• Toll-Free: 141

هر ماشوم ته رسېدل؛ د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د مونسې حکیمي مبارزه

کور د ساحې کیسې هر ماشوم ته رسېدل؛ د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د مونسې حکیمي مبارزه

هر ماشوم ته رسېدل؛ د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د مونسې حکیمي مبارزه

د ساحې کیسې
مونسه حکیمي له خپل ټیم سره یو ځای هڅه کوي چې هر ماشوم د ګوزڼ واکسین ترلاسه کړي. هغه له کورنیو سره د روغتیا په اړه خبرې کوي او د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د پوهاوي او باور په پیاوړتیا کې ونډه اخلي.

 

پنجشېر، افغانستان (۸ وږی ۱۴۰۵) - د پنجشېر د شُتل ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې کورونه له یو بل څخه لرې پراته دي. ځینې لارې اوږدې او سختې دي؛ خو دا ستونزې د مونسه حکیمي مخه نه شي نیولای.

هغه د ګوزڼ د واکسین په هر کمپاین کې محل په محل ګرځي، څو ماشومان واکسین شي او هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

۲۶ کلنې مونسې د قابله‌ګۍ زده کړې کړې دي. خپل ماشومتوب یې هم په همدې سیمه کې تېر کړی؛ ځکه له خلکو، د هغوی له ژوند او ورځنیو ستونزو سره ښه بلدتیا لري.

اوس هغه د پولیو واکسین په کمپاینونو کې کار کوي. د ماشومانو واکسینول، د هغوی د معلوماتو ثبتول، د کورنیو پوښتنو ته ځوابونه ویل او د روغتیا په اړه پوهاوی ورکول د هغې د ورځني کار برخه ده.

مونسه وايي: «خوشحاله یم چې خپلې ټولنې ته خدمت کوم، ځکه هره ورځ فرصت لرم چې د ماشومانو د روغتیا لپاره یو څه وکړم.»

 

د واکسین تر څنګ د روغتیا خبرې

کله چې مونسه د ماشومانو واکسینولو لپاره یوه کور ته ورځي، د ماشومانو له واکسینولو ور هاخوا د ټولې کورنۍ د روغتیا اړتیاوو ته هم پام کوي او اړینې روغتیايي لارښوونې ورسره شریکوي.

د قابله‌ګۍ زده کړو له امله هغه له میندو سره د هغوی د روغتیا په اړه خبرې کوي او هغوی ته سپارښتنه کوي چې د (TD) واکسین ترلاسه کولو لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي. دا واکسین د تیتانوس او ډیفتریا ناروغیو څخه د خوندیتوب لپاره ورکول کېږي.

هغه وايي: «د ماشوم روغتیا له خپلې کورنۍ جلا نه ده؛ د مور روغتیا هم د ماشوم او ټولې کورنۍ لپاره مهمه ده،»

د مونسې لپاره هره لیدنه یو فرصت دی څو بشپړه کورنۍ له اړینو روغتیايي معلوماتو او خدمتونو سره ونښلول شي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

مونسه حکیمي د پنجشیر په شُتل ولسوالۍ کې له واکسین وروسته د یوه ماشوم ګوته په نښه کوي، په داسې حال کې چې یوه خور یې خپل کشر ورور په غېږ کې نیولی دی.

 

کله چې ځینې کورنۍ واکسین ردوي

د مونسې د کار یوه مهمه برخه له هغو کورنیو سره خبرې کول دي چې د واکسین په اړه اندېښنې لري.

ځینې کورنۍ د ناسمو معلوماتو او شایعاتو له امله خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه ورکوي. خو دا او ټیم یې په دغسې یوه حالت کې هڅه کوي لومړی د کورنۍ اندېښنې درک کړي او وروسته یې بیا د واکسین په اړه د کره او سمو معلوماتو په وسیله ځواب کړي.

هغه وايي: «کله چې یوه کورنۍ واکسین رد کړي، لومړی هڅه کوو پوه شو چې د مخالفت دلیل یې څه دی. وروسته د واکسین په اړه کره معلومات ورکوو او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وایو. زموږ هدف د کورنۍ مجبورول نه دي؛ بلکې هغوی ته پوهاوی ورکول او باور رامنځته کول دي

هغه د یوې داسې کورنۍ کیسه کوي چې په لومړي سر کې یې د ناسمو معلوماتو له امله د خپل ماشوم له واکسینولو ډډه کوله.

