د غرونو په غېږ کې د روغتیا مزل؛ په پنجشېر کې د ماشومانو د خوندي راتلونکي هڅې
د پنجشېر ولایت د شتل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، ۴۶ کلن عبدالمحفوظ رضايي له خپلو مسلکي زدهکړو او تجربو څخه په ګټې اخیستنې، خپل ژوند د ماشومانو روغتیا او له پولیو سره مبارزې ته ځانګړی کړی دی.
پنجشېر، افغانستان - د پنجشېر په غرنیو سیمو او درو کې د ژوند چارې خپله ځانګړې پاملرنه او حوصله غواړي. خو د همدغو غرونو په لمنو کې د ۴۶ کلن عبدالمحفوظ رضايي ژوند د زغم او پرلهپسې هلو ځلو یوه بېلګه ده.
د هغه ماشومتوب په سختیو او کړاونو کې تېر شوی؛ هغه کلونه چې د نورو زرګونو ماشومانو په څېر یې له عبدالمحفوظ څخه هم د منظمو زدهکړو فرصتونه واخیستل.
خو دغو ستونزو د نوموړي اراده ماته نه کړه. عبدالمحفوظ د پرلهپسې هلو ځلو په ترڅ کې تر دولسم ټولګي پورې زدهکړې وکړې او وروسته یې په طبي علومو کې دوه کلن مسلکي پروګرام هم بشپړ کړ، څو د یوه مسلکي روغتیايي کارکوونکي په توګه د خپلو خلکو د درد دوا شي.
نن عبدالمحفوظ همدا مسلکي پوهه او تجربه د خپلو خلکو د خدمت لپاره کاروي. نوموړی د پولیو د واکسین د کمپاینونو د څارونکي په توګه په هغو غرنیو او سختو لارو کې کار کوي چې د واورو او لارو د ستونزو له امله ورتګ ورته ګران وي؛ خو د ده موخه روښانه ده چې هېڅ ماشوم باید له دې حیاتي واکسین څخه بېبرخې پاتې نه شي.
هغه لیدنه چې د ژوند مسیر یې بدل کړ
د عبدالمحفوظ په مسلکي ژوند کې یوه داسې خاطره شته چې د هغه د فعالیتونو ټوله تګلاره یې بدله کړه. هغه د خپلو کاري فعالتیونو پر مهال په خپله سیمه کې له یوې داسې کورنۍ سره مخ شو چې ماشوم یې د پولیو ویروس له امله د تل لپاره معلول شوی و. والدینو یې په دې هیله شپې او ورځې تېرولې چې زوی به یې بېرته په خپلو پښو ودرېږي، خو اقتصادي ناتوانۍ او نورو ستونزو دوی په بشپړې نا امیدۍ کې پرې ایښي وو.
کله چې عبدالمحفوظ په خورا خواخوږۍ کورنۍ ته وویل چې د پولیو له امله رامنځته شوی فلج دایمي وي او درملنه نه لري نو د هغوی زړونه نور هم مات شول. د یوې بېوزلې کورنۍ لپاره د معلول ماشوم پالنه او ساتنه په خپله یو دروند بار دی چې د کورنۍ ټولې خوښۍ له منځه وړي.
همدې بوږنوونکې نندارې د عبدالمحفوظ په ذهن او زړه ژوره اغېزه وکړه. هغه پوه شو چې فقر په خپله لوی درد دی، خو له فقر سره یوځای د ماشوم معلولیت د کورنۍ ټول بنسټونه ننګوي. همدا سبب و چې د هغه دنده نور یوازې د یوه ماموریت په توګه پاتې نه شوه؛ بلکې د یوې داسې ژمنې بڼه یې خپله کړه چې هېڅ کورنۍ باید دغه درد تجربه نه کړي.

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
عبدالمحفوظ رضايي د پنجشېر په غرنیو سیمو کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي.
په ساحه کې د څارنې او مسلکي دندې نوي پړاو
اوس د عبدالمحفوظ ورځ د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو پر غرنیو لارو په ساحوي څارنه کې تېرېږی. هغه د هر کمپاین پر مهال شاوخوا ۶۰ کورنۍ او ۱۲۰ ماشومان تر پوښښ لاندې راولي او د واکسین د ۲۴ ټیمونو کارونه له نږدې څاري او ارزوي.
