې کوي
بله موضوع
مهرالله عمرخېل؛ هغه واکسیناتور چې له واکسین مخکې باور جوړوي

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,