• Toll-Free: 141

د باور جوړولو له لارې د پولیو پر وړاندې مبارزه

کور د پولیو د میاشتې اتل د باور جوړولو له لارې د پولیو پر وړاندې مبارزه

د باور جوړولو له لارې د پولیو پر وړاندې مبارزه

د پولیو اتلان
په خوست کې د پولیو پروګرام یوه ټولنیز هڅوونکی/مبلغ د پرله‌پسې هڅو له لارې توانېدلی چې په خپله سیمه کې له واکسین څخه د انکار کوونکو کورنیو شمېر له ۵۷ څخه دوو ته راکم کړي.

 

خوست، افغانستان (۳ وږی ۱۴۰۵) - په یوه کلیوالي سیمه کې د پولیو واکسین په اړه د یوې کورنۍ د نظر بدلون ښايي یو کوچنی ګام وي؛ خو د فرهادالله وصال لپاره هره کورنۍ چې د خپلو ماشومانو واکسین منلو ته چمتو کېږي، د اوږدو خبرو، زغم او باور جوړولو د هڅو پایله ده.

شاوخوا ۲۹ کلن وصال په داسې سیمه کې کار کوي چې یو وخت پکې ۵۷ کورنیو د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله. هغه او همکارانو یې د فشار پر ځای د خبرو او پوهاوي لاره غوره کړه، د خلکو اندېښنې یې واورېدې او د اړتیا پر مهال یې له علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هم مرسته وغوښتله.

د دغو هڅو په پایله کې له واکسین څخه انکار کوونکو کورنیو شمېر لومړی اوو او وروسته یوازې دوو ته راکم شو.

د وصال لپاره دا بدلون د هغه د کار یوه مهمه لاسته راوړنه ده؛ خو دا لاسته راوړنه په یوه ورځ نه ده ترلاسه شوې.

هغه له شاوخوا دولسو کلونو راهیسې د خلکو د پوهاوي په برخه کې کار کوي او په دې موده کې یې زده کړې چې د یوه پیغام اغېز هغه وخت ډېرېږي چې د باور پر بنسټ وړاندې شي.

 

له رضاکارۍ تر مسلکي خدمت پورې

وصال لا د لیسې زده‌کوونکی و چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې یې د رضاکار په توګه کار پیل کړ.

د خلکو ترمنځ د کار لومړنیو کلونو هغه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ کړ: «ځینو زما خبرې په مینه اورېدې، خو ځینو نورو به په شک، انکار او توند غبرګون ځوابولې.»

په ۱۳۹۶ کال کې د عمومي کانکور له لارې پکتیا پوهنتون ته بریالی شو. د پوهنتون کلونه یې یوازې په زده‌کړو تېر نه کړل؛ بلکې له خپلې ټولنې سره یې اړیکه وساتله او د خلکو له خدمته یې هم لاس وانخیست.

په ۱۴۰۰ کال کې له پوهنتونه په عالي درجه فارغ شو. له فراغت وروسته یې د نورو مسلکي کارونو فرضت درلود، خو هغه لاره چې د رضاکارۍ له وختونو یې پیل کړې وه، لا هم ورته ارزښتمنه وه. په ۱۴۰۱ کال کې بېرته د مبلغ په توګه خپلې دندې ته راستون شو.

د وصال لپاره زده‌کړه او خدمت له یو بل جلا نه دي: «زده‌کړه هغه وخت خپل واقعي ارزښت پیدا کوي چې انسان یې د خپلې ټولنې د خیر، پوهاوي او خدمت لپاره وکاروي

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

فرهادالله وصال په خوست کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي.

 

هره ورځ د لسګونو کورنیو ترمنځ

وصال او همکاران یې د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال هره ورځ شاوخوا ۶۰ کورنۍ جوماتونو ته رابولي او هغوی ته د پولیو ناروغۍ، واکسین او د ماشومانو د روغتیا په اړه پوهاوی ورکوي.

خو دا لیدنې یوازې د معلوماتو شریکولو لپاره نه دي. خلک پوښتنې کوي، خپلې اندېښنې شریکوي او کله ناکله د واکسین په اړه هغه باورونه مطرح کوي چې د ماشومانو د واکسینولو پر وړاندې یې زړه نا زړه کوي. وصال او همکاران یې هڅه کوي د کورنیو اندېښنې په حوصله واوري او هرې پوښتنې ته روښانه ځواب ورکړي.

د وصال په باور، د خلکو د قناعت لپاره یوازې معلومات بسنه نه کوي؛ باور هم مهم دی. له همدې امله، دی او ټیم یې د اړتیا پر مهال له علماوو، قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او نورو باوري کسانو سره ګډ کار کوي، څو د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته په داسې ډول ځواب وویل چې هغوی پرې ډاډه شي.

د دغو هڅو پایله له واکسین څخه د انکار کوونکو کورنیو د شمېر په کمېدو کې ښه څرګندېږي.

 

له ۵۷ انکاري کورنیو څخه تر دوو پورې

د وصال د کار یوه مهمه تجربه په سیمه کې د هغو کورنیو د شمېر کمېدل دي چې د پولیو واکسین یې نه مانه.

یو وخت په دې سیمه کې ۵۷ کورنیو د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله.

وصال او همکارانو یې له علماوو، قومي مشرانو، کلیوالي شوراګانو او سپین‌ږیرو سره همغږي وکړه او له کورنیو سره یې پرله‌پسې خبرې وکړې.

د دغو هڅو په پایله کې د انکاري کورنیو شمېر لومړی اوو او وروسته یوازې دوو کورنیو ته راکم شو.

د وصال لپاره دا یوازې د یوه شمېر بدلون نه دی؛ بلکې د لسګونو ناستو، خبرو او د خلکو د باور ترلاسه کولو پایله ده.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

هر واکسین شوی ماشوم له پولیو څخه د خلاص افغانستان پر لور یو ګام دی.

 

لا هم د پای کرښې ته نه یو رسېدلي

د پولیو پر وړاندې مبارزه لا هم دوام لري. افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې وحشي پولیو ویروس پکې په دوامداره توګه خپرېږي او د ۲۰۲۶ کال د اګست تر میاشتې پکې د پولیو ۱۹ پېښې ثبت شوې دي.

د پولیو ویروس د انتقال ځنځیر له منځه وړلو لپاره لا هم هر ماشوم ته واکسین رسول او لوړ پوښښ ساتل مهم دي. په همدې لاره کې د خلکو باور او همکاري هم د پولیو د له منځه وړلو لپاره مهم رول لري.

همدا اړتیا د وصال په څېر د عامه پوهاوي مبلغینو کار لا مهموي؛ هغه کسان چې له خلکو سره مخامخ خبرې کوي، د هغوی پوښتنې او اندېښنې اوري او هڅه کوي هر ماشوم د پولیو له خطره خوندي شي.

 

«هغه ورځ به زما لپاره د ویاړ ورځ وي»

وصال له هغو سختو تجربو سربېره چې د کار پر مهال ورسره مخ کېږي، لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

«هر ځل چې یو ماشوم په بریالیتوب سره واکسینېږي، داسې احساس کوم لکه له تلپاتي معلولیت څخه مې د هغه د خوندیتوب لپاره خپله برخه مسوولیت ادا کړی وي.»

نوموړی هغې ورځې ته سترګې په لار دی چې افغانستان له پولیو پاک شي.

د وصال لپاره به هغه ورځ د کلونو کلونو هغو هڅو بریا وي چې روغتیايي کارکوونکو، د عامه پوهاوي مبلغینو، علماوو، قومي مشرانو او کورنیو د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره ترسره کړې دي.