خو د نوموړي دنده یوازې په شمېرو او راپورونو پورې تړلې نه ده؛ هغه د واکسین د ساتنې سړښت او تودوخه په خورا دقت سره څاري، ساحوي ستونزې پر وخت په ګوته کوي او هڅه کوي چې د خپلو لیدنو پر مهال د هغو ماشومانو پته ولګوي، چې د کورنیو د بېپروايۍ او د پوهې د ټیټې کچې له امله له واکسینه پاتې شوي وي.
د مخورو په مرسته د فکري خنډونو لرې کول
په لرې سیمو کې د واکسین په وړاندې د خلکو د شکونو او ناسم پوهاوي له منځه وړل اسانه کار نه دی. عبدالمحفوظ د خپلې کاري تجربې له مخې پوهېږي چې د خلکو د قناعت لپاره یوازې عادي خبرې بس نه دي، بلکې د ټولنې د مخورو او باوري کسانو همکارۍ ته ژوره اړتیا لیدل کیږي.
د بېلګې په توګه، یو ځل د کمپاین پر مهال، کله چې یوې کورنۍ د واکسین له تطبیق څخه ډډه وکړه، عبدالمحفوظ لاس تر زنې کښېنهناست، بلکې سمدستي یې د حل لاره وپلټله. هغه موضوع د کلي له یوه دیني عالم او یوه محلي ډاکټر سره شریکه کړه. د دغو باوري څېرو د خبرو او دلایلو په مرسته کورنۍ قانع شوه چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي. دا پېښه څرګندوي چې د روغتیايي کارکوونکو او سیمهییزو مخورو همغږي کولای شي په ډېره ښه توګه د خلکو په زړونو کې پراته فکري خنډونه لرې کړي.

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
عبدالمحفوظ د یوې کورنۍ له سرپرست سره د واکسین او روغتیايي لارښوونو په اړه خبرې کوي.
له پولیو هاخوا؛ د عامه روغتیا پراخ افق
د عبدالمحفوظ کار یوازې تر پولیو محدود نه پاتې کېږي. د هغه مسلکي پوهه د دې لامل شوې چې له کورنیو سره د لیدنې پر مهال خلکو ته د روغتیا نور اړخونه هم روښانه کړي. نوموړی کورنیو ته د ماشومانو د اساسي واکسینونو، د میندو د روغتیا (لکه د تیتانوس او ډیفتریا TD واکسینونو) او حفظالصحې په اړه ګټور معلومات ورکوي.
هغه دغه راز له کورنیو سره په صابون د لاسونو مینځلو، د پاکو اوبو کارولو او د چاپېریالي روغتیا پر لارښوونو غږېږي؛ او د واکسین د خوندیتوب او ګټو په اړه د خلکو پوښتنې او اندېښنې په پوره حوصله ځوابوي، څو د ناسمو اوازو او شکونو مخنیوی وشي.
د کورنۍ ملاتړ او د راتلونکي لویه هیله
په لومړیو کې د عبدالمحفوظ کورنۍ هم د هغه د کار په ارزښت په بشپړ ډول نه پوهېده، خو کله چې یې د ټولنې په کچه د نوموړي د خدمتونو مثبتې پایلې ولیدلې، نو په بشپړ ډول د هغه تر شا ودرېده؛ اوس د هغه مور، پلار، مېرمن، وروڼه او خویندې د هغه په دې نېک کار وياړي.
د عبدالمحفوظ تر ټولو لویه هیله د هغې ورځې لیدل دي چې افغانستان په بشپړ ډول له پولیو ویروس څخه پاک شي. نوموړی وايي: «زما تر ټولو لویه هیله دا ده چې یوه ورځ افغانستان له پولیو پاک شي او هېڅ ماشوم د دې ناروغۍ له امله معلول نه شي. کله چې د خپلې سیمې هغه ماشوم را یاد کړم چې د پولیو له امله معلول شوی و، نو لا ډېر دې ته هڅېږم چې خپل کار ته دوام ورکړم. نه غواړم چې نورې کورنۍ هم له داسې درد سره مخ شي. هغه ورځ زموږ هېواد له پولیو پاک شي، دا به زما او زما د ټولو هغو همکارانو لپاره د خوښۍ تر ټولو لویه شېبه وي چې د ماشومانو د روغتیا د ساتنې لپاره هڅې کوي.»