پر سختو لارو، تر هر ماشوم پورې
وسیع الله له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نورستان ولایت په غرنیو سیمو کې د پولیو واکسین د ټیمونو د سوپروایزر په توګه دنده ترسره کوي او هڅه کوي چې هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.
نورستان، افغانستان (۸ تله ۱۴۰۵) - په کامدېش ولسوالي کې ځینې کلي له یو بل څخه ډېر لرې دي، او له یوه کلي څخه بل ته رسېدل د اوږدو او سختو لارو سفر غواړي. لوړې ژورې او له یو بل څخه لرې کورونه د واکسین ټیمونو د کار شرایط هم اغېزمنوي.
وسیع الله له دې شرایطو سره له نږدې بلد دی. دغه ۲۶ کلن ځوان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولیو واکسین د ټیمونو د سوپروایزر په توګه دنده ترسره کوي. هغه د سیمې د جغرافیې او د خلکو د ژوند له شرایطو سره د خپلې بلدتیا له مخې، د ټیمونو د همغږۍ او څارنې پر مهال هڅه کوي چې واکسین تر لرې کورنیو پورې ورسېږي او هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.
د هغه لپاره همدا د هر کمپاین تر ټولو مهم هدف دی.
د خپلې سیمې د خلکو تر څنګ
وسیع الله په همدې سیمه کې لوی شوی او د خپلې ټولنې له خلکو سره یې له ماشومتوبه نږدې اړیکه لرلې ده. هغه تر لیسانس پورې زدهکړې کړې دي او تل یې هڅه کړې چې خپله پوهه او تجربه د خلکو د خدمت لپاره وکاروي.
هغه وايي: «زما ماشومتوب په همدې سیمه کې تېر شوی دی. له کوچنیوالي مې د خپلې سیمې د خلکو ستونزې لیدلې دي او تل مې هڅه کړې چې له خپلو زدهکړو او تجربې څخه د خلکو د خدمت لپاره استفاده وکړم.»
هغه وايي، په داسې سیمه کې چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی اسانه نه دی، د ماشومانو د روغتیا لپاره خدمت کول ورته ځانګړی ارزښت لري؛ همدا لامل و چې د پولیو له پروګرام سره یې د کار پرېکړه وکړه.
«د ماشومانو روغتیا او د خلکو خدمت زما د کار اصلي انګېزه وه.»
©
له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
وسیع الله په کامدېش ولسوالۍ کې له واکسین وروسته د یوه ماشوم ګوته په نښه کوي.
له ټیمونو سره ګام په ګام
د پولیو واکسین د هر کمپاین تر شا یوازې هغه شېبې نه دي چې واکسیناتور د یوه ماشوم تر دروازې رسېږي. د دې تر څنګ د ټیمونو همغږي، د سیمې د شرایطو ارزونه او د کار دوامداره څارنه هم اړینه ده.
وسیع الله خپله کاري ورځ له ټیمونو سره په همغږۍ او د هغوی د پلان په کتلو پیلوي. وروسته ساحې ته ځي، د ټیمونو فعالیتونه له نږدې څاري او که کومه ستونزه رامنځته شي، د حل لپاره یې له ټیمونو سره کار کوي.
هغه وايي: «ورځ مو له ټیمونو سره په همغږۍ، د سیمې د پلان په کتلو او د اړتیاوو په ارزولو پیلېږي. وروسته ساحې ته ځو او د ټیمونو فعالیت څارو.»
په کامدېش کې د هرې ورځې کار د سیمې له جغرافیې او د لارو له شرایطو سره تړاو لري. ځینې کورنۍ په لرې سیمو کې ژوند کوي او د سختو لارو له امله ټیمونه تل نه شي کولای چې په یوه ورځ ټولو کورنیو ته ورسېږي.
وسیع الله وايي: «زموږ په سیمه کې لارې سختې او کورونه له یو بل څخه لرې دي. کله ناکله ټیمونه په یوه ورځ ټولو کورنیو ته نه شي رسېدای، خو هڅه کوو د کمپاین تر پایه هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.»
باور له خبرو پیلېږي
د پولیو واکسین په اړه د ځینو کورنیو پوښتنې او اندېښنې د وسیع الله د کار یوه مهمه برخه جوړوي. هغه باور لري چې د داسې کورنیو د قناعت لپاره لومړی باید د هغوی خبرې په حوصله واورېدل شي او بیا ورته د پولیو او واکسین په اړه ساده او روښانه معلومات ورکړل شي.
«کله چې خلک پوښتنې یا اندېښنې ولري، موږ هڅه کوو لومړی یې خبرې واورو، بیا ورته په درناوي او ساده ژبه معلومات ورکړو.»
