• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د هیلو دوه څاڅکي: په ګربزو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د عبیدالله هڅې

Homepage د ساحې کیسې د هیلو دوه څاڅکي: په ګربزو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د عبیدالله هڅې

د هیلو دوه څاڅکي: په ګربزو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د عبیدالله هڅې

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 30, 2025
د ساحې کیسې

خوست، افغانستان (۹ لېندۍ ۱۴۰۴) – د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په یوه لیرې کلي کې یو ځوان د پولیو (ګوزڼ) واکسین په هر کمپاین کې – چې له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو روغ راتلونکی ور پورې تړلی- خپل ماموریت په ډېرې ژمنتیا ترسره کوي.

دا ځوان عبیدالله اکبرزی دی چې اصلاً د خوست ولایت د مرکز (متون) اوسېدونکی دی او له تېرو شپږو کلونو راهیسې د پولیو د واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتور په توګه کار کوي.

هغه د کمپاین په ورځو کې هر سهار اوږد واټن وهي څو د واکسین د تطبیق په ځای/ محل کې د خپل ټیم په ملتیا د سیمې ماشومان واکسین کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هیڅ ماشوم له دغو دوو حیاتي څاڅکو نه بې برخې کېږي.

عبیدالله د خپل ټیم له همکارانو سره محل ته وختي را رسېږي، د واکسین بکس ګوري، د ثبت پاڼې چمتو کوي او ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي څو والدین په آسانۍ وکولای شي خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه د ورځې له پیله د خپل عادت له مخې دا جمله له ځان سره تکراروي چې: «نن هم باید ټولو ماشومانو ته ورسېږو.»

د عبیدالله همکار د خپل لاوډسپېکر په وسیله اعلان کوي: «د پولیو واکسین ټیم ستاسې د سیمې جومات ته راغلی دی، خپل د پنځو کلونو د کم عمر ماشومان راولئ څو واکسین او له ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.»

 

دا ځوان عبیدالله اکبرزی دی چې اصلاً د خوست ولایت د مرکز (متون) اوسېدونکی دی او له تېرو شپږو کلونو راهیسې د پولیو د واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتور په توګه کار کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

ورو ورو د واکسین محل ته د ماشومانو او د هغوی د والدینو راتګ پیلېږي، د هر ماشوم نوم او عمر ثبتېږي، بیا عبدالله په نرمه موسکا ماشوم ته سلام کوي او وروسته یې پلار ته په ساده ژبه تشریح کوي چې: «دا یوازې دوه څاڅکي دي، ډېر وخت نه نیسي، درد هم نه لري، خو ستاسې د ماشوم د راتلونکي لپاره لوی خوندیتوب دی.»

هغه وايي، هر ځل چې هر ماشوم واکسینوي، داسې احساسوي لکه یوه دروازه یې چې د تل لپاره د فلج پر مخ تړلې وي. عبیدالله ته ښه معلومه ده چې پولیو (ګوزڼ) یوازې یوه ساده ناروغي نه ده، بلکې هغه فاجعه ده چې ماشومان فلجوي او بیا یې د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځوي.

له همدې امله هغه والدینو ته په ټینګار یادونه کوي چې خپل ماشومان په هر کمپاین کې هر ځل په منظم ډول واکسین کړي څو له دې خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.

د واکسین په همدغه محل کې، نږدې ولاړ یو پلار چې خپل درې کلن زوی یې په غیږ کې نیولی، وايي: «هر کله چې د کمپاین اعلان واورم، خپل ماشوم سمدستي دلته راولم. دا یوازې دوه څاڅکي دي، خو زه دې ته د خپل زوی د راتلونکي د خوندیتوب په سترګه ګورم. مخکې به خلکو وېره راپاروله، خو اوس پوهېږم چې که واکسین نه وي، د فلج خطر هر وخت شته.»

 

عبیدالله وايي، هر ځل چې هر ماشوم واکسینوي، داسې احساسوي لکه یوه دروازه یې چې د تل لپاره د فلج پر مخ تړلې وي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

ورځ ورو ورو په تېرېدو ده خو عبیدالله او ټیم یې کار نه دروي، بلکې په هماغه روحیه د هر ماشوم تود هرکلی کوي لکه د ورځې په پيل کې چې یې لرله. له واکسین وروسته د هر ماشوم ګوته نښاني کېږي چې ټیم ته د حساب وسیله او والدینو ته د ډاډ نښه ده چې ګویا ماشوم یې خوندي شو.

د ورځې په پای کې عبیدالله له خپل ټیم سره یوځای شمېرنه کوي، د واکسین ویالونه حسابوي، راپور چمتو کوي او له ځانه پوښتي: «ایا نن خو به کوم ماشوم پاتې شوی نه وي؟» هغه وایي، هر ځل چې حساب بشپړېږي او پوه شي چې تر خپله وسه یې هېڅ ماشوم نه دی هېر کړی، نو ځان بریالی احساسوي.

عبیدالله باور لري چې د افغانستان راتلونکی د ماشومانو په لاس کې دی. هغه وایي: «د ماشومانو د واکسینولو تر څنګ دا هم زموږ مسوولیت دی څو خلکو ته دا پیغام ورسوو چې د پولیو له منځه وړل ممکن دي. که هر مور او پلار همکاري وکړي او خپل ماشومانو ته پر وخت واکسین ورکړي، موږ کولای شو خپل هېواد له دې ناروغۍ څخه په بشپړه توګه خلاص کړو.»

د ګربزو په کلیو او کوڅو کې ښايي د عبیدالله نوم ډېر لږ خلک واوري، خو د هغه کار د زرګونو ماشومانو په روغو ګامونو کې ښکارېږي. هر ماشوم چې په ډاډه زړه لوبې کوي او ښوونځي ته ځي، د عبیدالله او د هغو رضاکارانو د نه ستړې کېدونکې هڅو ژوندی ثبوت دی چې په چوپتیا د دوو څاڅکو هیله له نسله تر نسله لېږدوي.

مخکینۍ موضوع
واکسین؛ د ماشومانو حق او د والدینو مسوولیت – د محسن د ژمنتیا کیسه
بله موضوع
د باور او ژمنتیا سفیر: محمد سراج د کونړ د ماشومانو د روغتیا لپاره هڅې کوي

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,