له ګوزڼ وروسته هم د یوه ماشوم د راتلونکي هیله ژوندۍ ده
۱۴ کلن صدیقالله د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ژوند کوي. هغه په درې کلنۍ کې د پولیو (ګوزڼ) په ناروغۍ اخته شو او یوه پښه او یو لاس یې فلج شول. خو ناروغۍ ونه شوای کولای د هغه د زدهکړې او راتلونکي خوب مخه ونیسي. اوس هغه په شپږم ټولګي کې زده کړې کوي او هیله لري چې یوه ورځ ډاکټر شي، داسې ډاکټر چې نور ماشومان د ده په څېر د پولیو له اغېزو سره مخ نه شي.
غزني، افغانستان (۱۹ وږی ۱۴۰۵) - د میدادوال کلي د خټو د کورونو ترمنځ ماشومان منډې وهي، لوبې کوي او د خپل ماشومتوب عادي شېبې تېروي. صدیقالله هم د همدې کلي له ماشومانو دی؛ خو د هغه ماشومتوب له درې کلنۍ راهیسې له یوې داسې تجربې سره تړلی دی چې لا هم د هغه د ژوند یوه برخه ده.
هغه مهال چې صدیقالله یوازې درې کلن و، ناروغ شو. تبه، د بدن درد او لړزه یې لرله. کورنۍ یې په لومړیو کې فکر کاوه چې ښايي عادي ناروغي وي، خو کله چې یې حالت خراب شو، هغه یې د درملنې لپاره کابل ته یووړ. هلته ډاکټرانو ورته وویل چې زوی یې د پولیو (ګوزڼ) په ناروغي اخته شوی دی.
د ناروغۍ پایله د کورنۍ لپاره دردوونکې وه: د صدیقالله یوه پښه او یو لاس فلج شول.
د هغه پلار، عبدالقیوم ته لا هم هغه ورځې یادې دي.
«ما فکر نه کاوه چې ناروغي به یې دومره جدي شي. ویل مې عادي تبه ده او ښه به شي. خو کله چې مو کابل ته یووړ او ډاکټرانو راته وویل چې زوی دې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوی، دا خبره ډېره سخته راته تمامه شوه.»
عبدالقیوم هغه مهال هیله لرله چې زوی به یې لوی شي، روغ او پیاوړی ځوان به شي او له ده سره به په کرونده او د کور په چارو کې مرسته وکړي. خو د صدیقالله ناروغۍ د کورنۍ د راتلونکي تصور بدل کړ.
خو د صدیقالله ژوند یوازې د پولیو د اغېزو په کیسه نه راټولېږي؛ هغه له خپلو محدودیتونو سره سره د نورو ماشومانو په څېر د لوبو، زدهکړو او غوره راتلونکي خوبونه لري.
د محدودیت تر څنګ، یوه روښانه موخه
اوس ۱۴ کلن صدیقالله د اندړو ولسوالۍ د میدادوال کلي د ښوونځي د شپږم ټولګي زدهکوونکی دی. هغه لا هم له ځینو فزیکي کارونو سره ستونزه لري او نشي کولای د خپل پلار په څېر ټول درانه کارونه ترسره کړي. خو ښوونځي ته ځي، درس وايي او د خپل راتلونکي لپاره یې روښانه هدف ټاکلی دی.
هغه غواړي ډاکټر شي.
«زه پوهېږم چې له نورو روغو کسانو سره توپیر لرم. ځینې کارونه چې هغوی یې په اسانۍ کوي، زه یې نه شم کولای او کله ناکله دا توپیر ډېر احساسوم.»
خو دا توپیر د هغه راتلونکی نه تعریفوي.
صدیقالله غواړي خپلې زدهکړې بشپړې کړي او داسې مسلک ولري چې د ده لپاره د ژوند نوې لاره پرانیزي او نورو خلکو ته هم ګټه ورسوي. د ډاکټر کېدو هیله یې یوازې د یوه مسلک انتخاب نه دی؛ هغه هیله لري چې یوه ورځ خپله تجربه له نورو ماشومانو او کورنیو سره شریکه کړي، څو هغوی د پولیو د مخنیوي په اهمیت پوه شي.
«زما هیله دا ده چې درسونه مې بشپړ شي او ډاکټر شم.»
