• Toll-Free: 141

د ماشومانو د روغتیا لپاره؛ د پلار او دوو لوڼو ګډ خدمت

کور د پولیو د میاشتې اتل د ماشومانو د روغتیا لپاره؛ د پلار او دوو لوڼو ګډ خدمت

د ماشومانو د روغتیا لپاره؛ د پلار او دوو لوڼو ګډ خدمت

د پولیو اتلان
۴۵ کلن جهانزېب انصاف د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه له ځوانۍ د روغتیايي پوهاوي او واکسین په چارو کې له خلکو سره مرسته کوله، جګړو او کډوالۍ دا لړۍ د څه مودې لپاره ودروله، خو کلونه وروسته بېرته همدې خدمت ته راوګرځېد. اوس هغه د خپلو دوو لوڼو تر څنګ کلي په کلي ګرځي او کورنیو ته د ماشومانو د روغتیا او واکسین په اړه پوهاوی ورکوي.

 

ننګرهار، افغانستان (۲ تله ۱۴۰۵) - جهانزیب انصاف لا د ښوونځي زده‌کوونکی و چې د خپل کلي د واکسین له ټیمونو سره یوځای یې د خلکو د پوهاوي په برخه کې مرسته پیل کړه.

هغه مهال په سیمه کې د سواد کچه ټیټه وه او جهانزېب د هغو لږو کسانو له ډلې و چې لیک او لوست یې زده و. همدا لامل و چې د خلکو په پوهاوي کې ونډه واخلي او ماشومانو ته د واکسین په رسولو کې مرسته وکړي. خو ناامنیو او جګړو دا کار ودراوه او هغه یې د نورو ډېرو افغانانو په څېر له خپلې سیمې کډوالۍ ته اړ کړ.

کلونه وروسته، کله چې بېرته خپلې سیمې ته راستون شو، ویې لیدل چې د خلکو اړتیاوې بدلې شوې دي او کورنیو ته د عامې روغتیا او واکسین د پیغامونو رسولو په برخه کې ښځینه ټولنیزو مبلغینو اړتیا ده.

 

د پلار او لوڼو ګډ خدمت

جهانزیب خپلې دوې لوڼې وهڅولې چې د واکسین او عامې روغتیا په برخه کې د ټولنیزو مبلغینو په توګه ونډه واخلي. دواړو تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې او وروسته یې له کورنیو سره د روغتیايي پوهاوي په برخه کې کار پیل کړ.

جهانزېب د هغوی د محرم او پایواز په توګه له کلي تر کلي ورسره ملګری شو او دا رول یې تر نن ورځې دوام لري.

اوس پلار او لوڼې یو ګډ هدف لري: کورنیو ته د ماشومانو د روغتیا او واکسین په اړه معلومات ورکول او هغوی هڅول چې هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

جهانزیب وايي: «زه او لوڼې مې ګډ کار کوو او خدای شته، له زړه کار کوو. هر ماشوم راته د خپل کور د ماشوم په څېر ښکاري. مادي امتیازاتو ته نه ګورو؛ هغه معنوي ګټه مو په نظر کې نیولې ده چې یوه ورځ به له پولیو ناروغۍ پاکه ټولنه ولرو.»

د جهانزیب لوڼې له کورنیو سره د واکسین، د ماشومانو د روغتیا او پاکوالي په اړه خبرې کوي او اړین معلومات ورسره شریکوي. همدارنګه له کورنیو غواړي چې د پولیو د کمپاین په ورځو کې خپل ماشومان په کور کې وساتي، څو د واکسین ټیمونه یې واکسین کړي.

دوی هڅه کوي چې د کمپاین په درېیو ورځو کې شاوخوا ۱۶۰ تر ۱۶۵ کورنیو ته ورسېږي. د وخت په تېرېدو، د دوی او د سیمې د کورنیو ترمنځ اړیکې هم پیاوړې شوې دي. ځینې کورنۍ اوس د بل کمپاین تر راتلو پورې د دوی لیدو ته انتظار باسي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

د پولیو واکسین کمپاین پر مهال د ماشومانو معلومات ثبتېږي.

 

د خلکو باور، د واکسین مهمه برخه

د جهانزیب د تجربې له مخې، د واکسین په اړه د ځینو کورنیو اندېښنې د کمپاین پر وړاندې مهمه ننګونه ده.

