یو کوچنی کلی، یو لوی بدلون

د پروان یو ځوان څنګه د شکونو دېوالونه ونړول او خپل کلي ته یې د هیلو دروازې پرانیستلې!؟
پروان، افغانستان (۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴) – کله چې د سهار رڼا ورو ورو د غوربند د غرونو پر څوکو خپرېږي، د قلاتک سیمې یو ځوان، په خوښۍ او لېوالتیا د واکسین له بکس سره یو ځای، د کلي په کوڅو کې ګام ږدي.
دا اولیا عصمت دی؛ هغه یوازې واکسیناتور نه دی، بلکې د امید استازی او د هغوی ماشومانو لپاره د خوندي راتلونکي غږ دی چې د پولیو ویروس له خطر سره مخ دي.
زدهکړې او مسوولیت
اولیا له پروان پوهنتون د انګلیسي ژبې او ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی دی. هغه کولای شوای په ښار کې ارام ژوند وکړي، خو داسې یې و نه کړل، بلکې د خپل تحصیل له بشپړولو وروسته بیرته خپلي کلي ته راغی او د ماشومانو د روغ راتلونکي لپاره د پولیو ضد مبارزې برخه شو.
هغه وايي: «شاوخوا څلور کاله کېږي چې په خپل کلي کې، د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتور په توګه کار کوم، زه نه غواړم چې زما د کلي ماشومان د پولیو فلجوونکې ناروغۍ قربانیان شي، بلکې غواړم زما د کلي ماشومان لوبې وکړي، ښوونځي ته لاړ شي او روغ راتلونکی ولري.»
اولیا عصمت دندې ته چمتو کېږي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د شک دېوالونه
په لومړیو کې، کار اسانه نه و. ډېرو کورنیو د پولیو واکسین په اړه شک درلود. یو سهار چې کمپاین تازه پیل شوی و، یوه سپین ږیري د هغه په وړاندې توند غبرګون وښود: «ته نه شرمېږې چې دا زهر زموږ ماشومانو ته راوړې؟»
اولیا چې تل موسکی وي، په مینه ورته وویل: «کاکا جانه! که دا زهر وای نو ولې به مې تر ټولو مخکې خپل کوچني ورور ته ورکول؟»
خو هغه پوهېده چې یوازې دا جمله کافي نه ده، بلکې د خلکو ناسم ذهنیتونه یوازې د هغه چا له خولې په علمي منطق بدلېږي چې دوی اعتماد ورباندې لري.
په هماغه ورځ د کلي د جومات امام مولوي صبرالله د مازدیګر له لمانځه وروسته د کلیوالو په منځ کې ودرېد او ویې ویل: «اسلام د انسان روغتیا او ژوند ته لوړ ارزښت ورکړی دی، دا چې پولیو یوه فلجوونکې ناروغي ده، درملنه نه لري او د مخنیوي یوازینۍ لار یې واکسین دی، نو دا زموږ او ستاسو د ټولو مسوولیت دی چې خپل ماشومان تر پنځه کلنۍ پورې واکسین کړو، څو له دې ناروغۍ خوندي شي.»
ورپسې د کلي ملک عصمت الله پورته شو او ویې ویل: «اولیا زموږ د کلي لوستی ځوان دی، دی او همکاران یې له تېرو څو کلونو راهیسې زموږ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره زیار باسي، راځئ ټول په یووالي د هغه ملاتړ وکړو او په هر کمپاین کې خپل ماشومان ورته حاضر کړو څو هغوی یې واکسین کړي.»
اولیا عصمت ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
له بې باورۍ تر باور پورې
له هماغې ورځې وروسته قلاتک کلی بدل شو. هغه کورنۍ چې پخوا یې خپلې دروازې بندولې، اوس د کمپاین ټیمونو ته په خوشحالۍ هرکلی وایي.
اوس ماشومان د هر کمپاین پر مهال په منډه د رضاکارانو مخې ته ورځي او چیغې وهي چې: «واکسین والا راغلل!»
اولیا وايي: «که نیت سپېڅلی وي او خبره له زړه وي، خلک یې حتما اوري، دا چې نن ماشومان په منډه راځي او زموږ په راتګ خوشحالي کوي، ما ته ډېر ارزښت لري.»
یو لوی خوب؛ له پولیو پاک افغانستان
اولیا یو لوی ارمان لري، داسې چې یوه ورځ افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په شان له پولیو ویروس څخه پاک اعلان شي.
«دې لویې هیلې ته رسېدل شوني دي، خو که ديني عالمان، قومي مشران، میندې، پلرونه – ټول سره یو شول – دا خوب به رښتیا شي. دا یوازې زما دنده نه ده، دا زموږ د ټولو مسوولیت دی.»