د هغه په وینا، ځینې اندېښنې له هغو معلوماتو سرچینه اخلي چې خلک یې له نورو څخه اوري. په داسې مواردو کې د ده او د ټیمونو هڅه دا وي چې د کورنیو پوښتنو ته په حوصله ځواب ووایي او که اړتیا وي، د باور وړ روغتیايي او دیني کسانو مرسته هم وغواړي.
«که څوک پوښتنه ولري، هڅه کوو د باور وړ روغتیايي او دیني کسانو له لارې ورته وضاحت ورکړو. زما په نظر، درناوی او ښه چلند د خلکو د قناعت لپاره ډېر مهم دی.»
د سیمې مشر عنایت الرحمن وايي، وسیع الله د خلکو له شرایطو سره ښه بلد دی او په سختو ساحوي شرایطو کې هم هڅه کوي چې د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وشي.
«وسیع الله زموږ د خلکو له حالاتو خبر دی. هغه په سختو شرایطو کې هم له ټیمونو سره کار کوي او هڅه کوي چې د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وشي.»
©
له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز
وسیع الله په نورستان کې له هغو ماشومانو سره چې د پولیو واکسین یې ترلاسه کړی دی.
کله چې باور په عمل بدلېږي
په تېرو پنځو کلونو کې وسیع الله له ډېرو کورنیو سره د پولیو واکسین په اړه خبرې کړې دي. د ده د تجربې له مخې، د یوې کورنۍ د نظر بدلېدل تل په یوه خبره نه کېږي؛ ځینې وخت حوصلې، وضاحت او د باور وړ کسانو مرستې هم اړتیا وي.
هغه د یوې کورنۍ کیسه کوي چې په لومړي سر کې یې د خپلو ماشومانو د واکسینولو په اړه اندېښنه لرله. وسیع الله او د واکسین ټیم هڅه وکړه چې د کورنۍ پوښتنې واوري، اړین معلومات ورکړي او د اړتیا پر مهال د سیمې له مشرانو او روغتیايي کارکوونکو څخه مرسته واخلي. په پای کې کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړل.
د وسیع الله لپاره دا شېبه د یوه عادي کاري فعالیت تر بشپړېدو ډېره وه.
«ډېر خوشحاله کېږم. کله چې یوه کورنۍ له خبرو وروسته خپل ماشوم واکسین کړي، زه احساس کوم چې د هغه ماشوم د روغتیا په ساتنه کې مې خپله ونډه اخیستې ده. همدا احساس ما هڅوي چې خپل کار ته دوام ورکړم.»
پنځه کاله، یو بدلون
وسیع الله وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د کورنیو په چلند کې بدلون لیدلی دی. د هغه په وینا، اوس ډېرې کورنۍ د پولیو واکسین ارزښت ښه پېژني او د کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسینوي.
«اوس ډېرې کورنۍ پوهېږي چې خپل ماشوم باید په هر کمپاین کې واکسین کړي؛ البته لا هم داسې کورنۍ شته چې پوښتنې او اندېښنې لري او باید په حوصله قانع کړای شي.»
د هغه په وینا، د خلکو د باور په پیاوړتیا کې د ټولنې د مشرانو، دیني عالمانو، روغتیايي کارکوونکو او واکسین د ټیمونو ګډو هڅو مهم رول لرلی دی.
یوه هیله، د ټولو ماشومانو لپاره
د وسیع الله تر ټولو ستره هیله دا ده چې افغانستان یوه ورځ په بشپړه توګه له پولیو ویروس څخه پاک شي او هېڅ ماشوم د دې ناروغۍ له امله له سالم راتلونکي محروم نه شي.
«هیله لرم چې ټول ماشومان روغ، سالم او له ناروغیو څخه خوندي لویان شي. غواړم زموږ په لرې سیمو کې هم ماشومان د ښارونو په څېر روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.»
هغه وايي، له پولیو څخه پاک افغانستان به د ټولو هغو کسانو ګډه لاسته راوړنه وي چې د ماشومانو واکسینولو په برخه کې یې همکاري کړې ده؛ له کورنیو او د ټولنې له مشرانو تر دیني عالمانو، روغتیايي کارکوونکو او د واکسین تر ټیمونو پورې.
وسیع الله لا هم خپل کار ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د سیمې د تر ټولو لرې کورنیو ماشومان هم له واکسین څخه برخمن شي.
د هغه هیله ساده ده: هېڅ ماشوم باید د پولیو له امله له سالم راتلونکي محروم نه شي.