• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

پلوشه؛ یوه بریالۍ واکسیناتوره

Homepage د ساحې کیسې پلوشه؛ یوه بریالۍ واکسیناتوره

پلوشه؛ یوه بریالۍ واکسیناتوره

PolioFreeAfghanistan
مارچ 19, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدي

کندز، افغانستان (۲۹ کب ۱۴۰۲) – «زه او زما همکارانې هڅه کوو هر ماشوم واکسین کړو څو د پولیو خطرناکه ناروغي له افغانستان څخه د تل لپاره ورکه شي.»

دا د ۲۸ کلنې پلوشې نیازۍ څرګندونې دي چې د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې له تېرو څو کلونو راهیسې د واکسنیاتورې په توګه دنده ترسره کوي.

هغه چې سپینه چپنه یې پر تن ده د خپلو همکارانو په ملتیا هغو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي چې له خپلو مېندو سره یو ځای د درملنې لپاره دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه کوي.

پلوشه وايي: «هره ورځ د روغتیايي مرکز په دهلېزونو او اتاقونو کې په هغو ماشومانو پسې ګرځم چې له خپلو مېندو سره راځي، هغوی ته واکسین ورکوم، هڅه کوم یو ماشوم هم له واکسین څخه بې برخې نه شي.»

د دې په خبره، د ماشومانو – چې د وطن اینده سازان دي- روغتیا ورته مهمه ده او د هغوی د خوندیتوب او سلامتیا پر وړاندې ځان مسوول ګڼي.

هغې وویل: «هره ورځ ګڼې کورنۍ د درملنې او یا هم د خپلو ماشومانو د واکسینولو په موخه دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه کوي خو زه هره مور جلا جلا پوښتم چې خپل ماشومان یې واکسین کړي او که نه، د دې لپاره چې سل سلنه ډاډه شم د هغوی ګوتې ګورم چې رنګ شوي دي او که نه؟»

 

پلوشه د خان اباد روغتیايي مرکز په دهلیزونو کې په هغو ماشومانو پسې ګرځي چې له خپلو مېندو سره یو ځای د درملنې لپاره دغه روغتیايي مرکز ته راځي څو د پولیو واکسین ورته تطبیق کړي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي

 

دا زیاتوي، ځینې میندې چې د پولیو واکسین په ارزښت خبرې نه دي، د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کوي خو دا په ډېره نرمي له هغوی سره خبرې کوي، د پولیو ناروغۍ زیانونه او د واکسین ګټې ورته بیانوي او وروسته حاضرېږي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د پلوشې په وینا، وروسته له دغو مېندو غواړي چې د دې همدا پېغام د کلي تر نورو مېندو هم ورسوي څو هغوی هم د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅېږي.

دا وايي، په خپله کاري موده کې یې تر دې مهاله سلګونه مېندې د پولیو واکسین په ارزښت پوهولې او په ډېرې خوښۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرې شوې دي.

یاده شوې بریالۍ واکسیناتوره وايي، د پولیو ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي، په همدغه بنسټ دا د ټولو والدینو مسوولیت دی چې خپل له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان د هر کمپاین پر مهال واکسین کړي.

د دې په خبره، که کوم ماشوم په کومه وجه له واکسینه پاتې کېږي نو د واکسینولو لپاره دې نږدې روغتیايي مرکز ته وروستل شي.

 

پلوشه د خان اباد په روغتیايي مرکز کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي

 

محبوبه هغه دېرش کلنه مور ده چې خپل دوه ماشومان یې دغه روغتیايي مرکز ته د واکسینولو لپاره راوستلي وو.

دا وايي، مخکې د پولیو ناروغۍ په زیانونو او د واکسین په ګټو نه پوهېده خو له هغه راهیسې چې پلوشې دا وپوهوله اوس هره میاشت خپل ماشومان د واکسینولو لپاره دغه روغتیايي مرکز ته راولي.

دې وویل، اوس په دې پوهېدلې چې که له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په منظم ډول واکسین نه شي نو د پولیو په ناروغي اخته کېږي چې پایله یې معلولیت دی.

د خان اباد روغتیايي مرکز د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالمنان وايي چې پولیو یوه ساري، وژونکې او فلجوونکې ناروغي ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ګردش کې ده.

دی وايي، له دغې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار واکسین دی، ځکه دا ناروغي درملنه نه لري.

نوموړی خبرداری ورکوي چې والدین باید محتاط و اوسي او پرېنږدي چې دا ناروغي یې د ماشومانو نن او راتلونکی تباه کړي.

مخکینۍ موضوع
تابش شېرزاد: د همت او استقامت ژوندۍ بېلګه
بله موضوع
له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې کونډې مور هڅې

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,