• وړیا اړیکه: ۱۴۱

د روغتیا واړه سفیران؛ له ښوونځي تر کوره د پولیو پر ضد د پوهاوي نوی بهیر

کور د ساحې کیسې د روغتیا واړه سفیران؛ له ښوونځي تر کوره د پولیو پر ضد د پوهاوي نوی بهیر

د روغتیا واړه سفیران؛ له ښوونځي تر کوره د پولیو پر ضد د پوهاوي نوی بهیر

د ساحې کیسې
په ننګرهار کې سلګونه زده‌کوونکي د ذهني سیالیو له لارې د پولیو (ګوزڼ) په اړه معلومات ترلاسه کوي، څو په خپلو کورونو کې د واکسین پر وړاندې شته شکونه لرې کړي او خپل کشران وروڼه او خویندې له دایمي فلج څخه وژغوري.

 

ننګرهار، افغانستان - د ننګرهار مرکزي عالي لېسې پراخ انګړ د سلګونو زده‌کوونکو په شور او ځوږ رنګین دی. دلته نن زده‌کوونکي د خپلو ورځنیو درسونو ترڅنګ، د یوې داسې ذهني سیالۍ لپاره راټول شوي چې پایله یې د زرګونو ماشومانو له ژوند او راتلونکي سره تړلې ده.

هر کله چې د سیالۍ چلوونکی د پولیو (ګوزڼ) د خطرونو او د واکسین د ارزښت په اړه پوښتنه کوي، لسګونه لاسونه په چټکۍ پورته کېږي او هر زده‌کوونکی هڅه کوي تر نورو مخکې سم ځواب ووایي.


خو د دغو تنکیو ځوانانو هدف یوازې د سیالۍ ګټل او جایزه اخیستل نه دي؛ بلکې هغوی دلته یوه لویه او حیاتي دنده پر غاړه اخلي: له پولیو ناروغۍ څخه د خپلو کشرانو خویندو او وروڼو ژغورل.


په دې وروستیو کې د هېواد په ختیځ کې د پولیو نوو پېښو روغتیاپالان او کورنۍ اندېښمنې کړې دي. پولیو یوه فلجوونکې او وژونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري او د مخنیوي یوازینۍ لار یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هر ځل د واکسین دوه څاڅکي ورکول دي.

د همدې ګواښ د مخنیوي لپاره، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د ننګرهار د پوهنې ریاست په تخنیکي همکارۍ په ښوونځیو کې د عامه پوهاوي ځانګړی کمپاین پیل شو. دا لړۍ تر دې مهاله د جلال‌اباد ښار، بهسودو، چپرهار او روداتو ولسوالیو شپږو لویو ښوونځیو ته غځېدلې ده.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

د پوهې او ژوند ژغورنې غونډه؛ د ننګرهار زده‌کوونکي په غور سره د پولیو د مخنیوي پیغامونو ته غوږ نیسي، څو دا معلومات خپلو کورنیو ته ورسوي.

 

له ښوونځي تر کوره؛ د باور رغونه

په افغاني ټولنه کې د کورنۍ د مشرانو، په ځانګړي ډول د نیاګانو او نیکونو پرېکړه د ماشومانو د روغتیا په برخه کې ټاکونکی رول لري. کله نا کله ناسم معلومات د دې لامل کېږي چې کورنۍ د واکسین پر وړاندې زړه‌نازړه شي؛ خو د ښوونځیو دا نوښت په دقیقه توګه همدا تشه ډکوي.

د شهید ملنګ جان عالي لېسې د اووم ټولګي زده‌کوونکی، حمزه مبارک، یو له هغو ماشومانو دی چې دا ستونزه یې په خپل کور کې تجربه کړې ده. د حمزه په کورنۍ کې د هغه ابۍ (د پلار مور) د پولیو واکسین ښه نه بولي او په اړه یې اندېښنې لري، خو په دغه پروګرام کې له ګډون وروسته حمزه اوس ځان مسوول ګڼي چې دا وضعیت بدل کړي.

حمزه په پوره باور وايي: «کله مې چې د ښوونځي په دغه پروګرام کې ګډون وکړ، د واکسین په اړه مې سم معلومات ترلاسه کړل، پوه شوم چې دا خبرې باید له خپلې ابۍ سره هم شریکې کړم. غواړم هغه څه ورته ووایم چې دلته مې زده کړي دي، څو د واکسین په اړه یې اندېښنې کمې شي او پر هغو حقایقو پوهه شي چې مخکې یې په اړه معلومات نه لرل.»

د حمزه په څېر، د ننګرهار مرکزي عالي لېسې د اتم ټولګي ۱۵ کلن زده‌کوونکی عرفان‌الله هم پر دې باور دی چې د سیالیو او پوښتنو له لارې زده‌کړه د ځوانانو فکر بدلوي.

