په کږې کلي کې د پولیو ضد ژمن ګامونه

ننګرهار، افغانستان (۳ زمری ۱۴۰۴) – ۲۵ کلن شیرین زمان تسل له تېرو څو کلونو راهیسې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په کږې کلي کې د پولیو ضد واکسین کمپاینونو کې له کمپاین وروسته د څارنې (Post Campaign Monitoring – PCM) مسوولیت په غاړه لري.
له کمپاین وروسته څارونکی یا PCM monitor هغه څوک دی چې د کمپاین له پای ته رسېدو وروسته کور په کور ګرځي، له خلکو سره خبرې کوي او معلومات راټولوي څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول ماشومان واکسین شوي دي، دغه راز د خلکو رضایت او پوهاوی څنګه دی او د ټیمونو د کار کیفیت او شفافیت په کومه کچه دی.
شیرین زمان تسل چې د خلکو په زړونو کې د باور رامنځته کول خپله اصلي موخه ګڼي، هڅه کوي هغه ماشومان چې د بېلابېلو دلایلو له کبله له واکسینه پاتې شوي وي په دقیقه توګه ومومي، څو واکسین او د پولیو ویروس له ګواښ څخه خوندي شي.
په پيل کې دا کار اسانه نه و، له واکسین څخه د خلکو بېځایه وېره او بېلابېل شکونه د هغه په وړاندې لوی خنډونه وو.
ډېرو کورنیو فکر کاوه چې واکسین بېګټې دی له همدې امله یې خپل ماشومان نه پرېښودل چې واکسین شي.
خو هغه چې په زغم او ژور تعهد سره کار کوي، خلک دې ته وهڅول چې د پولیو پر وړاندې د یوازینۍ خوندي لارې – واکسین – ارزښت درک کړي.
تسل وايي: «په شروع کې ډېرو کورنیو داسې انګېرله چې واکسین ګټه نه لري، یا دا د بهرنیانو یوه توطیه ده. خو موږ د اعتماد فضا رامنځته کړه، له خلکو سره مو پرلهپسې خبرې وکړې، او د پولیو د خطرونو، د واکسین د ارزښت او د ماشومانو د سالم راتلونکي په اړه مو وضاحت ورکړ. خوشحاله یم چې اوس ډېرو کورنیو دا پیغام درک کړی او له زړه غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.»
شیرین زمان تسل په کږې کلي کې له کمپاین وروسته نظارت کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
له انکار تر همکارۍ
د کږې کلي قومي مشر او ملک حاجي عبدالغفور وايي: «شیرین زمان تسل یو له هغو ځوانانو څخه دی چې ستړیا نه پېژني، په اخلاص او مینه له هرې کورنۍ سره خبرې کوي او هغوی ته پوهاوی او قناعت ورکوي.
د نوموړي په وینا، د تسل د دغو نهستړې کېدونکو هڅو په برکت، اوس ډېرې هغه کورنۍ چې پخوا یې واکسین رداوه، په خپله خوښه او خوشحالۍ سره خپل ماشومان واکسینوي.»
د سیمې یو اوسېدونکی حاجي نعمتالله، چې زوی یې مخکې له واکسینه پاتې و، وايي: «زه پخوا ډاډه نه وم، خو تسل راسره څو وارې خبرې وکړې، هر ځل یې په صبر او زغم قناعت راکړ، بالاخره مې له زړه شکونه لرې شول. اوس هر کمپاین ته چمتو یم، زوی مې نور هېڅکله له واکسینه نه پاتې کېږي.»
په عین حال کې د سیمې یو ملا امام مولوي عبدالحلیم هم د شیرین زمان تسل د هڅو ستاینه کوي او وايي: «له طبي پلوه دا یو ثابت حقیقت دی چې د پولیو ضد واکسین د ماشومانو د ژوند ژغورلو او د فلج له خطر څخه د خوندي کولو یوازینۍ او تر ټولو اغېزناکه لاره ده، د واکسین په مرسته موږ کولای شو خپل راتلونکی نسل له تلپاتې معلولیت څخه وژغورو او د هغوی سالم او فعال ژوند ډاډمن کړو.»
