• وړیا اړیکه: ۱۴۱

هغه درد چې په هوډ بدل شو: په پکتیکا کې د پولیو پر وړاندې د حاجي محمد مبارزه

کور د پولیو د میاشتې اتل هغه درد چې په هوډ بدل شو: په پکتیکا کې د پولیو پر وړاندې د حاجي محمد مبارزه

هغه درد چې په هوډ بدل شو: په پکتیکا کې د پولیو پر وړاندې د حاجي محمد مبارزه

د پولیو اتلان
د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې ۳۳ کلن رضاکار، حاجي محمد، له تېرو اوو کلونو راهیسې د ماشومانو د واکسینولو ترڅنګ، د کورنیو باور خپلوي او عامه پوهاوی لوړوي؛ څو د خپلې سیمې ماشومان له دایمي فلج څخه وژغوري او هېڅ کورنۍ د خپلو اولادونو د معلولیت غم و نه ویني.

 

پکتیکا، افغانستان - د پکتیکا ولایت د یوسف‌خېلو ولسوالۍ په یوه خاورینه او پراخه کوڅه کې، چې دواړو غاړو ته یې د خټو لوړې کلاوې ولاړې دي، ګڼ ماشومان د پولیو د یوه رضاکار شاوخوا ته راټول شوي دي.

که څه هم د دغو ماشومانو په معصومو څېرو کې د سیمې د ژوند د ستونزو او محرومیت نښې له ورایه ښکاري، خو په سترګو کې یې د ژوند او راتلونکي هیله لا هم ځلېږي.

د ماشومانو په دې ګڼه ګوڼه کې یوه تنکي هلک خپله کوچنۍ خور په غېږ کې نیولې او په بې‌صبرۍ سره نوبت ته ولاړ دی، څو خور ته یې د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکړل شي.

دا په ظاهره یوه عادي صحنه ده، خو تر شا یې د ماشومانو د روغتیا او د پولیو پر وړاندې د مبارزې یوه لویه او حیاتي کیسه پرته ده.

دغه رضاکار چې ماشومان ترې راټول دي، ۳۳ کلن حاجي محمد دی؛ هغه له نږدې اوو کلونو راهیسې په همدې سیمه کې د ماشومانو د روغتیا او خوندي راتلونکي لپاره هلې ځلې کوي.

د حاجي محمد او د هغه د همکارانو کار یوازې ماشومانو ته د دوو څاڅکو واکسین ورکول نه دي؛ بلکې د کورنیو د باور خپلول، د واکسین د ارزښت په اړه د خلکو پوهول، او د هغو ماشومانو موندل دي چې د بېلابېلو لاملونو له امله له دغه حیاتي خدمت څخه بې‌برخې پاتې دي.

 

یوه ترخه خاطره او لوی درس

د حاجي محمد د اوو کلونو په رضاکارانه خدمت کې ډېرې خوږې او ترخې شېبې تېرې شوې دي، خو یوه پېښه لا هم د هغه په ذهن کې ژوندۍ ده او هېڅکله یې نه هېرېږي.

نوموړی هغه ورځ رایادوي چې یوه کورنۍ تازه له کډوالۍ څخه خپلې سیمې ته راستنه شوې وه: «زه به د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د هغوی کور ته ورتلم او هڅه مې کوله چې د پولیو ناروغۍ د خطر او واکسین د اهمیت په اړه معلومات ورکړم، خو له بده مرغه، هغه کورنۍ نه قانع کېدله او د خپلو ماشومانو له واکسینولو یې ډډه کوله.»

له دې کیسې درې کاله تېر شول. کله چې حاجي محمد یو ځل بیا د هماغې کورنۍ سیمې ته ورغی، له داسې یوه زړه بوږنوونکي حالت سره مخ شو چې د تل لپاره یې خپه کړ.

د هغه په وینا، د دې کورنۍ دوه ماشومان یې ولیدل چې د پولیو ناروغۍ اغېزمن کړي وو؛ هغه پېښه چې ان په رسمي ډول ثبت شوې هم نه وه.

هغه وېره چې حاجي محمد یې کلونه وړاندې د مخنیوي هڅه کوله، اوس یې پایله په خپلو سترګو لیدله. د دغو دوو ماشومانو وضعیت هغه ته یو ځل بیا د پولیو پر وړاندې د مبارزې حیاتي ارزښت په ډاګه کړ او هوډ یې لا پسې پیاوړی شو، څو پرېنږدي د سیمې نور ماشومان د ورته برخلیک ښکار شي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

حاجي محمد د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي، په داسې حال کې چې نور ماشومان په تمه دي.