هغې او د هغې ټیم له کورنۍ سره په حوصله خبرې وکړې، د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل او د واکسین اهمیت یې ورته تشریح کړ. وروسته کورنۍ قانع شوه او خپل ماشوم یې واکسین کړ.

دې تجربې مونسې ته ثابته کړه چې درناوی، حوصله او له خلکو سره په ساده ژبه خبرې کول د باور په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

 

 

هر ماشوم ته رسېدل

د مونسې کاري ورځ د ساحوي لارښوونو له ترلاسه کولو وروسته پیلېږي. هغه له خپل ټیم سره ټاکل شوو سیمو ته ځي، ماشومان واکسینوي، معلومات یې ثبتوي او د کورنیو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

د مونسې په وینا، په یوه عادي ورځ کې له ۸۰ تر ۱۰۰ ماشومانو پورې واکسینوي. په وروستیو کمپاینونو کې یې په خپله سیمه کې شاوخوا ۶۰۰ ماشومان واکسین کړي او نږدې ۱۵۰ کورنۍ یې تر پوښښ لاندې راوستې دي.

ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده چې د ماشوم د دایمي فلج سبب کېدای شي، خو د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي. افغانستان لا هم د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې وحشي ګوزڼ ویروس پکې د ماشومانو لپاره ګواښ دی. د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۲۶مې، په افغانستان کې د وحشي ګوزڼ ۱۹ پېښې ثبت شوې وې.

د همدې هڅو په لړ کې، مونسه او د هغې همکاران په لرې پرتو سیمو کې محل په محل ګرځي، څو هېڅ ماشوم د ګوزڼ له واکسین څخه پاتې نه شي.

مونسه وايي: «د واکسین دا څو څاڅکي ښايي واړه ښکاره شي، خو د یوه ماشوم د راتلونکي لپاره ډېر لوی ارزښت لري

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

مونسه حکیمي په شُتل ولسوالۍ کې له واکسین شوو ماشومانو سره.

 

کله چې باور بدلون راولي

مونسه وايي، د وخت په تېرېدو یې په خپله سیمه کې د خلکو په پوهاوي کې مثبت بدلون لیدلی دی.

هغه کورنۍ چې پخوا به یې د ناسمو معلوماتو له امله خپل ماشومان نه واکسینول، اوس له واکسیناتورانو سره ډېره همکاري کوي. ځینې کورنۍ حتی د راتلونکو کمپاینونو په تمه وي، څو خپل ماشومان واکسین کړي.

د مونسه په باور، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ملاتړ هم د خلکو د باور په زیاتولو کې مهم رول لري. د خلکو د باور وړ کسان کولی شي د واکسین په اړه د سمو معلوماتو په رسولو کې له روغتیايي کارکوونکو سره مرسته وکړي.

هغه زیاتوي، د دې کار له پیل راهیسې یې د خپلې ټولنې د روغتیا په اړه د مسوولیت احساس لا ډېر شوی دی.

 

له ګوزڼ څخه پاک افغانستان؛ د مونسې هیله

مونسه د افغانستان د ماشومانو لپاره یوه ساده، خو لویه هیله لري.

«غواړم د افغانستان ټول ماشومان روغ او له هغو ناروغیو څخه خوندي لوی شي چې د مخنیوي وړ دي. دوی باید ښوونځي ته لاړ شي او د خپل ځان او هېواد لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي

د هغې لپاره له ګوزڼ څخه پاک افغانستان یوازې د یوې ناروغۍ له منځه تلل نه دي؛ بلکې د واکسیناتورانو، روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو او کورنیو د ګډو هڅو بریا ده.

په شُتل کې د مونسې هره ورځ له یوه ځایه بل ځای ته په تګ او د ماشومانو په واکسینولو تېریږي. د هغې لپاره هر واکسین شوی ماشوم د یوه خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی.

هغه هیله لري چې دا واړه ګامونه به یوه ورځ افغانستان له ګوزڼ څخه پاک راتلونکي ته ورسوي.