• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

«تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین رسول زما دنده ده»

Homepage د ساحې کیسې «تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین رسول زما دنده ده»

«تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین رسول زما دنده ده»

PolioFreeAfghanistan
مارچ 21, 2024
د ساحې کیسې

هوسۍ احمدزۍ

کابل، افغانستان (۲ وری ۱۴۰۳) – د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی ۳۰ کلن عبدالکریم د پولیو واکسین کمپاین هغه زیارکښ رضاکار دی چې هڅه کوي د خپلې سیمې تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي.

نوموړی چې تر لسانس کچې زده کړې لري، په خپله سیمه کې د یوه ښوونځي ښوونکی دی خو د دې تر څنګ له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاین کې د رضاکار واکسیناتور په توګه هم کار کوي.

دی وايي، خوښ دی چې ماشومانو ته د ښوونې او روزنې ورکولو تر څنګ د هغوی د روغتیا او سالم راتلونکي لپاره د پولیو ناروغۍ پر ضد مبارزه کوي.

هغه چې د واکسین بکس یې په څنګ کې و او د خپلې سیمې د ماشومانو واکسینولو په موخه کور په کور ګرځېده، وویل: «د دریو ماشومانو د پلار او لسګونو ماشومانو د ښوونکي په توګه د هېواد ماشومان خپل اولادونه ګڼم، غواړم هر ماشوم روغ او جوړ وي او ښه راتلونکی ولري.»

د ده په خبره، په همدغه احساس یې د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې د رضاکار په توګه دندې ته اوږه ورکړې څو د هېواد ګلالي ماشومان د پولیو فلجوونکې ناروغۍ ښکار نه شي او سبا د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه وي.

 

عبدالکریم د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال د یوه کور دروازه ټکوي څو ماشومانو ته واکسین ورکړي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

هغه وايي، د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د خپلې سیمې د هر کور تر دروازې څو- څو ځله ورځي څو یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې نه شي.

هغه وویل: «که کومه کورنۍ په لومړۍ ورځ بهانه وکړي په دویمه او ان په درېیمه ورځ هم ورځم او ماشومان یې واکسینوم، ځکه دا خپل ایماني او وجداني مسوولیت ګڼم.»

عبدالکریم یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې ډېرې کورنۍ د پولیو ناروغۍ په زیانونو او د پولیو واکسین په ارزښت پوهېدلي او په اسانۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرېږي خو له بده مرغه داسې کورنۍ هم شته چې په دې اړه یې پوهاوی کم دی او خپل ماشومان نه واکسینوي.

د ده په خبره، تل د دغسې انکاري کورنیو له مشرانو سره خبرې کوي، هغوی ته د پولیو ناروغۍ زیانونه ور ښيي او ورته وايي چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي.

 

عبدالکریم د کابل ښار په نهمه ناحیه کې یو ماشوم ته د واکسین ورکولو پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

دی زیاتوي، په دغه لړ کې یې تر اوسه د سیمې شپږ دغسې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړي او په خپله دې لاسته راوړنه خوشحاله دی.

هغه وویل، د دې لپاره چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې هڅې لا ډېرې اغېزناکې شي او ښې پایلې ولري، د سیمې له اوسېدونکو سره یې ښې اړیکې جوړې کړې او ان یو وټس اپ ګروپ یې جوړ کړی چې له کلیوالو سره په کې د پولیو ناروغۍ په اړه د پوهاوي پېغامونه او نور معلومات شریکوي.

عبدالکریم وايي، لویه هیله یې دا ده چې بالاخره د دوی دا هڅې رنګ راوړي او افغانستان یوه ورځ له پولیو ناروغۍ څخه د تل لپاره خلاص شي.

اوسمهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې ماشومان یې د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي خو په نوره نړۍ کې د دغې ناروغۍ مخنیوی شوی دی.

مخکینۍ موضوع
له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې کونډې مور هڅې
بله موضوع
میرزاګل؛ هغه ځوان چې ګوزڼ د نورو مرستې ته اړ کړی

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,