په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو
کابل، افغانستان: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت، له نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ، په ټول هېواد کې د پولیو (ګوزڼ) واکسین سرتاسري کمپاین پیل کړ.
دغه کمپاین به د ۲۰۲۶ ز کال د نومبر میاشتې له ۲مې تر ۵مې نېټې په ټول هېواد کې ترسره شي چې موخه یې له پنځو کلونو د کم عمر ۱۲.۸ میلیونه ماشومانو واکسینول دي. په سوېلي زون کې به دغه کمپاین د نومبر له ۳مې تر ۶مې نېټې او په لوګر ولایت کې به د غوره چمتووالي په موخه د نومبر له ۹مې تر ۱۳مې نېټې پورې ترسره شي.
د پولیو واکسین ترڅنګ به د هېواد په سوېل، سوېل ختیځ، لوېدیځ او ختیځ زونونو کې ماشومانو ته د البندازول ټابلیټونه هم ورکړل شي.
البندازول د کولمو د چینجیو ضد درمل دي چې د دغو چینجیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د کولمو چینجي د ماشومانو پر روغتیا، تغذیې او ودې ناوړه اغېز لرلای شي او د خوارځواکۍ او کمخونۍ لامل کېدای شي. ماشومانو ته د البندازول ورکول د دغو ستونزو په مخنیوي او د هغوی د سالمې ودې په ملاتړ کې مرسته کوي.
د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نور جلال جلالي د دغه کمپاین د پیل په مناسبت وویل: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخنیوی وکړي.»
هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې د پولیو واکسین کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته هم دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو.»
هغه همدارنګه څرګنده کړه: «اړینه ده چې دیني عالمان، قومي مخور، والدین او د ټولنې نور بانفوذه وګړي په ټول هېواد کې د واکسیناتورانو ملاتړ وکړي. موږ له ټولو څخه غوښتنه کوو چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یوازې په واکسین سره شونی دی. پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي فلج او یا هم مرګ سبب کېدای شي. دا مهال په هېواد کې د پولیو ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.
له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین کولای شي د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي فلج څخه خوندي کړي. قومي مخور کولای شي د خپلو سیمو خلک وهڅوي څو هغوی خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره مرسته وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.
د واکسین ټیمونه به د کمپاین په جریان کې ستاسو د سیمو په ټاکل شوو ځایونو کې شتون ولري. له والدینو او پالونکو څخه غوښتنه کوو چې له دغو ځایونو څخه ځان خبر کړي او خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین لپاره راولي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره:
الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالی، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسوول
موبایل: +93704925448
ایمېل: qudus.baryalai@poliofree.af
د اړیکو د مرکز وړیا شمېره: ۱۴۱