د باور او ژمنتیا سفیر: محمد سراج د کونړ د ماشومانو د روغتیا لپاره هڅې کوي

کونړ، افغانستان (۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴) – د کونړ د غرونو په لمنو کې پروت اسعدآباد ښار کې ژوند په عادي ډول روان دی او خلک په خپلو ورځنیو کارونو بوخت دي. خو د همدې عادي جریان تر شا یوه خاموشه مبارزه هم روانه ده: د پولیو (ګوزڼ) او شري (سرخکان) له ګواښ څخه د ماشومانو د خوندي کولو مبارزه.
دلته ځینې ژمن ځوانان هره ورځ د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب لپاره هڅه کوي. محمد سراج هم له همدغو ژمنو ځوانانو څخه دی؛ هغه نه یوازې واکسین تطبیقوي، بلکې د خلکو باور هم پیاوړی کوي او پوهاوی زیاتوي.
نږدې نهه کاله کېږي چې سراج د پولیو او شري د واکسین کمپاینونو کې د رضاکار او واکسیناتور په توګه کار کوي. د ده لپاره دا کار یوازې د واکسین ورکول نه دي؛ بلکې د ماشومانو د راتلونکي ساتنه ده.
هغه وایي: «هر کمپاین یوازې تکراري کار نه دی؛ بلکې د ماشومانو د راتلونکي د خوندي کولو لپاره یو حیاتي پړاو دی.»
ورځنی ماموریت
سراج د کمپاین په ورځو کې هر سهار له بشپړې ژمنتیا سره چمتو کېږي. له لمر ختو سره سم د واکسین بکس په اوږه کوي او د خپل ټیم په ملتیا د خپلې ساحې تر هر محل پورې ځان رسوي. د هغه کار یوازې تر واکسین ورکولو نه محدودېږي؛ بلکې د کورنیو پوښتنې اوري، اندېښنو ته یې ځواب وايي او هڅه کوي د واکسین د ګټو په اړه ساده او کره معلومات شریک کړي.
د سراج په باور، د هرې کورنۍ باور ترلاسه کول د بریا تر ټولو مهم معیار دی، ځکه د واکسین منل د ماشوم د خوندي راتلونکي لپاره پرېکړه ده.
په دې لړ کې هغه له داسې کورنیو سره هم مخ کېږي چې د ناسمو معلوماتو او اوازو له امله واکسین ته زړه نه ښه کوي. دی وایي، کله کله یوازې څو دقیقې خبرې هم کولای شي یوه کورنۍ قانع کړي؛ چې د یوې کورنۍ پرېکړه بیا د ټول کلي چلند بدلولای شي.
محمد سراج یوه ماشوم ته د شري واکسین تطبیقوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
باور جوړونه
سراج د خپلې تجربې له یوې کیسې داسې یادونه کوي: «یوه ورځ د کمپاین پر مهال یوې لېرې سیمې ته ولاړم. هلته یوه کورنۍ د واکسین په اړه له سختو شکونو سره مخ وه. د کور مشره مېرمن د ناسمو معلوماتو له امله اندېښمنه وه او وېره یې لرله چې ګواکې واکسین به یې ماشومانو ته زیان ورسوي. ما له هغې سره اوږدې خبرې وکړې، د پولیو او شري خطرونه مې له بېلګو سره ورته تشریح کړل او په صبر مې د هغې پوښتنو ته ځواب ورکړ.»
سراج وایي: «ما هغې مور ته وویل؛ دا دوه څاڅکي یوازې د ماشوم د روغتیا لپاره نه، بلکې د هغه د هیلو، زده کړو او راتلونکي لپاره هم مهم دي.»
وروسته هغه قانع شوه. ماشومان یې واکسین شول، خو کیسه همدلته پای ته ونه رسېده. هماغې مېرمنې بیا په خپله د واکسین ملاتړ پیل کړ او نورو کورنیو ته یې ډاډ ورکاوه.
سراج دا صحنه د باور جوړونې او زغم یو ژوندی مثال بولي او وایي، کله چې یوه کورنۍ باور وکړي نو د ټولې ټولنې لپاره هم د بدلون لاره هوارېږي.
محمد سراج د واکسین د تطبیق تر څنګ خلکو ته پوهاوی هم ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د ټولنې ملاتړ: د بریا مهمه ستنه
په دغه بهیر کې د سراج لپاره له کورنیو سره سمه اړیکه، د مشرانو همغږي او له چاپېریال سره ځان عیارول هم د کار یوه مهمه برخه ده.
له همدې امله، نوموړی د والدینو د پوهاوي ترڅنګ د دیني علماوو همکاري، د قومي مشرانو ملاتړ او د ټولنې ګډ احساس هم مهم بولي. د ده په خبره، کله چې مشران ملاتړ وکړي او خلک سم معلومات ترلاسه کړي، د شک ځای په باور بدلېږي.
سراج وایي: «هر ځل چې یو ماشوم ته واکسین ورکوم، داسې احساس کوم لکه د هغه لپاره د ژوند نوې دروازه پرانیزم. دا یوازې یوه دنده نه ده؛ دا یو مسوولیت او خدمت دی.»
د سراج په څېر د ساحې کارکوونکو دا هڅې یوازې په کیسو او صحنو کې نه اندازه کېږي؛ د وخت په تېرېدو یې اغېز د واکسین د منلو او پوښښ په شمېرو کې هم څرګندېږي.
د خدمت ښکاره پایله
د کونړ د روغتیا څانګې د معلوماتو له مخې، په هغو سیمو کې چې د محمد سراج په څېر رضاکاران او واکسیناتوران فعال دي، د پولیو د واکسین پوښښ د پام وړ لوړ شوی دی. شاوخوا ۹۵ سلنه کورنۍ واکسین مني او د نه منلو کچه په وروستیو کلونو کې ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.
دا بدلون د دوامدار پوهاوي، د دیني او قومي مشرانو ملاتړ، او د رضاکارانو له نه ستړې کېدونکې ژمنتیا سره تړاو لري.
همدا شمېرې د پرمختګ یو انځور ورکوي، خو تر شا یې د سراج په څېر د ساحې د کارکوونکو پرلهپسې هڅې پرتې دي، هغوی چې هر کمپاین ته د نوې ارادې او مسؤلیت احساس سره ورننوځي.
د زرګونو ماشومانو لپاره د امید نښه
محمد سراج د کونړ هغه زلمی دی چې د زرګونو ماشومانو لپاره د امید او باور نښه ګرځېدلی. هغه نه ستړی کېږي او نه شاته کېږي. هر کمپاین ته له تازه ارادې، نوي تعهد او نوې هیلې سره راځي. د هغه لپاره د هر ماشوم روغتیا د خپل ژوند په څېر ارزښتناکه ده.
د سراج کیسه دا روښانه کوي چې د پولیو پر وړاندې مبارزه یوازې د واکسین تطبیق نه دی؛ بلکې د باور، پوهاوي او انساني ژمنتیا یوه ګډه ټولنیزه هڅه ده. او دا هم ښيي چې د ماشومانو روغتیا او د ټولنې راتلونکی د صداقت، خدمت او دوامدارې هڅې له لارې خوندي کېدای شي.
په پای کې، محمد سراج له ټولو کورنیو غوښتنه کوي چې د پولیو او شري د له مننځه وړلو په کمپاینونو کې برخه واخلي او خپلو ماشومانو ته واکسین ورسوي، ځکه هر ماشوم د خوندي راتلونکي حق لري.

