د ماشومانو د روغتیا لپاره د پکتیکا د یوه ځوان هڅې
غمي محمدیار پنځه کاله وړاندې د خپلې سیمې د ماشومانو د روغتیا لپاره د رضاکار په توګه کار پیل کړ. اوس د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د سوپروایزر په توګه د ټیمونو کار څاري، چې په دې موده کې یې د واکسین په اړه د خلکو د باور او چلند بدلون له نږدې لیدلی دی.
پکتیکا، افغانستان (۱۹ زمری ۱۴۰۵) - د پولیو واکسین ټیم څو ځلې د یوسفخېلو ولسوالۍ په مشخېلو کلي کې د یوه سپين ږیري کور ته ورغی، خو هغه خپلو لمسیانو ته د واکسین ورکولو اجازه نه ورکوله. د واکسین په اړه ناسم باورونه د دې لامل شوي وو چې هغه خپل لمسیان واکسین نه کړي.
غمي محمدیار او د هغه همکارانو هڅه وکړه له سپینږیري سره خبرې وکړي او د هغه اندېښنې واوري، خو هغه قناعت و نه کړ. وروسته یې د کلي د یوه ښوونکي فضل کریم په مرسته له هغه سره خبرې وکړې. د ښوونکي خبرو پر سپين ږیري اغېز وکړ او په پایله کې حاضر شو چې خپل لمسیان واکسین کړي.
د غمي لپاره دا یوازې د دوو ماشومانو واکسینول نه وو. دې پېښې هغه ته وښودله چې د خلکو د باور وړ کسان کولی شي د روغتیايي پېغامونو په رسولو او د کورنیو په پرېکړو کې مهم رول ولري.
غمی ۳۴ کلن دی او د پکتیکا د یوسفخېلو ولسوالۍ د مشخېلو کلي اوسېدونکی دی. تر دولسم ټولګي پورې یې زدهکړې کړې دي. پنځه کاله وړاندې یې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په برخه کې د رضاکار په توګه کار پیل کړ او له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سوپروایزر په توګه د واکسین ټیمونو فعالیتونه څاري او د هغوی ترمنځ همغږي راولي.
هغه خپل ماشومتوب په همدې کلیوالي چاپېریال کې تېر کړی دی. د سیمې له خلکو، دودونو او د مشرانو له رول سره بلدتیا هغه ته دا توان ورکړی چې د خپلې ټولنې د خلکو اندېښنې او حساسیتونه له نږدې درک کړي.
له دولسم ټولګي وروسته یې ونه شوای کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ خو د خپلې ټولنې د ماشومانو روغتیا یې له یاده و نه وتله.
هغه وايي: «کله به مې چې د ماشومانو په اړه د والدینو بېپامي لیدله، زړه مې پرې خوږېده. همدا احساس او د خدمت هیله وه چې ویې هڅولم د خپلې ټولنې د ماشومانو او کورنیو لپاره یو څه وکړم.»
کله چې د ګوزڼ د مخنیوي په پروګرام کې د رضاکارۍ زمینه ورته برابره شوه، غمي دا د خپلې ټولنې د خدمت یوه مناسبه لاره وبلله.
خو د هغه د کار په لومړیو کې د واکسین په اړه د خلکو قانع کول اسانه نه وو. ځینو کورنیو واکسین ردوه، ځینو به خپل ماشومان پټول او ځینې نور بیا د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو له امله اندېښمن وو.
©
له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
غمی د پکتیکا ولایت د یوسفخېلو ولسوالۍ په مشخېلو سیمه کې یو ماشوم واکسینوي.
په سیمه کې داسې باورونه هم موجود وو چې ګواکې واکسین د ماشومانو د ودې مخه نیسي او یا یې پر راتلونکي چلند اغېز کوي.
غمي او د هغه همکارانو د دې اندېښنو پر وړاندې د خبرو او پوهاوي ورکولو لاره غوره کړه.
«کله چې یوه کورنۍ واکسین رد کړي، لومړی هڅه کوو پوه شو چې د هغه د مخالفت دلیل څه دی. وروسته د واکسین په اړه کره معلومات ورکوو او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وایو. باور په یوه ورځ نه جوړېږي؛ وخت، حوصله او دوامداره خبرې غواړي.»
که یوه کورنۍ په لومړۍ لیدنه کې قانع نه شوه، دوی به اړیکه ورسره ساتله او په بله لیدنه کې به یې بیا خبرې ورسره کولې.
دا ډول تجربه غمي یوازې له خپلې ټولنې سره نه، بلکې په خپل کور کې هم لرله. د ده کورنۍ په لومړیو کې د هغه له دې کار سره ډېره موافقه نه وه.
«هغوی به ویل چې ولې دې ځان په داسې کار کې اچولی؟ ما به ورته ویل چې دا د خلکو د اولادونو د روغتیا لپاره کار دی.»
وروسته، کله چې کورنۍ د ده د کار ارزښت او د ماشومانو د واکسین اهمیت درک کړ، د هغه ملاتړ یې پیل کړ.
غمی وايي، د تېرو کلونو په پرتله د خلکو په پوهاوي او چلند کې هم بدلون راغلی دی. هغه کورنۍ چې پخوا یې له واکسین ټیمونو سره همکاري نه کوله، اوس د هغوی خبرې اوري او خپل ماشومان واکسینوي.
©
له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
د ګوزڼ واکسین کمپاین پر مهال د ماشوم له پلار سره د واکسین په اړه خبرې او پوهاوی.
د غمي تر څارنې لاندې، د سیمې د شرایطو له مخې، په هر کمپاین کې تر ۲۱۰ ماشومان واکسین کېږي او تر ۷۰ کورنیو پورې د ماشومانو د روغتیا په اړه پوهاوی ترلاسه کوي.
خو د هغه لپاره د کار ارزښت یوازې په شمېرو نه سنجول کېږي.
«زموږ لپاره یوازې شمېرې مهمه نه دي؛ مهمه دا ده چې کورنۍ معلومات ترلاسه کړي او خپل ماشومان په خپله خوښه واکسین کړي.»
د واکسین ترڅنګ، له کورنیو سره د حفظالصحې، سالمو خوړو او د ماشومانو د مناسبې تغذیې په اړه هم معلومات شریکېږي.
د غمي په باور، د ټولنې د باوري کسانو ونډه د دې کار په بریالیتوب کې مهمه ده. دیني عالمان، ښوونکي، قومي مشران او سپینږیري کولی شي د خلکو پوښتنو ته د هغوی په ژبه ځوابونه ووايي او د روغتیايي کارکوونکو پیغام پیاوړی کړي.
هغه ځوانانو ته وايي چې د خپلې ټولنې لپاره د خپل توان تر کچې کار وکړي.
«که یو ځوان یوازې د یوه ماشوم د روغتیا په اړه یوه کورنۍ قانع کړي، همدا لوی خدمت دی.»
د غمي تر ټولو ستره هیله دا ده چې یوه ورځ د هغه د سیمې او ټول افغانستان هېڅ ماشوم د ګوزڼ له امله له دایمي فلج سره مخ نه شي.
«زما هیله دا ده چې بالاخره هغه وخت راشي چې زموږ ماشومان ټول روغ وي او د ګوزڼ نوم نور یوازې د یوې پخوانۍ ناروغۍ په توګه پاتې شي.»