• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې کونډې مور هڅې

Homepage غوره کیسې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې کونډې مور هڅې

له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې کونډې مور هڅې

PolioFreeAfghanistan
مارچ 20, 2024
غوره کیسې

عبدالصبور سیرت

بلخ، افغانستان (۱ وری ۱۴۰۳) – ۵۰ کلنه نظیفه د پولیو واکسین کمپاین تکړه رضاکاره او سوپروایزره ده چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره کار کوي.

هغه هره ورځ سهار ۷:۳۰ بجې له کوره راوځي او بیا تر مازدیګره د خپل مسوولیت په ساحو د مزارشریف ښار «چغدک»، «شور تاک‌زار» او «ګذر علیا» سیمو کې کور په کور ګرځي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورسوي.

نظیفه چې تر دوولسم ټولګي یې زده کړې کړې، وايي: «د یوې کونډې مور په توګه ما ته د خپل هېواد د خپلو ماشومانو راتلونکی ډېر ارزښت لري، په همدې انګېزه د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره یو ځای شوې یم او د افغانستان د ماشومانو د ژوند خوندیتوب لپاره په رضاکارانه ډول کار کوم.»

 

نظیفه هره ورځ سهار ۷:۳۰ بجې له کوره راوځي او بیا تر مازدیګره د خپل مسوولیت په ساحه کې کور په کور ګرځي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورسوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

دا چې نوموړې په خپله هم د څلور ماشومانو مور ده، خوشحاله ده چې د خپلو ماشومانو تر څنګ نورو ماشومانو ته هم د پولیو واکسین رسولو کې مرسته کوي.

هغې زیاته کړه: «خپلې دندې ته د لېوالتیا او ژمنتیا له مخې ان ډېرې ورځې د سهار چای له څښلو پرته له کوره وځم څو هغه رضاکاران وڅارم چې آیا د خپل مسوولیت ساحو کې یې ټول ماشومان واکسین کړي او کنه؟»

هغې زياته کړه، څومره چې له خپلو ماشومانو سره مينه لري، هومره د هېواد له نورو ماشومانو سره هم لري ځکه خو د هغوى روغتيا ورته مهمه ده او هڅه کوي د هغوی د خوندیتوب په موخه ور سپارل شوې دنده په ښه توګه مخ ته یوسی.

د دې په خبره، د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د جوماتونو د امامانو او د سیمې د مشرانو مرسته ډېره مهمه ده او له دې سره تل د جومات امام او د کلي مشر مرسته کوي څو له واکسینه انکاري کورنۍ قانع کړي.

دې وویل: «هڅه کوم د کورنیو مشرانو ته د واکسین ګټې بیان کړم او هغوی راضي کړم چې خپل ماشومان د پولیو خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.»

 

نظیفه په خپل موبایل کې د هغه ماشوم عکس ښيي چې د دې د هڅو په پایله کې یې کورنۍ د هغه واکسینولو ته راضي شوې ده ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

نظیفه زیاتوي، د پولیو یا ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي، زه د کورنیو له مشرانو غوښتنه کوم چې خپل ماشومان په منظم او پر له پسې ډول واکسین کړي څو له دایمي ګوزڼ څخه خوندي شي.

د مزارشریف ښار د چغدک سیمې مشر نور محمد د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د پولیو واکسین د رضاکارانو هڅې د ډېرې ستاینې وړ بولي او له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو له هغوی سره همکاري وکړي.

نوموړی وايي، د پولیو ویروس خطرناک دی چې له پنځو کلونو د کم عمر د ماشومانو د مړینې یا فلج لامل کیږي زه تل هڅه کوم د نظیفې ترور سره کور په کور وګرځم او د انکاري کورنیو په قانع کولو کې ورسره مرسته وکړم.

د هغه په وينا، د پوليو واکسين دوه څاڅکي چې د کمپاین پر مهال په کورونو او یا نورو وختونو کې په روغتيايي مرکزونو کې ماشومانو ته ورکول کېږي، د دې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ وسیله ده.

مخکینۍ موضوع
پلوشه؛ یوه بریالۍ واکسیناتوره
بله موضوع
«تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین رسول زما دنده ده»

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,