د هېواد په ټولو ولایتونو کې دوام لري
ګرانو والدینو! که په دغه کمپاین کې مو ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي وي، نو مهرباني وکړئ نږدې روغتیايي مرکز ته یې بوځئ او هلته یې واکسین کړئ، څو له تلپاتې ګوزڼ څخه وژغورل شي
په دواړو هېوادونو کې چې پولیو (ګوزڼ) ناروغي لا هم پکې شته، هغه عوامل چې د دې ناروغۍ د پرلهپسې لېږد او خپرېدو د لاملونو په توګه پېژندل شوي، عبارت دي له: کمزوري روغتیايي خدمتونه، د پوهاوي نشتوالی، د سواد ټیټه کچه، د نفوس ډېره ګڼهګوڼه، د نسناستې ناروغۍ لوړه کچه او د پولیو واکسین کم پوښښ.
داسې انګېرل کېږي چې د واکسین له ایجاد مخکې، نږدې ټول ماشومان د ژوند په لومړیو کلونو کې په پولیو ویروس اخته کېدل. د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو واکسین (OPV) کارول د ۱۹۵۰مې ز لسیزې په وروستیو کې پیل شول، چې له امله یې د پولیو پېښې د پام وړ راکمې شوې. په ۱۹۸۸ ز کال کې د پولیو له منځه وړلو نړۍوال کمپاین پیل شو، چې د نړۍ په ډېرو سیمو کې یې د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیوله. په پایله کې، د پولیو پېښو شمېر چې په ۱۹۸۸ ز کال کې شاوخوا ۳۵۰ زره و، په ۲۰۱۷ ز کال کې د وحشي پولیو ویروس (WPV) ۲۲ پېښو او له واکسین څخه د مشتق شوي پولیو ویروس (cVDPV) ۹۶ پېښو ته راټیټ شو.
د پولیو ویروس له امله رامنځته شوی ګوزڼ تر یوې اوونۍ پرمختګ کولای شي. د دې ناروغۍ له هرو درېیو ناروغانو څخه په دوو کې دایمي کمزوري پاتې کېږي. ډېری هغه زیانونه چې د ښه کېدو وړ وي، تر ۳۰ ورځو پورې له منځه ځي. خو داسې هیلې شته چې د بدن ځینې فعالیتونه ښايي تر نهو میاشتو پورې بېرته عادي حالت ته را وګرځي.
ټولنیزې رسنۍ
@PolioFreeAfghan
موږ تعقیب کړئ
موږ تعقیب کړئ