©
له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
۱۴ کلن صدیقالله د غزني د اندړو ولسوالۍ د میدادوال کلي اوسېدونکی دی. هغه په درې کلنۍ کې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوی، اوس په شپږم ټولګي کې زدهکړې کوي او هیله لري چې یوه ورځ ډاکټر شي.
د پلار ملاتړ، د زدهکړې لپاره هڅونه
د صدیقالله لپاره د خپل پلار ملاتړ د هغه د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده. عبدالقیوم بزګر دی او د کور د اړتیاوو د برابرولو لپاره سخت فزیکي کار کوي، خو هڅه کوي چې زوی یې تر وسه پورې له درنو کارونو لرې وساتي او خپل وخت زدهکړې ته ځانګړی کړي.
صدیقالله وايي، پلار یې تل ورته وایي چې زدهکړې مه پرېږده او د خپل غوره راتلونکي لپاره هڅه وکړه.
هغه هم هڅه کوي په هغو کورنیو او کرنیزو کارونو کې له خپل پلار سره مرسته وکړي چې د ده له وسې پوره وي.
«زه هڅه کوم په هغو کارونو کې له پلار سره مرسته وکړم چې زما له وسې پوره وي.»
خو د ده لپاره تر ټولو مهم کار زدهکړه ده؛ ځکه باور لري چې ښوونځی او زدهکړې به ورسره مرسته وکړي څو له فزیکي محدودیتونو سربېره خپلې موخې ترلاسه او د ځان لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي.
له یوې کورنۍ تجربې تر یوه مهم درس پورې
د صدیقالله ناروغۍ نه یوازې د هغه، بلکې د هغه د پلار فکر هم بدل کړی دی.
عبدالقیوم وايي، هغه مهال د پولیو واکسین اهمیت ورته په سمه توګه نه و روښانه. خو کله چې یې زوی د پولیو په ناروغي اخته شو او له امله یې یوه پښه او یو لاس فلج شول، د واکسین ارزښت یې له نږدې درک کړ.
هغه اوس خپله تجربه له نورو کورنیو سره شریکول غواړي.
«اوس پوهېږم چې د واکسین په اړه بېپروايي څومره دروند تاوان لرلای شي. نه غواړم نورې کورنۍ هم له داسې تجربې سره مخ شي.»
د ده لپاره د صدیقالله کیسه اوس یوازې د تېر وخت درد نه دی؛ دا یوه تجربه ده چې غواړي له نورو کورنیو سره یې شریکه کړي، څو هغوی خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي وساتي.
©
له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
صدیقالله له خپلو ملګرو سره د غزني د اندړو ولسوالۍ په میدادوال کلي کې.
یو خوب چې د پولیو له کیسې لوی دی
صدیقالله نه غواړي چې خلک یې یوازې د پولیو له امله رامنځته شوي فلج ته وګوري. هغه غواړي د یوه زدهکوونکي، د یوه زحمتکښ ماشوم او د یوه راتلونکي ډاکټر په توګه وپېژندل شي.
هغه پوهېږي چې د ده لپاره ځینې لارې له نورو ماشومانو سره توپیر لري، خو لا هم ښوونځي ته ځي، درس وايي او د خپلې موخې پر لور ګام اخلي.
د ده تر ټولو لویه هیله دا ده چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي او ډاکټر شي.
خو د دغه خوب تر شا یوه بله هیله هم پرته ده - هغه نه غواړي بل ماشوم د ده په څېر د پولیو ناروغۍ له دایمي اغېزو سره لوی شي.
«زه نه غواړم بل ماشوم زما په برخلیک اخته شي. پلرونه او میندې دې خپل ماشومان حتماً واکسین کړي. که ماشوم فلج شي، بېرته جوړېدل یې امکان نه لري، په پای کې پلرونو او میندو ته یوازې پښېماني پاتې کېږي.»
د میدادوال کلي په هغه کوچنۍ نړۍ کې چې ماشومان پکې لوبې کوي او د راتلونکي خوبونه ویني، صدیقالله هم خپل خوب لري. پولیو د هغه د ماشومتوب یوه برخه وتروړله، خو د هغه د غوره راتلونکي هیله یې ترې وانهخیستلای شوه.
اوس د هغه پام ښوونځي، زدهکړو او د ډاکټر کېدو خوب ته دی. د هغه هیله دا ده چې هېڅ ماشوم د داسې ناروغۍ له اغېزو سره ټول عمر ژوند ونه کړي چې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي.