• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه

Homepage د ساحې کیسې نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه

نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه

PolioFreeAfghanistan
جون 30, 2025
د ساحې کیسې

«د یوه رضاکار ژمنتیا او مبارزه، د سلګونو ماشومانو راتلونکی بدلوي.»

خوست، افغانستان (۹ چنګاښ ۱۴۰۴) – ۳۵ کلن محمد صابر له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خوست ولایت د مرکز اړوند د فارم‌باغ د ملاخېلو په خوږه‌خېلو کلي کې د پولیو ضد واکسین کمپاینونو کې د یوه فعال رضاکار په توګه کار کوي.

هغه چې نیمه لوړې زده کړې یې کړې، دا مهال د ۲۲م کلستر اړوند په پنځم ټیم کې، فارم‌باغ ته په ورڅېرمه سیمو کې د ماشومانو واکسینولو مسوولیت لري.

کله چې هغه دا دنده پیل کړه، په سیمه کې د خلکو رضایت ترلاسه کول اسان کار نه و؛ خو محمد صابر په دوامداره توګه د نرم چلند، ښو اخلاقو او عامه پوهاوي له لارې خلکو ته د پولیو ناروغۍ خطرونه او د واکسین ارزښت تشریح کړ.

صابر وايي: «هغه کورنۍ چې پخوا یې واکسین رداوه، اوس په ډېره لېوالتیا خپل ماشومان واکسینوي، دوی اوس پوهېږي چې دا له ګوزڼ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یوازینی اقدام دی.»

اوس‌مهال د هغه د مسوولیت په ساحه کې داسې کورنۍ نشته چې خپل ماشومان دې نه واکسینوي.

صابر خوشحاله دی چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او هیله لري چې د ګډو هڅو په پایله کې به یوه ورځ دا ناروغي په بشپړ ډول له ټولنې ورکه شي.

 

له شک تر پوهاوي

شفیق‌الله، یو له هغو پلرونو دی چې پخوا یې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته زړه نه ښه کاوه. خو د صابر له دوامدارو هڅو او د ډاکټرانو له ډاډ وروسته یې ذهنیت بدل شو.

هغه وايي: «ما اورېدلي وو چې واکسین ماشومانو ته زیان لري، خو کله چې له صابر او نورو رضاکارانو سره وغږېدم، پوه شوم چې دا ټول ناسم باورونه دي. اوس خوشحاله یم چې ماشومان مې په منظم ډول واکسینوم.»

شفیق الله زیاتوي، پولیو واکسین د نړۍوالو روغتیايي بنسټونو له خوا تایید شوی او په ډېرو هېوادونو کې یې د دغې وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ مخنیوی کړی دی. افغانستان هم د نړۍ برخه ده، خلک باید له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي چې دغه واکسین د دوی تر ماشومانو ورسوي؛ هغوی د ټولنې رښتیني خدمتګاران دي.

 

محمد صابر په خوږه‌خېلو کلي کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

ټيم‌ورک، باور او پرمختګ

محمد صابر هره ورځ له ۸۰ څخه زیات ماشومان واکسینوي او هغو کورنیو ته معلومات او پوهاوی ورکوي چې لا هم د واکسین په اړه شک لري.

د هغه همکار، نورعلي شاه هم وايي چې په دې وروستیو کې په خوست کې د واکسین په تړاو د منفي ذهنیت لرونکو کورنیو شمېر کم شوی دی.

هغه وویل: «د خلکو پوهاوی ډېر شوی. اوس اکثره کورنیو دا درک کړې چې له فلج څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار واکسین دی.»

خو هغه یادونه کوي چې لا هم په دغه ولایت کې داسې کورنۍ شته چې خپل ماشومان نه واکسینوي، له همدې امله باید عامه پوهاوي ته دوام ورکړل شي؛ دا زموږ لومړی‌توب دی.

دا چې خوست ولایت ګرم اوړی لري او په توده هوا کې کار کول یوه ننګونه وي، خو صابر او همکاران یې په مینه او ژمنتیا خپل کار ته دوام ورکوي.

دوی هڅه کوي واکسین د تودوخې تر ځانګړې درجې لاندې وساتي، ځکه په هر څاڅکي کې یې د یو روښانه او له پولیو څخه د خلاص افغانستان تصویر لیدل کېږي.

 

محمد صابر له خپل همکار سره د پولیو واکسین کمپاین پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د ټولنې غږ؛ یووالی او مسوولیت

د فارم‌باغ سیمې ټولنیز فعال، لاهور جان د رضاکارانو هڅې ستایي او وايي: «موږ خوشبخته یو چې له یوې بدمرغې ناروغۍ (پولیو) څخه یوازې د واکسین دوو څاڅکو په وسیله د خلاصون چانس لرو. دا یوه لویه لاسته‌راوړنه ده.»

لاهور جان پر والدینو غږ کوي چې بې‌پروايي ونه کړي او د هر کمپاین پر مهال خپل ماشومان منظم واکسین کړي.

«دا یوازې د ماشومانو د ژوند ساتنه نه ده، بلکې د ټولنې د راتلونکي روښانه کولو لاره هم ده.»

هغه له مرستندویه بنسټونو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو پر همکارۍ ټینګار کوي، او زیاتوي: «یوازې د ټولنې یووالی، ګډ کار او مسوولیت‌پذیري دا ممکنوي چې د پولیو ضد جګړه وګټل شي.»

مخکینۍ موضوع
د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
بله موضوع
د پولیو ختمولو لپاره د یوه ځوان هڅې

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,