د هغه په وینا، دا ډول پروګرامونه زده‌کوونکي په شوق راولي او هغوی هڅوي چې د خپلو رسمي زده‌کړو ترڅنګ د ټولنې د روغتیا په اړه هم فکر وکړي.

عرفان‌الله هیله لري چې دا لړۍ نورو ښوونځیو ته هم وغځېږي، څو لا ډېر زده‌کوونکي د پولیو له خطرونو خبر شي.

د شهید ملنګ جان عالي لېسې د شپږم ټولګي بل زده‌کوونکی، شاهدالله بیا کورنیو ته یو روښانه او مستقیم پیغام لري: «کورنۍ باید خپل ماشومان له واکسیناتورانو پټ نه کړي او په هر صورت باید هغوی ته واکسین ورکړي.»

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

د ننګرهار مرکزي عالي لېسې په انګړ کې د پوهنې یو مسوول زده‌کوونکو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د واکسین د اهمیت په اړه وینا کوي.

 

ښوونځي؛ د روغتیايي پوهاوي پیاوړي مرکزونه

په ننګرهار کې ښوونکي او د پوهنې مسؤلین په دې باور دي چې ښوونځي د درسي مضامینو د زده‌کړې ترڅنګ، د ټولنیز پوهاوي او ژوند ژغورنې تر ټولو پیاوړي مرکزونه دي.

د شهید ملنګ جان عالي لېسې استاد، دین محمد محمدي، چې په ټولنه کې یې د پولیو ناوړه اغېزې په خپلو سترګو لیدلي، وايي: «پولیو واکسین زموږ د ټولنې لپاره حیاتي ارزښت لري، ځکه موږ د دې ناروغۍ اغېزې په خپلو سترګو وینو؛ هغه ماشومان چې واکسین شوي نه دي، نن له دایمي فلج سره مخ دي. زده‌کوونکي له خپلو کورنیو سره نږدې اړیکه لري او کله چې دلته سم معلومات زده کړي، په اسانۍ یې په کورونو کې شریکولای شي.»

د یادې لېسې مدیر، زلمی حلیم هم دا هڅې خورا ګټورې بولي او وايي: «دا پروګرام زموږ د بچیانو، ولس، د معارف د علم‌پالې ټولنې او په ټوله کې د هېواد د ټولو وګړو لپاره ډېر مؤثر او ګټور دی.»

د نوموړي په وینا، په سیالیو کې غوره زده‌کوونکو ته د هڅونې په موخه جایزې هم ورکړل شوې، چې دا کار په راتلونکو ښوونیزو او روغتیايي فعالیتونو کې د هغوی د ګډون لېوالتیا لا زیاتوي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

یو تنکی زده‌کوونکی د پولیو ضد ذهني سیالۍ کې د سمو ځوابونو له ویلو وروسته، د ښوونځي د مسوولینو له لوري د هڅونې جایزه ترلاسه کوي.

 

راتلونکي پلانونه او له پولیو پاک راتلونکی

د دغه نوښت بریالیتوب او د زده‌کوونکو تود هرکلي د ننګرهار د پوهنې ریاست هڅولی چې دا پروګرام لا پسې پراخ کړي.

د پوهنې ریاست مرستیال، مولوي لیاقت علي وايي چې د ښوونځیو له موجودو ظرفیتونو او روغتیايي ټیمونو څخه په ګټې اخیستنې یې د دغو فعالیتونو د دوام او پراختیا لپاره منظم پلان جوړ کړی دی.

هغه زیاتوي: «موږ تصمیم لرو چې د ښوونځیو روغتیايي کمېټې لا پراخې کړو او د انسانانو د خیر لپاره کار وکړو، څو د دغو ویروسي ناروغیو پر وړاندې مقابله وکړو او دا پیغام تر هر فرد پورې ورسوو.»

د پولیو له منځه وړل یوازې د واکسین کمپاینونو په ترسره کېدو نه، بلکې د کورنیو په پوهاوي او همکارۍ پورې تړلي دي.


کله چې په ننګرهار کې د ښوونځیو د رخصتۍ زنګ ووهل شي او زده‌کوونکي د کورونو پر لور روان شي، هغوی یوازې خپل کتابونه او بکسونه نه وړي؛ بلکې له ځانه سره د پوهې او ژوند ژغورنې هغه پیغامونه هم وړي چې کولای شي د افغانستان راتلونکی نسل له دایمي فلج څخه خوندي وساتي.


 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

د ښوونځي مدیر، استادان او د روغتیايي کمېټې غړي د پولیو ضد ذهني سیالۍ بهیر مخته وړي او له زده‌کوونکو څخه د واکسین د اهمیت په اړه پوښتنې کوي.

 

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

د روغتیا د واړه سفیر غږ؛ په ننګرهار کې یو زده‌کوونکی د پولیو واکسین پر ارزښت خبرې کوي او له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي او له ګوزڼ ناروغۍ څخه یې وژغوري.