• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د باور پُل: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ژمن مبلغ هڅې

Homepage د ساحې کیسې د باور پُل: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ژمن مبلغ هڅې

د باور پُل: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ژمن مبلغ هڅې

PolioFreeAfghanistan
اگست 5, 2025
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۱۴ زمری ۱۴۰۴) – سمسور رحیمي، چې په لاسونو کې یې د یادښتونو کتابچه او د پوهاوي پاڼې دي، هره ورځ د کابل د قلعه‌زمان‌خان کوڅو په ګڼه ګوڼه کې له خلکو سره مخامخ خبرې کوي.

هغه چې پر شونډو یې موسکا خپره وي او په چلند کې یې بشپړ درناوی ښکاري، د خلکو باور ترلاسه کول یې لومړی‌توب دی.

رحیمي د پولیو واکسین کمپاینونو یو ژمن مبلغ (Social Mobilizer) دی چې د شک او تردید تر منځ لومړی د خلکو اندېښنو ته غوږ نیسي او وروسته په ساده او درناوي‌محوره ژبه د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د خوندیتوب په اړه روښانه ځوابونه ورکوي.

نوموړی د دیني عالمانو او مشرانو په ملاتړ، د شکونو وریځې څنډې ته کوي او د کورنیو پوهاوی ډېروي.

 

ماشومتوب او انګېزه

رحیمي د ننګرهار ولایت په یوه داسې سیمه کې لوی شوی چې هلته د ژوند ډېرې اسانتیاوې نه وې.

هغه د خپل ماشومتوب دورې هغه صحنې را یادوي چې له یو شمېر همزولو یې د پولیو ناروغۍ له امله د لوبو میدانونه پاتې شول او د دایمي فلج له کړاو سره مخ شول. هماغه تجربې وي چې د ده د ژوند لوری یې وټاکه.

رحیمي وایي: «په کوچنیوالي کې مې خپل ګڼ همزولي لیدلي چې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شول. هغه مهال نه پوهېدو چې دا ناروغي څومره خطرناکه ده او د واکسین څاڅکي څومره ارزښت لري.»

د ده په اند، د هر ماشوم د روغتیا مسوولیت له کور او کلي پیلېږي، همدغه واقعیت هغه تل دې ته هڅولی چې د خلکو د پوهاوي لپاره نوې لارې ومومي.

 

رحیمي د پولیو واکسین کمپاینونو یو ژمن مبلغ دی چې په ساده او درناوي‌محوره ژبه د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د خوندیتوب په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

له وېرې تر باور – د ګډو غږونو ځواک

په دې وروسیتو کې، رحیمي د خپلې دندې په لړ کې د قلعه‌زمان‌خان اړوند یوې ناحیې ته لاړ چېرې چې شک او تردید د واکسین پر حقیقت سیوری غوړولی و. ځینو واکسین د «پردیو دسیسه» بلله او ځینو بیا فکر کاوه چې ګواکې د ماشومانو روغتیا زیانمنوي.

رحیمي وار له مخه د دې سیمې له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره اړیکه نیولې وه او په دې ورځ د کلي مشر حاجي جانان د غونډې مشري وکړه.

هغه په ډاګه وویل: «زه د هغه ماشوم پلار یم چې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوی، دې دردناکې پېښې زه وپوهولم چې واکسین څومره ارزښت لري. راځئ ټول په ګډه د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پام وکړو؛ په اصل کې دا واکسین د هغوی راتلونکی ژغوري.»

وروسته د جومات امام، مولوي حبیب وویل: «اسلام پر موږ د ځان او اولادونو ساتنه فرض کړې ده؛ د پولیو واکسین نه حرام دی او نه شکمن. په دین کې وقایه او له درملنې مخکې احتیاط ځانګړی ارزښت لري.»

د همدغو ګډو او روښانه غږونو پایله دا شوه چې په دې سیمه کې د شک او تردید تیارې په کمېدو شوې.

یوې مور، چې د ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې راغلې وه، وویل: «پخوا مې فکر کاوه چې د پولیو واکسین زیان لري، خو اوس پوه شوم چې دا یوه برکتناکه وسیله ده او کولای شو د خپلو خوږو ماشومانو روغتیا ورباندې وساتو.»

رحیمي خپلو دغو هڅو ته په پوره ژمنتیا دوام ورکوي او له همدې امله په وار وار د روغتیا وزارت او نورو شریکو ادارو له لوري ستایل شوی دی.

خو د ده لپاره تر ټولو لوی انعام هغه وخت وي چې ووینې یوه مور یا یو پلار د ده د هڅو په پایله کې د خپلو ماشومانو واکسینولو لپاره په لېوالیتا ګام اخلي.

 

رحیمي د خپلې دندې پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د سبا هیله – «یوازې دوه څاڅکي کولای شي راتلونکی بدل کړي»

رحیمي باور لري چې د پولیو ناروغۍ مخنیوی یوازې د روغتیايي ټیمونو کار نه دی، بلکې د ټولنې ګډ مسوولیت دی: «که موږ ټول – په ځانګړي ډول مېندې او پلرونه – د ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې را نه شو او خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړو نو هغه ورځ لرې نه ده چې افغانستان به له پولیو پاک هېواد شي.»

 

د عمل بلنه

د رحیمی هڅې ښيي چې باور؛ یو او بل ته په غوږ نیولو، منطق او درناوي رامنځته کېږي. هر څوک کولای شي د دې بدلون برخه وي—مور، پلار، امام، ښوونکی، قومي مشر او ځوان. د کورنۍ په کچه یوه کوچنۍ پرېکړه د ټولې ټولنې لپاره لوی ګام ګرځي.

کله چې سمسور د ورځې په پای کې د خپلو یادښتونو کتابچې ته ګوري، نو د ماشومانو خوښۍ او خنداګانې یې په ذهن کې غزونې کوي او ټوله ستړیا یې لیرې کېږي.

همدا ده د ده د کار مانا: د خلکو ذهنونه روښانه کول او د ماشومانو راتلونکی خوندي کول.

مخکینۍ موضوع
د فلج تر سیوري لاندې؛ د هیلو څراغ
بله موضوع
هر ماشوم ارزښت لري

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,