• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو ختمولو لپاره د یوه ځوان هڅې

Homepage د ساحې کیسې د پولیو ختمولو لپاره د یوه ځوان هڅې

د پولیو ختمولو لپاره د یوه ځوان هڅې

PolioFreeAfghanistan
جولای 10, 2025
د ساحې کیسې

اسمین‌الله ساحل د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پولیو پر ضد یوه داسې مبارزه پرمخ وړي چې ماشومان یې د فلج له ګواښ څخه خوندي کړي او د خلکو په زړونو کې یې د خوندي راتلونکي نوې هیلې ټوکولې دي.

 خوست، افغانستان (۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴) – سهار وختي، د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په یوه کوچني کلي کې، چې لمر لا خپلې وړانګې نه وې خپرې کړې، اسمین‌الله ساحل د خپل کور دروازه پرانیزي. هغه خپل نیلي رنګ بکس چې د پولیو واکسین له ویالونو ډک دی، پر اوږه کوي او د خپل هدف په لور روانېږي.

د هغه هر ګام د یوې لویې مبارزې برخه ده، داسې مبارزه چې د هېواد د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي.

ساحل، چې یوازې ۲۵ کاله عمر لري، د هغو زرګونو افغان ځوانانو له ډلې دی چې خپل ژوند یې له پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ سره مبارزې ته وقف کړی دی.

دی وایي: «ما ډېر ماشومان لیدلي چې د واکسین نه‌کولو له امله فلج شوي دي، زه نه غواړم چې زموږ د هېواد نور ماشومان هم له دغه برخلیک سره مخ شي.»

نوموړی د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د «نوي کوټ للمۍ»، «داخلي للمۍ» او «داخلي زوړ کلي» سیمو کې د واکسیناتور په توګه کار کوي.

ساحل د خپل ټیم په ملتیا د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال د سهار په ۷ بجې کار پیلوي او تر مازدیګره په ټاکل شوو محلونو کې په ډېره لېوالتیا ماشومان واکسینوي څو له تلپاتي فلج څخه خوندي شي.

خو د پولیو واکسین په اړه ځینې ذهنیتونو د ده دنده ستونزمنه کړې، ساحل پوهېږي چې صبر، مهرباني او دوامداره هڅې د بریا کلیدي عوامل دي.

هغه وایي: «کله چې یوه کورنۍ د واکسین په اړه شک لري، زه هغوی ته بیا بیا ورځم او په صبر خبرې ورسره کوم. کله چې هغوی د واکسین ارزښت درک کړي او خپل ماشومان واکسین کړي، نو دا زما لپاره د خوشحالۍ یوه لویه شېبه وي.»

 

ساحل د خپل ټیم په ملتیا د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال د سهار په ۷ بجې کار پیلوي او تر مازدیګره په ټاکل شوو محلونو کې په ډېره لېوالتیا ماشومان واکسینوي څو له تلپاتي فلج څخه خوندي شي.  © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

ساحل په دې مبارزه کې یوازې نه دی. هغه د سیمه‌ییزو دیني عالمانو، روغتیايي چارواکو او د کلي مشرانو سره په همغږۍ کار کوي څو د واکسین لپاره ښه چاپېریال برابر کړي.

د دې ګډې همکارۍ له امله د خلکو په ذهنونو کې مثبت بدلون راغلی، شکونه کم شوي، او د واکسین په اړه د هغوی باور زیات شوی دی.

د کلي مشر، حاجي جمعه نور، ساحل د خپل کلي یو زیارکښ ځوان بولي او وایي: «کله چې د پولیو واکسین کمپاینونه پیل شي، ساحل د خپل ټیم په ملتیا زیار باسي چې هر ماشوم واکسین کړي او یو هم له دې بهیره پاتې نه شي.»

د سیمې بل اوسېدونکی ځوان مسافر، چې د ساحل له هڅو متاثر شوی، وایي: «که هر ځوان د ساحل په شان خپلې دندې ته ژمن شي، زموږ هېواد به ډېر ژر له پولیو او نورو ناروغیو پاک شي.»

د ساحل کیسه یوازې د یوه ځوان رضاکار کیسه نه ده، بلکې دا د یوه داسې انسان کیسه ده چې د خپلو خلکو او هېواد د راتلونکي لپاره بې‌سارې هڅې کوي.

د اسمین‌الله ساحل د مبارزې او هڅو له برکته اوس د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په کلو کې ماشومان د یوه سالم او روښانه راتلونکي پر لور ګام اخلي، داسې راتلونکی چې د پولیو ناروغي به په کې یوازې یوه هېره خاطره وي.

مخکینۍ موضوع
نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
بله موضوع
یو کوچنی کلی، یو لوی بدلون

اړوند مطالب

یوه صحنه، یوه پرېکړه

د پولیو له امله د یوه فلج شوي ماشوم بې‌وسۍ...

یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

شوکت الله په دې اند دی چې له پولیو سره...

  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي
یکشنبه, 14, Jun
د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
دوشنبه, 8, Jun
«پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

Welcome back,