هغه داسې کورنۍ هم لیدلې دي چې خپل ماشومان یې له واکسین ټیمونو پټ کړي وي، او ځینې کورنۍ بیا د واکسین د حلالوالي او حراموالي په اړه پوښتنې کوي.

جهانزیب او لوڼې یې هڅه کوي له دغو کورنیو سره په نرمۍ خبرې وکړي، د هغوی پوښتنې واوري او د واکسین په اړه ورته روښانه معلومات ورکړي. که د یوې کورنۍ اندېښنه دیني اړخ ولري، د سیمې له ملا امامانو څخه هم مرسته غواړي، څو د کورنۍ پوښتنو ته په ډاډ او وضاحت ځواب وویل شي.

د جهانزیب په باور، ښځینه مبلغې په دې برخه کې ځانګړی رول لري. هغوی د کورنیو له ښځینه غړو سره په مستقیم ډول خبرې کوي او د ماشومانو واکسینولو ته زمینه برابروي.

 

هغه ورځ چې د خپلې لور تر څنګ ودرېد

له خپلو لوڼو سره د جهانزیب ملتیا یوازې د کمپاین تر ورځو محدوده نه ده. یوه ورځ خبر شو چې یوه لور یې د خپل کار له امله د کورنۍ له مخالفت سره مخ شوې ده. لور یې دې کار ته لېواله وه، خو خاوند او د کورنۍ ځینو غړو یې ورسره موافقه نه لرله.

جهانزېب له خپل زوم او د کورني له نورو غړو سره خبرې وکړې چې د هغې د کار مخالف وو. ده هڅه وکړه هغوی ته روښانه کړي چې د ښځینه مبلغې کار یوازې د ده د لور شخصي دنده نه ده؛ بلکې د ماشومانو د روغتیا او ښه راتلونکي لپاره د ټولنې یوه مهمه اړتیا ده.

جهانزیب ورته وویل، که ښځینه مبلغینې نه وي نو کورنیو ته به د روغتیايي پیغامونو رسول ستونزمن شي او ښايي ځینې ماشومان له واکسین څخه پاتې شي.

د جهانزیب خبرو اغېز وکړ او په پای کې لور یې بېرته خپل کار ته ستنه شوه.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

ټیمونه د پولیو واکسین کمپاین د فعالیتونو لپاره چمتو کېږي.

 

«زما د لوڼو خدمت زما ویاړ دی»

جهانزېب وايي، د خپلو لوڼو خدمت د ده پر ټولنیز ژوند هم اغېز کړی دی. خلک اوس ورته په درنه سترګه ګوري او د ده د کورنۍ خدمت ستايي. هغه باور لري چې دا درناوی یوازې د ده د خپل کار له امله نه دی، بلکې د لوڼو د خدمت له امله هم دی.

د ده لپاره تر ټولو مهمه شېبه هغه ده چې د خپلو لوڼو د کار پایله په خپلو سترګو ویني. کله چې یوه کورنۍ د هغوی خبرې مني او یو ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي، جهانزېب دا د خپلې کورنۍ ګډه لاسته راوړنه ګڼي.

هغه پوهېږي چې د سیمې ډېری کورنۍ د ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته د درملنې لګښتونه نه شي برابرولای. له همدې امله، د ناروغیو مخنیوی ورته ځانګړی ارزښت لري.

 

یوه هیله، چې لا هم ژوندۍ ده

جهانزیب غواړي یوه ورځ افغانستان له پولیو پاک وویني. هغه دا هدف د یوې کورنۍ یا یوه ټیم د کار پایله نه، بلکې د خلکو د ګډې همکارۍ نتیجه بولي.

هغه باور لري چې د ماشومانو د روغتیا ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او هر څوک کولی شي د خپلې وړتیا له مخې په دې برخه کې ونډه واخلي.

اوس چې دوې لوڼې یې د خلکو د پوهاوي په برخه کې ورسره دي، جهانزیب د خپلو کلونو د هڅو یوه برخه د هغوی په لاسونو کې ویني. هغه باور لري چې د یوې کورنۍ باور، د یوه ماشوم واکسین او د هرې کوچنۍ هڅې اغېز، په ګډه د یوې روغې ټولنې د جوړېدو لاره هواروي.