هغه زیاتوي، همداشان له دیني اړخه د ماشومانو پالنه او د هغوی د ژوند ساتنه زموږ پر غاړه یو شرعي مسوولیت دی، اسلام د انسانانو ژوند ته ځانګړې ارزښت ورکوي او هر ډول وقایوي اقدامات چې د ناروغیو مخنیوی کوي، شریعت نه یوازې جایز بللي، بلکې لازم یې ګرځولي دي.
دغه دیني عالم زیاتوي: «زه تل د جومات له منبره خلکو ته دا پیغام ورکوم چې د پولیو ضد واکسین تطبیق نه یوازې یو روغتیايي اقدام دی، بلکې زموږ او ستاسو ټولو دیني او اخلاقي مسوولیت دی، ځکه یو روغ او سالم ماشوم د ټولنې د ډاډمن راتلونکي زېری دی.»
ډاکټر صبغتالله چې په سیمه کې د روغتیايي خدماتو همغږی کوونکی دی وايي: «ډېرو هغو کورنیو چې کلونه یې د واکسین پر وړاندې منفي فکر درلود، اوس د شیرین زمان تسل په څېر روغتیايي کارکوونکو د هڅو او د دیني عالمانو د ملاتړ په نتیجه کې خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي چې دا ټولنې د عامه پوهاوي او اعتماد یوه ستره بریا ده.»
تسل د کږې کلي له واکسین شوو ماشومانو سره © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د کړاوونو په منځ کې ژمنتیا
شیرین زمان تسل هره ورځ لسګونو کورونو ته ورځي، د هرې کورنۍ دروازه ټکوي له والدینو او مشرانو سره خبرې کوي او هڅه کوي چې یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې نه شي.
هغه یوازې په شمېرو او ارقامو بسنه نه کوي بلکې د خلکو په زړونو کې د باور او اعتماد پیداکولو لپاره هم کار کوي.
نوموړی د هرې کورنۍ شکونه په صبر او حوصله اوري هغوی ته د پولیو ناروغۍ خطرونه او د واکسین ارزښت په ساده ژبه تشریح کوي، څو هر پلار او مور د خپل ماشوم روغتیا ته ښه پاملرنه وکړي.
تسل وايي: «تر هغه چې یو ماشوم هم له واکسینه پاتې وي، زموږ کار پای ته نه دی رسېدلی. زما لپاره د ماشومانو د روغتیا خوندي کول یوازې یو مسلکي مکلفیت نه، بلکې یو اخلاقي او انساني رسالت دی. زه باور لرم چې هر ماشوم د سالم ژوند حق لري او موږ ټول مسوول یوو چې هغوی ته دا حق ورکړو.»
د ټولنې غږ او ګډ مسوولیت
د کږې کلي ټولنیز فعال عبدالقدیر وايي: «موږ خوشبخته یوو چې د پولیو په وړاندې د مبارزې لپاره داسې ژمن او زحمتکښه ځوانان لرو، دا یوازې د دوو څاڅکو د واکسین خبره نه ده، بلکې د راتلونکو نسلونو د سالم ژوند د ساتلو خبره ده. زه له ټولو کورنیو غوښتنه کوم چې بېپروايي و نه کړي او د هر کمپاین پر مهال خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي.»
نوموړی زیاتوي، یوازې د ټولنې یووالی او د دیني علماوو، قومي مشرانو، او ځوانانو ګډ کار کولای شي چې د پولیو په وړاندې بریا تضمین کړي، موږ ټولو ته په کار ده چې له دغو اتلانو سره اوږه په اوږه ودرېږو.
د شیرین زمان تسل کیسه د هغه زرګونو رضاکارانو او روغتیايي کارکوونکو استازولي کوي چې له ستونزو سربېره د ماشومانو د ژوند خوندي کولو لپاره خپله انرژي او وخت ځانګړی کوي.
که څه هم لار اوږده او ستړې ده خو د دغو ژمنو هڅو په پایله کې به یوه ورځ افغانستان له پولیو پاک هېواد اعلان شي، بیا به هر ماشوم روغ، خوشحاله او له فلج څخه خوندي ژوند ولري.

