هر ماشوم ارزښت لري

په یوې لیرې سیمې کې د یوه ژمن واکسیناتور د هڅو کیسه چې د زرګونو ماشومانو ژوند یې خوندي کړی دی.
پکتیکا، کابل (۱۹ زمری ۱۴۰۴) – سهار لا لمر نه و راختلی چې نور الله خپلې دندې ته چمتو شو. کله چې له کوره وته نو مور یې ور غږ کړل: «زویه! خپل کار په اخلاص ترسره کوه، تا ته د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب دروند مسوولیت در په غاړه دی.»
هغه، په داسې حال کې چې د واکسین بکس یې په اوږه کې و او د مور خبرې یې په غوږونو کې ازانګې کولې، د پولیو واکسین د تطبیق ځای ته روان شو.
له تجربو تر عمله
۲۸ کلن نورالله د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند د شرمتخېل کلي له هغو ځوانانو دی چې د ماشومتوب ترخو تجربو یې د ژوند پر انتخابونو ژوره اغېزه کړې ده.
هغه وايي: «زه چې ماشوم وم نو په کلي کې مو هیڅ روغتیايي مرکز نه و. کله به چې څوک ناروغ شو نو کورنۍ اړې وې ساعتونه مزل وکړي او ناروغ د درملنې لپاره ښار ته بوځي، خو ډېرو ناروغانو په ځانګړي ډول ماشومانو د لارې د سختو شرایطو له امله ژوند له لاسه ورکاوه، دغه وضعیت ما ته دا احاس راکوه چې کله غټ شم نو د خپلو خلکو د روغتیا لپاره باید خپله برخه مسوولیت ادا کړم.»
همدا احساس و چې نورالله وروسته د پولیو واکسین کمپاینونو برخه شو او اوس د دغه بهیر له ژمنو او مخکښو غړو څخه دی. هغه په هر کمپاین کې له سهاره تر ماښامه، د لیرې سیمو ماشومانو ته واکسین رسوي څو د دې خطرناکې ناروغۍ له ګواښ څخه خوندي شي.
د ده لپاره هر څاڅکی واکسین، د ټولنې د راتلونکي د خوندي کولو معنا لري.
۲۸ کلن نورالله د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند په شرمتخېل کلي کې ماشومان واکسینوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د لارې ننګونې
خو د نورالله دنده هېڅکله اسانه نه ده. هغه یوازې د اوږدو غرنیو لارو او ستړیاوو سره نه، بلکې د خلکو د ناسمو ذهنیتونو له خنډونو سره هم مخ کېږي.
ځینې کورنۍ د ناسمو باورونو او اوازو له امله له واکسین ردوي، خو هغه په داسې حالاتو کې حوصله له لاسه نه ورکوي. لومړی په پوره درناوي د خلکو اندېښنې اوري، بیا په ساده ژبه هغوی ته تشریح کوي چې واکسین د ماشومانو د ژوند ساتونکی دی او هېڅ زیان نه لري.
د ده دا مهربانه چلند او د زړه له تله خبرې ډېر وخت د خلکو په زړونو اغېزه کوي، او هغه کورنۍ چې کلونه یې واکسین رد کړی وي، په خوشحالۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرېږي.
د ذهنیتونو بدلون
د نورالله د هڅو له برکته، اوس د شرمت خېل سیمې د اوسېدونکو په ذهنیتونو کې ژور بدلون راغلی چې پر بنسټ یې زرګونه ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شوي دي.
د سیمې یو اوسېدونکی حاجي لونګ خپله تجربه داسې بیانوي: «پخوا زه د ناسمو معلوماتو او اوازو تر اغېز لاندې راغلی وم، خو کله چې نورالله او د ده همکارانو د پولیو ناروغۍ د خطر او واکسین د ارزښت په اړه کره معلومات راکړل نو ذهنیت مې بدل شو.»
نوموړی په ویاړ سره وایي چې خوشحاله دی مخکې له دې چې ناوخته شي، په حقیقت پوه شو. اوس په هر کمپاین کې لومړی خپل ماشومان د واکسین ځای ته بیايي، څو د ده د کورنۍ راتلونکی له پولیو خوندي شي.
یوه ماشومه د پولیو واکسین اخیستلو پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
هیله بخښونکی پیغام
نورالله باور لري چې د پولیو له منځه وړل ممکن دي، خو یوازې هغه وخت چې هر ماشوم واکسین شي. دی وایي: «زما هیله دا ده چې ټول والدین په دې پوه شي، چې پولیو ناروغي درملنه نه لري او مخنیوی یې یوازې د واکسین په وسیله مممکن دی.»
دی د هغې ورځې په ارمان دی چې بالاخره افغانستان د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه خلاص شي او بیا هیڅ ماشوم فلج نه شي.
د راتلونکي روښانه لاره
د نورالله ژوند، چې د یوې ژمنې او خدمت په کیسه بدل شوی، د دې ښکارندوی دی چې د یو کس صداقت او هڅې څنګه د زرګونو ماشومانو راتلونکی خوندي کولای شي.
د هغه د مور خبرې لا هم د ده د هر ګام الهام دی: «زویه! خپل کار په اخلاص ترسره کوه، تا ته د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب دروند مسوولیت در په غاړه دی.»