 

له زده‌کړو وروسته د ټولنې خدمت ته مخه کول

په یوسف‌خېلو کې، چیرې چې بې‌روزګارۍ، پخوانیو جګړو او داخلي بې‌ځایه کېدنو د خلکو ژوند له ننګونو سره مخ کړی، لوستي ځوانان کم موندل کېږي.

کله چې حاجي محمد له دولسم ټولګي فارغ شو، په سیمه کې د لوړو زده‌کړو فرصت نه و. په همدې وخت کې د هغه یوه نږدې دوست، نجیب‌الله، چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په فعالیتونو کې بوخت و، په سیمه کې د لوستو کسانو د کمښت یادونه ورته وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د خپلې ټولنې د ماشومانو د روغتیا په ساتنه کې ورسره مټې رابډوهي.

حاجي محمد د خپل ملګري دا غوښتنه ومنله او د رضاکار په توګه یې کار پیل کړ؛ هغه اوس د هر کمپاین په ترڅ کې په خپله سیمه کې د ورځې له ۲۲۰ تر ۲۳۰ ماشومان واکسینوي.

د هغه په وینا، دا کار یوازې په شمېرو نه خلاصه کېږي، بلکې له کورنیو سره اړیکې، د معلوماتو شریکول او د خلکو د پوښتنو او اندېښنو درک کول یې تر ټولو مهم اړخ دی:


«کله چې یو ماشوم واکسین شي، د زړه له تله د خوښۍ احساس کوم؛ ځکه پوهېږم چې د ماشومانو د روغتیا او راتلونکي په خوندي کولو کې مې خپله ونډه ترسره کړې ده.»


 

د عامه پوهاوي ننګونې او د ګډ مسوولیت اړتیا

په لرې کلیوالي سیمو کې خلکو ته د روغتیايي پیغامونو رسول او د هغوی قانع کول اسانه کار نه دی، ځکه لا هم ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوي. د حاجي محمد په باور، د دغو کورنیو د قناعت لپاره یوازې د کمپاین په ورځو کې د واکسین غوښتنه بسنه نه کوي؛ بلکې په کار ده چې د هغوی اندېښنې له نږدې واورېدل شي او د کره روغتیايي معلوماتو له لارې ورته د واکسین ارزښت روښانه شي.

حاجي محمد د خلکو د قانع کولو په برخه کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو رول خورا مهم بولي، خو هیله لري چې په دې ملي بهیر کې د هغوی ملاتړ لا پسې پراخ شي.

هغه وایي: «کله ناکله په ټولنه کې داسې انګېرل کېږي چې ګواکې دا فعالیتونه یوازې د رضاکارانو شخصي دنده ده او د امتیاز لپاره یې ترسره کوي؛ له همدې امله ځینې مشران او عالمان هغسې چې لازمه ده، همکاري نه کوي. حال دا چې له پولیو څخه د ماشومانو ژغورل د والدینو، روغتیايي کارکوونکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ټولنې د هر وګړي ګډ مسوولیت دی.»

د هغه په اند، که په ټولنه کې د عامه پوهاوي ترڅنګ د متقابل خدمت احساس پیاوړی شي او اغېزناک کسان د واکسین د کمپاینونو ملاتړ وکړي، د کورنیو په فکرونو کې به مثبت او ژور بدلون راشي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

له کوره تر کوره او له کوڅې تر کوڅې؛ حاجي محمد په پکتیکا کې د ماشومانو د سالم راتلونکي لپاره په کار بوخت دی.

 

له پولیو څخه پاک افغانستان؛ یوه لویه هیله

حاجي محمد له والدینو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي او په هر کمپاین کې یې واکسین کړي: «والدین باید د واکسین په اړه خپلې پوښتنې او اندېښنې له روغتیايي کارکوونکو سره شریکې کړي او د هغوی لارښوونې په پام کې ونیسي، ځکه واکسین د ماشومانو د ژغورنې یوازینۍ او تر ټولو مهمه وسیله ده.»

د حاجي محمد د نږدې اووه کلن رضاکارانه خدمت تر شا یوه لویه هیله پرته ده؛ هغه ورځ لیدل چې افغانستان په بشپړ ډول له پولیو ویروس څخه پاک شي.

نوموړی په موسکا سره وایي، که هېواد له پولیو ناروغۍ خلاص شي، دا به یې د ژوند تر ټولو لویه خوښي وي او ځان به خپلو هیلو ته رسېدلی وبولي.